کرېکټ نړیوالې شورا د بنګله ‌دېش هغه غوښتنه نه ده منلې، چې د ټي ۲۰ نړیوال جام سیالۍ باید له هنده بهر ولېږدول شي

کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د ټي ۲۰ نړیوال جام په ترڅ کې په هند کې د بنګله ‌دېش ټاکل شوې سیالۍ بل ځای ته د لېږدولو غوښتنه رد کړې ده.

ای سي سي د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په تېرو څو اونیو کې یې د بنګله‌ دېش کرېکټ بورډ (بي سي بي) سره رغنده خبرې کړې دي، چې موخه یې په دې سیالیو کې د بنګله ‌دېش ګډون باوري کول وو.

د هند او بنګله‌ دېش ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو له امله بنګله‌ دېش د امنیتي اندېښنو پر بنسټ له ای سي سي غوښتي و چې سیالي له هنده سریلانکا ته باید ولېږدول شي.

ای سي سي مسوولین اوس وايي، په دې موده کې یې له بي سي بي سره په خپلواک ډول ترسره شوې امنیتي ارزونې او د هند د چارواکو له لوري ورکړل شوې رسمي امنیتي ډاډګیرنې شریکې کړې دي، چې له مخې یې دې پایلې ته رسېږي چې په هند کې د بنګله‌ دېش د لوبډلې د خوندیتوب او امنیت پر وړاندې هېڅ مهم یا تائید شوی ګواښ نه شته.

ای سي سي زیاته کړې، له ټولو هڅو سره سره بي سي بي پر خپل دریځ ولاړ دی او په سیالیو کې ګډون د کورنيو سیالیو په ترڅ کې د خپل یوه لوبغاړي له یوې یوازینۍ او انفرادي پېښې سره تړي.

دا جنجال څنګه پیل شو؟

د هند او بنګله ‌دېش ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د شیخ حسینې حکومت له نسکورېدو وروسته پرلپسې د خرابېدو په لور روانې دي.

په بنګله‌ دېش کې د لږکۍ هندو ټولنې پر ضد د تاوتریخوالي له پېښو وروسته په هند کې ګڼو هندو تنظیمونو احتجاجونه وکړل. په همدې ترڅ کې د بنګله‌ دېش چټک توپ ‌اچوونکی مستفیض الرحمان د هند غوره لیګ یا ای پي ایل په لیلام کې د کولکته نایټ رایډرز (کې کې ار) لوبډلې له لوري واخیستل شو.

مستفیض الرحمان د ای پي اېل ۲۰۲۶ لپاره د کولکته نایټ رایډرز له لوري په څه باندې ۹ کروړه هندي روپیو واخیستل شو.

له هغه وروسته هندو تنظیمونو او د بي جې پي واکمن ګوند یو شمېر مشرانو د کې کې ار لوبډلې پر څښتن فلمي ستوري شاه‌ رخ خان سختې نیوکې وکړې.

تر هغه وروسته د جنورۍ پر دویمه نېټه د هند ېرېکټ کنټرول بورډ (بي سي سي ای) له کې کې ار مسوولینو وغوښتل چې مستفیض الرحمان له لوبډلې وباسي.

د مستفیض الرحمان د ایستلو په اړه د بنګله‌ دېش د موقت حکومت د ځوانانو او سپورت چارو سلاکار اصف نذرل ویلي وو چې: ''د بنګله‌ دېشي کرېکټ لوبغاړو او د هېواد سپکاوی به په هېڅ صورت و نه زغمل شي.''

د جنورۍ پر څلورمه نېټه د بنګله‌ دېش کرېکټ بورډ پرېکړه وکړه چې د ټي ۲۰ نړیوال جام ۲۰۲۶ لپاره به خپله کرېکټ لوبډله هند ته و نه لېږي.

د بنګله‌ دېش کرېکټ بورډ له ای سي سي غوښتنه کړې وه چې د سیالیو ځای بدل کړي او د بنګله‌ دېش لوبې دې په سریلانکا کې ترسره شي.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له اوومې نېټې پیلېدونکي ټي ۲۰ نړیوال جام سیالیو کوربتوب هند او سریلانکا ته سپارل شوی دی.

له هند سره د اړیکو ترینګلتیا له امله پاکستان هم د نړیوال جام خپلې ټولې سیالۍ د هند پر ځای په سریلانکا کې ترسره کوي.