کابل او د افغانستان نورو ولایتونو کې ډېرې واورې نښلوونکې لارې بندې کړې دي

د ویډیو تشریح، د وردګو سید اباد واوره کې ایسار بار وړونکي ګاډي

د افغانستان پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د سختې واورې ورېدو له امله د سالنګ لویه لار او له کابله د مرکزي ولایتونو پر لور ټولې نښلوونکې لارې د دویمې ورځې لپاره تړلې پاتې دي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت چارواکو بي‌بي‌سي ته ویلي، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي په سیمه کې دي او د هغوی په وینا، کله چې د هوا وضعیت ښه شي، د واورو د پاکولو بهیر به سملاسي پیل او لویه لار به بېرته پرانیستل شي.

مسافر وړونکو شرکتونو هم د کابل او غزني ترمنځ د لارې د خرابوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د سختې واورې له امله څو ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

کابل کې زموږ همکار اقبال شاهین وايي، د دویمې ورځې لپاره، د لویې لارې د بندېدو له امله زرګونه مسافر او سلګونه باروړونکې لارۍ د سالنګ په شمالي او جنوبي برخو کې بندې پاتې دي.

عیني شاهدان وايي، د نن ورځې واوره تر پرونۍ لا سخته وه، چې د پاک‌کارۍ چارې یې لا ورو کړې دي.

یو سیمه‌ییز خبریال او یو شمېر عیني شاهدانو، چې سیمه یې له نژدې لیدلې ده، بي‌بي‌سي ته ویلي د سالنګ په شمالي برخه کې د واورې ورښت او توپان دومره سخت دی چې ان د واورو د پاکولو بلدوزرونه هم د "قبر کلینر" له سیمې مخکې نه شي تللی.

همدارنګه د کابل- بامیان لویه لار د حاجي‌ګک او شبر کوتلونو لارې او د بامیان-دایکندي او بامیان-غور لارې هم د سختې واورې له امله تړل شوې دي.

د افغانستان په یو شمېر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې، د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ نښلوونکې لارې هم له څو ورځو راهیسې د خرابې هوا، واورې او کنګل له امله بندې دي.

واوره

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل

په وردګو او غزني ولایتونو کې سختو ورښتونو د کابل-هرات پر لویه لار هم د تګ راتګ بهیر اغېزمن کړی دی. عیني شاهدانو د وردګو سالارو سیمه کې، د یوه باروړونکي موټر د چپه کېدو انځورونه بي‌بي‌سي ته استولي دي.

له تېرې کوتله هم عیني شاهدانو بي‌بي‌سي ته ویلي چې له پرون راهیسې تګ راتګ په نوبتي ډول درېدلی او د کابل-ګردېز او خوست لویه لار د پنجشنبې تر غرمې پورې تړلې وه.

د ترانسپورټ وزارت د هواپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو یو تر دوو ورځو کې به د هېواد په ۲۰ تر ۲۷ ولایتونو کې د واورې، باران او توپان لړۍ دوام وکړي.

د ویډیو تشریح، افغانستان کې سختو واورو ډېری لویې لارې تړلې دي

دا وضعیت د مهمو لارو د بیا تړل کېدو او د مسافرو او خوراکي توکو د لېږد د ځنډېدو احتمال زیاتوي.

د واورو پاکولو ډلې په بېلابېلو سیمو کې پر کار بوختې دي، خو چارواکو له موټرچلوونکو غوښتي چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.

د تېرې چارشنبې په ورځ (سلواغه لومړۍ) د د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست ویلي وو چې د پنجشنبې په ورځ (سلواغه دویمه) د پلازمېنې کابل په ګډون په ۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی.

افغانستان کې ژمی ځینې وخت سړه هوا او ډېرې واورې د مرګ ژوبلې لامل هم کېږي.

د تېرې لیندۍ میاشتې وروستوی کې د طالبانو حکومت ویلي وو درې افغانان چې له هرات ولایته په قاچاقي ډول ایران ته د تګ په تکل وتلي وو، کُهسان ولسوالۍ کې پولې ته نژدې د ډېرې واورې او یخنۍ له کبله مړه شوي دي.

په هرات کې د اطلاعات او کلتور رییس او د بېرته ستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي کمیسیون ویاند احمد الله متقي بي‌بي‌سي ته ویلي وو، یوازې ۳ افغانان چې په قاچاقي ډول ایران ته تلل، یخنۍ وژلي دي.

ټولګټو وزارت: سالنګ کې د واورې لوړوالی ۶/۴ مترو ته رسېدلی

واوره

د عکس سرچینه، MOPW

د عکس تشریح، د ټولګټو وزارت: د سالنګ په شمالي برخه کې د واورې ضخامت تر ۴ مترو او ۶۰ سانتي‌مترو او په جنوبي برخه کې تر ۲ مترو او ۶۸ سانتي‌مترو رسېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس د هېواد د لویو لارو او نښلوونکو لارو د ننني وضعیت په اړه ویلي چې د سالنګ د لویې لارې په ګډون، د افغانستان یو شمېر نورې لویې لارې او سړکونه د سختې واورې ورېدو، پرله‌پسې توپانونو او واورې او باد له امله په لنډمهالي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

نوموړي په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته کړې چې د سالنګ په بېلابېلو برخو کې د واورې ضخامت توپیر لري؛ د سالنګ په شمالي برخه کې د واورې کچه تر ۴ مترو او ۶۰ سانتي‌مترو رسېږي او په جنوبي برخه کې تر ۲ مترو او ۶۸ سانتي‌مترو پورې ثبت شوې ده.

حق‌شناس همدارنګه ویلي چې په دایکندی ولایت کې هم واوره روانه ده او د خدیر کوتل، قوناق کوتل، کومي کوتل، لوران اشترلي کوتل او د شهرستان–میرامور کوتل مسیر د سختې واورې ورېدو او دوامدار توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

د هغه په وینا، په غزني ولایت کې د ناور، اجرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو لارې، د پکتیا–خوست مسیر د سټو کنډو په ساحه کې، او همدارنګه د غور ولایت ګڼې نښلوونکې لارې هم د سختې واورې له امله تړلې پاتې دي.

د موټرچلوونکو او مسافرو لپاره د خوندیتوب سپارښتنې

د کابل - هرات لویه لار (وردګو ولایت)
د عکس تشریح، د کابل - هرات لویه لار (وردګو ولایت)

د ټولګټو عامې وزارت له ټولو هېوادوالو او موټرچلوونکو غوښتي چې له واورو ډکو او ستونزمنو سیمو د تېرېدو پر مهال لومړی د لارې له خلاصونه ډاډ ترلاسه کړي او بیا سفر پیل کړي.

یاد وزارت همدارنګه سپارښتنه کړې چې د سفر پر مهال باید ګرمې جامې، خوراکي توکي، اړین سون توکي او د موټرو د ټایرونو لپاره زنځیرونه له ځان سره ولري.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت د هواپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د افغانستان په ۲۰ تر ۲۷ ولایتونو کې د واورې، باران او توپان لړۍ دوام وکړي.

د دې وضعیت له دوام سره د مهمو نښلوونکو لارو د بیا تړل کېدو او د مسافرو او خوراکي توکو د لېږد د ځنډېدو احتمال زیاتېږي. د واورو پاکولو ډلې په بېلابېلو سیمو کې پر کار بوختې دي، خو چارواکو له موټرچلوونکو غوښتي چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.