تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د واورې او ورښتونو له امله ۱۱ تنه مړه شوي او مالي زیانونه اوښتي
د افغانستان پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ډېرې واورې ورېدو له امله د سالنګ لویه لار او له کابله د مرکزي ولایتونو پر لور ټولې لارې د دویمې ورځې لپاره تړلې پاتې دي.
د افغانستان له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره ویاند حافظ محمد یوسف حماد وايي، له تېرې له تېرې ورځې راهیسې د باران او واورې د ورښت له امله د لومړنیو رپوټونو له مخې له تېرې ورځې راهیسې د باران، واورې ورېدو له امله په پروان، بامیان، وردګو، کندهار، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ۱۱ تنه مړه شوي، درې تنه ټپیان، نهه کورونه په نیمه ډول ویجاړ شوي او ۵۳۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
نوموړی وايي، په وردګو، بامیان، فراه او فاریاب ولایتونو کې د درنې واورې ورېدو له کبله د ډېری ولسوالیو او مرکز ترمنځ لارې تړل شوې دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت چارواکو بيبيسي ته ویلي، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي په سیمه کې دي او د هغوی په وینا، کله چې د هوا وضعیت ښه شي، د واورو د پاکولو بهیر به سملاسي پیل او لویه لار به بېرته پرانیستل شي.
مسافر وړونکو شرکتونو هم د کابل او غزني ترمنځ د لارې د خرابوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د سختې واورې له امله څو ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.
کابل کې زموږ همکار اقبال شاهین وايي، د دویمې ورځې لپاره، د لویې لارې د بندېدو له امله زرګونه مسافر او سلګونه باروړونکې لارۍ د سالنګ په شمالي او جنوبي برخو کې بندې پاتې دي.
عیني شاهدان وايي، د نن ورځې واوره تر پرونۍ لا سخته وه، چې د پاککارۍ چارې یې لا ورو کړې دي.
یو سیمهییز خبریال او یو شمېر عیني شاهدانو، چې سیمه یې له نژدې لیدلې ده، بيبيسي ته ویلي د سالنګ په شمالي برخه کې د واورې ورښت او توپان دومره سخت دی چې ان د واورو د پاکولو بلدوزرونه هم د "قبر کلینر" له سیمې مخکې نه شي تللی.
همدارنګه د کابل- بامیان لویه لار د حاجيګک او شبر کوتلونو لارې او د بامیان-دایکندي او بامیان-غور لارې هم د سختې واورې له امله تړل شوې دي.
د افغانستان په یو شمېر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې، د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ترمنځ لارې هم له څو ورځو راهیسې د خرابې هوا، واورې او کنګل له امله بندې دي.
۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل
په وردګو او غزني ولایتونو کې سختو ورښتونو د کابل-هرات پر لویه لار هم د تګ راتګ بهیر اغېزمن کړی دی. عیني شاهدانو د وردګو سالارو سیمه کې، د یوه باروړونکي موټر د چپه کېدو انځورونه بيبيسي ته استولي دي.
له تېرې کوتله هم عیني شاهدانو بيبيسي ته ویلي چې له پرون راهیسې تګ راتګ په نوبتي ډول درېدلی او د کابل-ګردېز او خوست لویه لار د پنجشنبې تر غرمې پورې تړلې وه.
د ترانسپورټ وزارت د هواپېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو یو تر دوو ورځو کې به د هېواد په ۲۰ تر ۲۷ ولایتونو کې د واورې، باران او توپان لړۍ دوام وکړي.
دا وضعیت د مهمو لارو د بیا تړل کېدو او د مسافرو او خوراکي توکو د لېږد د ځنډېدو احتمال زیاتوي.
د واورو پاکولو ډلې په بېلابېلو سیمو کې پر کار بوختې دي، خو چارواکو له موټرچلوونکو غوښتي چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.
د تېرې چارشنبې په ورځ (سلواغه لومړۍ) د د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست ویلي وو چې د پنجشنبې په ورځ (سلواغه دویمه) د پلازمېنې کابل په ګډون په ۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی.
افغانستان کې ژمی ځینې وخت سړه هوا او ډېرې واورې د مرګ ژوبلې لامل هم کېږي.
د تېرې لیندۍ میاشتې وروستوی کې د طالبانو حکومت ویلي وو درې افغانان چې له هرات ولایته په قاچاقي ډول ایران ته د تګ په تکل وتلي وو، کُهسان ولسوالۍ کې پولې ته نژدې د ډېرې واورې او یخنۍ له کبله مړه شوي دي.
په هرات کې د اطلاعات او کلتور رییس او د بېرته ستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي کمیسیون ویاند احمد الله متقي بيبيسي ته ویلي وو، یوازې ۳ افغانان چې په قاچاقي ډول ایران ته تلل، یخنۍ وژلي دي.
ټولګټو وزارت: سالنګ کې د واورې لوړوالی څلورنیمو مترو ته رسېدلی
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د هېواد د لویو لارو د ننني وضعیت په اړه ویلي چې د سالنګ د لویې لارې په ګډون، د افغانستان یو شمېر نورې لویې لارې او سړکونه د سختې واورې ورېدو، پرلهپسې توپانونو او واورې او باد له امله په لنډمهالي ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
نوموړي په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته کړې چې د سالنګ په بېلابېلو برخو کې د واورې ضخامت توپیر لري؛ د سالنګ په شمالي برخه کې د واورې کچه تر ۴ مترو او ۶۰ سانتيمترو رسېږي او په جنوبي برخه کې تر ۲ مترو او ۶۸ سانتيمترو پورې ثبت شوې ده.
حقشناس همدارنګه ویلي چې په دایکندي ولایت کې هم واوره ورېدل روان دي او د خدیر کوتل، قوناق کوتل، کومي کوتل، لوران اشترلي کوتل او د شهرستان–میرامور کوتل مسیر د سختې واورې ورېدو او دوامدار توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.
د هغه په وینا، په غزني ولایت کې د ناور، اجرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو لارې، د پکتیا–خوست مسیر د سټو کنډو په ساحه کې، او همدارنګه د غور ولایت ګڼې نښلوونکې لارې هم د سختې واورې له امله تړلې پاتې دي.
د موټرچلوونکو او مسافرو لپاره د خوندیتوب سپارښتنې
د ټولګټو عامې وزارت له ټولو هېوادوالو او موټرچلوونکو غوښتي چې له واورو ډکو او ستونزمنو سیمو د تېرېدو پر مهال لومړی د لارې له خلاصونه ډاډ ترلاسه کړي او بیا سفر پیل کړي.
یاد وزارت همدارنګه سپارښتنه کړې چې د سفر پر مهال باید ګرمې جامې، خوراکي توکي، اړین سون توکي او د موټرو د ټایرونو لپاره زنځیرونه له ځان سره ولري.
د دې وضعیت له دوام سره د مهمو نښلوونکو لارو د بیا تړل کېدو او د مسافرو او خوراکي توکو د لېږد د ځنډېدو احتمال زیاتېږي. د واورو پاکولو ډلې په بېلابېلو سیمو کې پر کار بوختې دي، خو چارواکو له موټرچلوونکو غوښتي چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.