ټرمپ د تعرفو لګولو له ګواښه پر شا شو او وايي، د ګرينلنډ 'راتلونکي توافق پر چوکاټ' بحث شوی

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له هغه وروسته چې له ناټو سره یې خبرې وکړې او له هغه پلانه لاس پر سر شو، چې پر اروپايي متحدینو به تعرفې ولګوي، چې د ګرینلنډ ترلاسه کولو لپاره یې د ده هڅې رد کړې وې، هېواد یې د ګرينلند په تړاو د یوې احتمالي موافقې ارزونه کوي.

ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو یوه پیغام کې وویل، له ناټو مشر سره یې ''ډېرې ګټورې'' خبرې شوې دي، د ګرينلنډ او ارکټیک سیمې په اړه د یوې احتمالي موافقې ''چوکاټ'' رامنځته شوی دی، خو ډېر جزئیات یې ورنه کړل.

ناټو چارواکو هم د دې لیدنې یادونه کړې او دا یې ''ډېره ګټوره'' وبلله. دوی وايي، د ټرمپ لخوا یاد شوی چوکاټ به د ارکټیک د امنیت یقیني کولو په تمرکز بحثونه ولري.

مخکې ټرمپ د داووس د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې ویلي و چې پوځی ځواک به ونه کاروي، خو غواړي خبرې وکړي، چې د دې سیمې د ملکیت په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

ټرمپ پر چهارشنبه په ټروت سوشل خواله رسنۍ یوه پیغام کې وویل:

''موږ د ګرينلنډ او په حقیقت کې د ټول ارکټیک سیمې په اړه د راتلونکي تړون چوکاټ چمتو کړی دی.

که دا حل رښتیا شي، دا به د متحده ایالاتو او د ټولو ناټو هېوادونو لپاره ډېر ښه وي.''

نوموړي داسې څه نه دي ویلي، چې ایا وړاندیز کې د ډنمارکي خپلواک ټاپو د امریکايي ملکیت موضوع شامله ده که نه، خو یوې امریکایي خبري شبکې ته یې ویلي چې پلان کې ښايي د معدني سرچینو حقونه شامل وي.

د څو اوونیو له توندو خبرو وروسته چې د اتلانټیک دواړو غاړو ترمنځ یې ائتلاف ولړزاوه، د امریکا ولسمشر وویل چې بحثونو د یوې احتمالي موافقې ''چوکات'' ته لاره هواره کړې ده.

خو داسې کومه نښه نه وه چې دا به هغه تړون وي چې د ټرمپ د ګرينلنډ د «ملکیت» غوښتنه پوره کړي، هغه هیله چې نوموړي د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم پر مهال بیا تکرار کړه، خو په عین حال کې یې د پوځي ځواک کارول رد کړل.

د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله، چې د بي‌بي‌سي د امریکايي شریکې رسنۍ سي بي اېس سره یې کړې، د امریکا د کنټرول یا ملکیت لپاره په ډنمارک پورې د تړلې خپلواکې سیمې په اړه کوم تړون نشته، که څه هم ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې په پلان کې ښايي د معدني سرچینو حقونه شامل وي.

هغه زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او ځانګړی استازی سټیو ویټکوف به ''مستقیمًا ورته راپور ورکوي''، ځکه خبرې لا هم روانې دي.

بل لور د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوکه راسموسن، په یوه بیان کې وویل:

''ورځ د هغه په پرتله په ښه حالت پای ته رسېږي چې پیل شوې وه.''

نوموړي زیاته کړه:

''اوس راځئ کېنو او دا معلومه کړو چې څنګه کولای شو په ارکټیک کې د امریکا امنیتي اندېښنو ته ځواب ووایو، په داسې حال کې چې د ډنمارک له پاچاهۍ سره تړلې سرې کرښې ته هم درناوی وشي.''

له دې وروسته ساعتونو کې ځینې جزیات ورو ورو راڅرګند شول.

ټرمپ، چې د سویس الپ غرونو په دمه ځای کې یې د ناټو له عمومي منشي مارک روته سره ولیدل، خبریالانو ته وویل چې شونې موافقه کې به د معدني سرچینو حقونه هم شامل وي.

هغه دا هم وویل چې اروپايي متحدین کولای شي د ټرمپ د بل پلان، یعنې د ''طلایي ګنبد'' دفاعي سیستم، په پلي کولو کې ګډ کار وکړي، چې امریکا د اوږد واټن توغندیو له بریدونو خوندي کړي.

ټرمپ خبریالانو ته وویل:

''دا یو اوږدمهاله تړون دی. دا تر ټولو وروستی او اوږدمهاله تړون دی. دا هر څوک په رښتیا ښه حالت کې ځای پر ځای کوي، په ځانګړي ډول د امنیت او منرالونو له پلوه. دا داسې تړون دی چې د تل لپاره دی.''

د ناټو عمومي منشي وویل، له ټرمپ سره په خپله لیدنه کې یې د ګرينلنډ پر سر د ډنمارک د حاکمیت مهمه موضوع نه ده یاده کړې.

روته فاکس نیوز خبري شبکې ته وویل، ''دا موضوع نن شپه له ولسمشر سره زما په خبرو کې بیا نه ده راپورته شوې''.

ټرمپ تر دې وړاندې د ګرينلنډ د اجارې (لیز) کولو نظریه رد کړې وه او ویلي یې وو:

''تاسو د ملکیت دفاع کوئ، نه د اجارې. اجارې نه دفاع کېږي.''

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دا طرحه به امریکا ته اجازه ورکړي چې د دې سیمې د خاورې کوچنۍ برخې په خپل ملکیت کې واخلي، چې هلته پوځي اډې جوړې کړي.

هغه چارواکي چې د ناټو په غونډه کې د دې موضوع په اړه حاضر وو، دې امریکايي ورځپاڼې ته ویلي چې دا وړاندیز شوې بېلګه د برېتانیا هغو پوځي اډو ته ورته ده چې په قبرس کې موقعیت لري او د برېتانیا د سمندر پورې غاړې قلمروګانو برخه ګڼل کېږي.

د ډنمارک سره د شته هوکړو له مخې، امریکا کولای شي هر څومره چې وغواړي پوځي ځواکونه ګرينلنډ ته واستوي.

دا مهال له ۱۰۰ څخه زیات امریکايي پوځيان د دې سیمې په شمال لوېدیځ کې د پيتوفیک په اډه کې په دایمي ډول مېشت دي.

د ناټو ویاندې، الیسن هارټ، په یوه بیان کې ویلي چې ټرمپ او مارک روته په خپله لیدنه کې ''د ارکټیک په سیمه کې د امنیت حیاتي اهمیت د متحده ایالاتو په شمول د ټولو متحدینو لپاره'' وڅېړه.

هغې زیاته کړه:

''د ډنمارک، ګرينلنډ او متحده ایالاتو ترمنځ خبرې به دوام وکړي، چې ډاډ ترلاسه شي چې روسیه او چین به هېڅکله ونه شي کولای په ګرينلنډ کې اقتصادي یا پوځي نفوذ پیدا کړي.''

د ګرينلند له ستراتېژیک موقعیت سره یوځای، د ټرمپ ادارې د دې ټاپو د پرېمانو، خو تر ډېره نه کارول شویو نادرو معدني زېرمو یادونه هم کړې ده، هغه منرالونه چې ډېر یې د موبایل ټیلیفونونو، برېښنایي موټرو او نورو پرمختللو ټکنالوژیو لپاره خورا مهم بلل کېږي.