ولې د افغانستان مېوې لوېدیځو بازارونو ته لږ لاره مومي؟

انار

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د افغانستان د تازه مېوې له پخواني عمده بازار پاکستان سره په تېرو څلورو میاشتو کې د لارو له بندښت سره سره يې په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۴۲ مېلونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۳۱۷ زره ټنه تازه مېوه صادره کړې.

دغه وزارت وايي، په وروستیو څلورو میاشتو کې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له بندښت سربېره د صادرې شوې مېوې کچه د وړم کال پرتله د کموالي پر ځای یو څه ډېره شوې ده.

سوداګرۍ وزارت د تېر کال په مارچ میاشت کې ویلي وو چې په تېرو یوولسو میاشتو کې یې ۲۹۶ زره ټنه تازه میوه نړیوالو بازارونو ته صادره کړې.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، د افغانستان په تازه میوو کې انار، زردالو، انګور، خټکي، هندواڼې، اینځر او نورې مېوې راځي چې تر ډېره د سیمې هېوادونو ته صادرې شوې.

سوداګر: تېر کال مو د نورو کلونو نیمه ګټه هم ونکړه

که څه هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند د افغانستان د مېوو پر صادراتو د پاکستان د لارې د تړلو اغېز کم اهمیته ګڼي او وايي، بدیل بازارونه یې موندلي، خو د تازه مېوې یو صادروونکی حاجي سعدالله خان وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدو وروسته اړ شو چې خپل محصولات په کور دننه وپلوري او کمه برخه یې روسیې ته صادره شوه خو سږ کال یې د نورو کلونو نیمايي ګټه هم تر لاسه نکړل شوه.

په وروستیو څو میاشتو کې د پاکستان د لارې په تړل کېدو سره، په دواړو هېوادونو کې د تازه میوو سوداګرو او صادرونکو د خپلو میوو او سبزیو د بارونو له خرابېدو سر ټکاوه او د سوداګرۍ پر مخ د دغې لارې د بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي، خو د دواړو هېوادونو د اړیکو په خړپړتیا سره، د دغې لارې د بېرته پرانیستلو لپاره کوم روښانه لیدلوری نه تر سترګو کېږي.

د نویو بازارونو موندل کېدل؛ ښه زېری

د افغانستان وچې مېوې

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه هم د صادراتو د کچې په تېره بیا د تازه میوې کمېدل مني خو د بدیلو لارو د موندلو هڅې هم بریالۍ ګڼي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د نړیوالو اړیکو مشر امید حیدري وايي، دا صادرات تر ډېره نویو موندل شوو بازارونو ته شوي او دا د افغان سوداګرو لپاره ښه خبر ګڼي.

ښاغلی حیدري زیاتوي چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو معیاري کولو هڅې روانې دي چې دا هم د افغانستان صادرات پراخولی شي.

د ۲۰۲۵ کال په وروستیو میاشتو کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو په ډېرېدو او د لارو له تړل کېدو سره د طالبانو د حکومت چارواکو وویل چې پر اسلام‌اباد د تکیې کمولو لپاره به د ایران او منځنۍ اسیا له لارې پر سوداګریزو لارو پام ډېر کړي. ایران هم د افغانستان د سوداګرۍ په یوه اصلي شریک بدل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ویلي وو چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له بندېدو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ په کچه کې ۴۰ سلنه کمښت راغلی. خو د دغه وزارت ارقام ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان صادرات او واردات دواړه ډېر شوي او د صادراتو کچه یې څه باندې یو میلیارد او اته سوه میلیونه ډالرو ته رسېږي او واردات یې څه باندې دوولس مېلیارده ډالره ثبت شوي.

د افغانستان د وچې او تازه مېوې د صادراتو محدودیت عمده لاملونه

د افغانستان مڼې

د عکس سرچینه، Getty Images

تازه او وچه مېوه د افغانستان د صادراتو لویه برخه هم ده چې تر ډېره ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته صادره شوې.

افغان سوداګر وايي، سره له دې چې د افغانستان مېوه لوړ کیفیت لري، تر بډایو نړیوالو بازارونو یې په رسېدو کې ګڼې ننګونې د دې لامل شوې چې د سیمې د نورو هېوادونو له محصولاتو سره سیالي ونشي کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، هڅه کوي چې نوو بازارونو ته یې د نندارتونونو او نورو اقداماتو له لارې معرفي کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تېر کال د شمېرو له مخې د افغانستان وچې او تازه مېوې تر ډېره د سیمې هېوادونو ته صادرې شوې دي.

خو دا مېوې چې لوړ کیفیت یې مشهور دی تر بډایو او د لوېدیځو هېوادونو بازارونو ته کمه لاره مومي.

د وچې او تازه مېوې سوداګر وايي، د افغانستان لیرې والی، د معیاري ټرانسپورتي آسانتیاوو نشتوالی او ځینې نورې ننګونې د دې لامل شوې چې دا محصولات د لوېدیځ او بډایو بازارونو ته کمه لاره ومومي.

د بزګر په نامه د افغانستان د وچې مېوې د یوه شرکت لرونکي مصطفی محمودزي چې د افغانستان مېوې د بریتانیا بازارونو ته وړي بي بي سي ته وویل، د افغانستان د کرونیزو محصولاتو او مېوې نه صنعتي کېدل او د مقدار کموالی هم د دې لامل شوی چې له لوړ کیفیت سره سره د نورو هېوادونو له محصولاتو سره سیالي ونشي کولی.

هغه زیاتوي، "کیفیت یې لوړ دی خو صنعتي شوي نه دي او دا دې لامل شوی چې مقدار یې کم وي او په دې ډول یې د تولیداتو بیه لوړه ده او د نړیوال بازار اړتیا هم نشي پوره کولی".

د افغانستان خټکي

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلی محمودزی همداراز وايي، چې تر نړیوالو بازارونو د افغانستان د مېوې په ځنډ رسېدل هم د دې لامل شوي چې په تېره بیا د تازه مېوې خرڅلاو یې په لوېدیځ او بډایو بازارونو کې محدود شي.

ښاغلی محمودزی یې د ښې بسته بندۍ او د کیفیت د اړوندو اسنادو نشتوالی هم د دې لامل ګڼي چې نړیوالو بازارونو ته یې تګ محدود شي.

د ښاغلي محمودزي په وینا، بله ستونزه دا هم ده چې د افغانستان په باکیفیته محصولاتو بهرنیان ځکه ډېر نه دي ورخبر چې په بهر کې هم د افغان سوداګرو ډېر تمرکز پر افغانانو وي او بازارموندنه یې هم تر ډېره پر دوی متمرکزه ده.

نندارتونونه او د نویو بازارونو لټون

خو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، دوی د افغان محصولاتو د پراخولو لپاره هڅه کوي چې په نورو هېوادونو کې د نندارتونونو له لارې ډېر خلک له افغان محصولاتو سره بلد کړي او په دې ډول یې بازارونه پراخ کړي.

افغانستان اوس له اتیا هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري. په وچه چاپېر افغانستان بهر نړۍ ته د خپلو محصولاتو د صادرولو لپاره د ګاونډیو هېوادونو سمندري بندرونه لکه د پاکستان کراچۍ یا د ایران بندرعباس او چابهار کاروي یا هم په لوړه بیه ځمکنی یا هوايي ترانسپورت کاروي چې دا ټول سیاسي حالاتو او د طالبانو پر حکومت نړیوالو محدودیتونو اغېزمن کړي.