نورستان کې واوره او د ځمکې ښوېدل
نورستان کې واوره او د ځمکې ښوېدل
نورستان کې د ځمکې ښوېدو له پېښې دوې ورځې وروسته لا هم د لارو تړل کېدو له امله ځپل شویو سیمو ته رسېدل سخت دي.
ژغورونکو بي بي سي پښتو ته ویلي کابل کې د چارواکو مرستې ته اړ دي چې وکولی شي ویجاړیو کې بند کسان راوباسي.
چارواکي خبرداری ورکوي چې د لا نورو بارانونو اټکل شوی چې ښايي نور زیان هم پېښ کړي.
سیدعبدالله نظامي رپوټ راکوي:



