''زما د جنسیتي هویت له کبله په جرمني کې د افغانانو یوه غونډه لغو شوه''

مهره ساغري
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په سویډن کې د بشري حقونو یوه افغان فعاله مهره ساغري وايي، په جرمني کې د افغانانو اړوند ځینو سازمانونو د هغې د "جنسيتي هویت" له امله په یوه غونډه کې د ویناوالې په توګه د دې له ګډون سره مخالفت کړی.

دا وايي، ټاکل شوې وه د اپریل پر ۱۲مه د جرمني په فرانکفورټ کې د ځینو افغان سیاسي او ټولنیزو فعالانو په یوه غونډه کې ګډون د ویناوالې په ګډون وکړي، خو غونډه د دې "له شتون سره د مخالفت له امله" لغو شوه.

مېرمن ساغري بي بي سي ته وویل، د غونډې تنظیموونکې ادارې، چې "د شمالي کاناډا اکاډيمۍ" په نوم یوه اداره ده، ورته ویلي، "هغه کس یا سازمان چې د غونډې لپاره یې تالار چمتو کړی و، د ویناوالې په توګه زما له ګډون سره مخالفت کړی دی" او په خبره یې د دې مخالفت پایله کې منتظمینو پرېکړه کړې چې غونډه لغو کړي او بل وخت ته یې وځنډوي.

بل لور د شمالي کاناډا اکاډیمۍ په یوه اعلامیه کې د کنفرانس لغو کول تائید کړي دي: " ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۶ کال د اپریل پر ۱۲مه د جرمني په فرانکفورټ کې اکاډیمۍ د خپلو روانو علمي فعالیتونو د یوې برخې په توګه له څو سیمه ییزو ادارو سره په همغږۍ او د یو شمېر اکاډمیکو، سیاسي، مدني او بشري حقونو برخو د شخصیتونو په ګډون یو کنفرانس جوړ کړي، خو په خواشینۍ سره تاسو ته خبر درکوو چې پلان شوی کنفرانس لغو شوی او بلې نېټې ته ځنډول شوی دی. دا پرېکړه د یوې ټرانسجنسیتي کس په توګه د مېرمن ساغري د شخصي هویت په تړاو د یو شمېر پلوي کسانو د جدي مخالفتونو له کبله شوې ده."

شمالي کاناډا اکاډیمۍ ته نږدې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل چې په میونخ کې د اریانا کلتوري ادارې، چې د غونډې لپاره یې ځای یې چمتو کړی و، د ویناوالې په توګه د مېرمن ساغري له ګډون سره چې یوه ټرانسجنسیتي کس ده، مخالفت کړی.

بل لور د اریانا کلتوري ادارې مشر ببرک خراساني له بي بي سي سره په یوه مرکه کې دا ادعا رد کړه او په وینا یې د کنفرانس لغو کول د مېرمن ساغري له ګډون سره په مخالفت پورې هیڅ تړاو نه لري. د هغه په وینا، د پروګرام د لغو کېدو لامل "د کنفرانس د تمویل لپاره د تنظیم کونکي ناتواني وه."

هغه زیاته کړه: "داسې ادعاوې یوازې د پروګرام د مالي تمویل او مدیریت کولو د ناتواني پټولو هڅه وه. د ټرانسجینډر حقونو فعالې او د ښځو حقونو فعالې په توګه د مېرمن مهره ساغري له نوم او شتونه ناوړه ګټه اخیستل شوې او هغه داسې چې وښوول شي، ګواکې ځینې تنظیم کونکي یا بلونکي د ټرانسجینډر د حقونو فعالې له شتون سره مخالف وو او له همدې امله کنفرانس لغو شو."

خو د شمالي کاناډا اکاډیمۍ د کنفرانس په ترسره کولو کې له هر ډول مالي ستونزو انکار کړی دی.

اکاډیمۍ پر خپله وېبپاڼه په لاندې ډول معرفي شوې: "د شمالي کاناډا اکاډیمۍ یوه تعلیمي اداره ده چې علمي او تعلیمي فعالیتونه پلان او پلي کوي."

''د فضايي مخلوق په نظر راته کتل کېږي''

اغلې ساغري وايي، احساس کوي چې په دې پېښه کې ورسره "ملنډې" شوې دي، خو ټینګار کوي چې هغې پخوا هم "ضربې، تبعیض، سپکاوی او ملنډې" تجربه کړې او دې تجربو یې مبارزه او مقاومت لا زیات کړي.

له هېواده بهر له ایل جي بي ټي+ ټولنې سره د افغانانو چلن په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې هغه وايي:

"دا واقعیت چې یوه اداره اوس په بشپړه توګه یو کنفرانس لغو کوي، چې زه، د یو ټرانسجینډر کس په توګه له تبعیض سره مخامخ نه شم، فکر کوم هغه بدلونونه ښیې چې په تېرو څلورو یا پنځو کلونو کې په بهر کې په افغان ټولنه کې رامنځته شوي دي."

هغه زیاتوي: "خو په هر کنفرانس کې چې زه ګډون کوم، ما ته په بل ډول نظر کتل کېږي. عجیب نظرونه، داسې چې ښايي زه ښکر او لکۍ لرونکې فضايي مخلوق یم. دا نظرونه ځینې وختونه ځورونکي وي، په ځانګړي توګه چې هغه خلک لیدل کېږي، چې د بشري حقونو دفاع کوي او ځانونه د بشري حقونو ملاتړي ګڼي، خو ما د بشري ټولنې د یوه غړي په توګه نه پېژني."

اغلې ساغري وايي، که څه هم دا ډول نظرونه ځورونکي دي، خو په وینا یې د وخت په تېرېدو سره یې له هغوی سره مقابله زده کړې ده:

"ما دا ډول نظرونه په هر ځای کې تجربه کړي او په تدریجي ډول مې زغملي دي، تر دې چې اوس زه د دې نظرونو پر وړاندې د ډبرې په څېر شوې یم."

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، هغه ننګونې چې په افغانستان کې ایل جي بي ټي+ ټولنه ورسره مخامخ ده، د ۲۰۲۱ له سیاسي بدلون مخکې هم په پراخه کچه وې.

په تاریخي توګه په افغانستان کې د دې ټولنې ډېری غړي اړ شوي چې په پټه ژوند وکړي او د کورنیو، ټولنې او قانوني تعقیب له ویرې خپل جنسیتي هویت یا جنسي تمایل پټ کړي. د مخکیني جمهوري حکومت له سقوط او واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته د دوی وضعیت نور هم خطرناک شوی دی.

ان په لویدیځو هېوادونو کې د ځینو افغان "ډایاسپورا" په منځ کې ایل جي بي ټي پلس ټولنې ته د په تبعیضي نظر کتل کېږي او په ځینو مواردو کې دوی له خپلو نورو هېوادوالو ګوښي کړل شوي دي.