د طالبانو حکومت وایي، د نړیوالو مرستو کمښت یې ناورینونو ته غبرګون یوه څه اغېزمن کړی

کابل

د طالبانو په حکومت کې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر وایي، د نړیوالو مرستو کمښت د دوی کارونه یو څه "ټکني" کړي دي.

ملا نورالدین ترابي په کابل کې د بي‌بي‌سي له خبریال حفیظ‌الله معروف سره مرکه کې ویلي، ځینې ادارې ځکه د دوی له لارې مرستو ته زړه نه ښه کوي،‌ چې حکومت یې په رسمیت نه پېژني.

د ښاغلي ترابي په وینا، دوی ته عادي او انکشافي بودیجه د طالبانو له حکومته ورکول کېږي او ولسي‌ مرستې ورسره مرستندویه موسسې کوي.

خو هغه وویل د نړیوالو مرستو له کمېدو سره ځینې مرستندویه موسسې وتړل شوې او ځینو نورو خپلې مرستې کمې کړې دي.

د طالبانو په حکومت کې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر له نړیوالو مرستندیانو وغوښتل چې سیاسي موضوعات دې د ده په وینا له بشري مرستو سره نه ګډوي، "خپل کمکونه دې کوي، سیاسي موضوعات جلا دي، په هغه کې موږ هم خبره نه کوو."

هغه وویل، د دوی اداره ولس ته د اړتیا پر مهال د مرستو په رسولو متمرکزه ده او حکومت ته ترې څه ګټه نه ورځي.

د ښاغلي ترابي په وینا، د اروپايي‌ ټولنې په څېر ځینو نورو مرستندویانو له دوی سره خپلو مرستو ته د پخوا په شان دوام ورکړی او ځینې داسې مرستندویان هم شته چې دې تشې ته په کتو یې خپلې مرستې ډېرې کړې دي.

نوموړي په کابل کې د روسیې سفارت لخوا د شل زره ټنه غنمو، لس زره ټنه وریجو او دوه زره ټنه غوړيو د مرستې د ژمنې یادونه هم وکړه، ښايي په نږدې وخت کې ور ورسېږي.

روسیه یوازنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی.

د طالبانو په حکومت کې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې مشر په ټوله کې له مرستندیه ادارو سره خپلې اړیکې او همکارۍ ښه بولی او وایي، بېلابېلو برخو کې یې د نږدې نیم میلیارد (۴۵۰ میلیون) ډالرو په ارزښت د مرستو هوکړه لیکونه ورسره لاسلیک کړي‌ دي.‌

دغه اداره د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو، پېښو ته د چمتووالي او د بېړنیو حالاتو پر مهال د ځواب وینې برخو کې فعالیت کوي.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې هر کال د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له اړخه ډېر زیان ګوري او دغه پېښې پکې د میلیونونو خلکو ژوند او روغتیا اغېزمنوي.

د وروستیو ورښتونو له کبله اوښتي زیانونه

سالنګونه

د عکس سرچینه، AHaqshinas

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي‌ په سالنګ کې لا هم د واورې پاکولو چارې روانې دي

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان دمګړۍ د سږني ژمي له سختې څپې سره مخامخ دی او په راتلونکو ورځو کې د نورو واورو او ورښتونو اټکل هم شوی دی.

ښاغلی ترابي وویل، د وروستیو واورو پر مهال یې د مرستو له کبله ګودامونو کې خوراکي مواد یو څه کم شوي، خو تازه یې په کندهار کې له خپل مشر مولوي هبت‌الله اخوندازده څخه ټولو ولایتونو ته ۳۴۰۰ ټنه غنم غوښتي دي.

تېرې څو ورځې د افغانستان لروبر بېلابېلو ولایتونو کې واورې او ورښتونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي‌ دي.

له پېښو سره د مبارزې امادکۍ ملي ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس او ویاند محمد یوسف حماد پرون (شنبه) وویل، چې د وروستیو ورښتونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۱ او د ټپیانو ۱۱۰ تنو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۴۵۸ پورې کورونه په بشپړ یا جزوي‌ ډول تخریب او همدا راز سلګونه څاروي‌ له منځه تللي دي.

تازه د دې ادارې مشر بي‌بي‌سي‌ ته ویلي، له تېرې ورځې راهیسې یې د مرګژوبلې څه نوي رپوټونه نه دی ترلاسه کړي، خو دا احتمال شته چې د قربانیانو شمېر لوړ شي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

بلخوا د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وايي، وروستیو ورښتونو له کبله د سالنګ په ګډون د هېواد بېلابېلو برخو کې د تګ راتګ لارې تړل شوې دي.‌

په ځينو برخو کې که څه هم لارې بېرته پرانیستل شوې، خو د رپوټونو له مخې د هېواد له شمالي‌ ولایتونو سره د پلازمېنې کابل اصلي مواصلاتي لار لا هم تړلې پاتې ده.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر خپله ایکس پاڼه لیکلي،‌ د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل له تېرو دوو ورځو راهیسې د دې لارې بېلابېلو برخو کې د واورو پر پاکولو بوخت دی، خو دغه مسیر لا هم د زیاتې واروې، تېزو بادونو او توپان له امله تړلی پاتې دی.

هغه خلکو ته سپارښتنه کړې چې د دوی تر بلې خبرتیا پورې د سالنګونو پر لار له سفره په کلکه ډډه وکړي.

ملګري ملتونه د اقلیمي بدلون اغیزې، د میلیونونو کډوالو بېرته ستنېدل او د نړیوالو مرستو کمښت درې لویې ننګونې ګڼي، چې افغانستان ورسره دمګړۍ لاس ګریوان دی.

د اقلیم د بدلون او نورو طبیعي افتونو پایله کې رامنځته شوي بشري وضعیت په افغانستان کې د میلیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان د وګړو تر نیمايي‌ زیاته برخه بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.