انځورونه: د کابل د سږ ژمي لومړۍ واوره ورېدنه

افغانستان کې تېرکال وچکالي بې سارې وه. په دې هېواد کې وروستۍ وچکالي لامل شوې چې شاوخوا دوه میلیونه کسان د خوړو له کموالي سره مخ شي. بلخوا په پلازمېنه کابل کې د هوا ککړتیا په دې ورستیو کې د ښاریانو اندېښنې ډېرې کړې وې. په افغانستان کې د سږ ژمي لومړۍ واورې ورېدنې د پلازمینې په ګډون د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي خوشاله کړي دي.

د کابل دا انځورنه د بي بي سي خبریالانو اخیستې دي.

کابل
د عکس تشریح، په کابل کې د سږ ژمي لومړۍ واوره ورېدنه. انځور: احمد شفايي
کابل
د عکس تشریح، واوره تېره ورځ (مرغومي ۱۴/جنوري ۴) سهار پیل او د شپې تر ناوخته ورېدله. انځور: زحل احد
کابل
د عکس تشریح، نن سهار د سړکونو کنګل کېدو له امله د خلکو تګ راتګ څه ناڅه له ستونزو سره مخ شوی. انځور عالیه فرزان
کابل
د عکس تشریح، په کابل کې د کانالیزاسیون نشتوالی ډېری وخت ددې ښار اوسېدونکي او د ښاروالۍ کارکونکي له ستونزو سره مخ کوي. ارشاد هنریار
کابل
د عکس تشریح، د کابل تلویزیون غره یوه ننداره. خلیل نوري
کابل
د عکس تشریح، په ښار کې د عمومي ټرانسپورټ نشتوالي په اړه هم خلک شکایت کوي. اسدالله لودین
کابل
د عکس تشریح، د کابل ځینې اوسېدونکي د واورې ورېدو ته خوښ او ډېری وخت ځوانان او ماشومان په واورو لوبې کوي. پلوشه قیام
کابل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، واورې ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم ځانګړې ښکلا ورکړې. انځور: د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
کابل عبیدالله حسام
د عکس تشریح، واوره د کابل ښاروالۍ کارکوونکي لاپسې بوختوي. عبیدالله حسام
شفق
د عکس تشریح، له واورې ورېدنې وروسته سهار وختي د ډېری کابلیانو لومړی کار دا وي چې له خپلو بامونو واورې پاکې کړي. نورګل شفق
کابل
د عکس تشریح، واورې کابل کې د هوا ککړتیا کمه کړې چې خلکو یې په اړه جدي اندېښنې درلودې. وحید پیکان
کابل واوره
د عکس تشریح، د واورې په اړه مشهور متل دی چې "کابل دې بې زره وي خو بې واورې نه". احمد شفايي
کابل جان
د عکس تشریح، له میاشتو انتظار وروسته کابلیانو یو واورینه ورځ پیل کړې. سید انور