تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې ولې بهرنۍ پانګونه کمه شوې؟
- Author, تنویر ملک
- دنده, خبریال
رسمي شمېرې ښيي چې د روان مالي کال لومړیو شپږو میاشتو کې په پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۴۳ سلنه کمه شوې ده.
د پاکستان مرکزي بانک (سټېټ بانک آف پاکستان) لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي، چې د روان مالي کال له جولای میاشتې تر دسمبر پورې د بهرنۍ پانګونې ټول حجم نږدې ۸۱۰ میلیون ډالره و، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې بهرنۍ پانګونه یو میلیارد او ۴۲۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه.
ماهرین د دې څرګند کمښت لاملونه زیاتېدونکي جغرافیایي او سیاسي خطرونه بولي، چې پکې د پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی، د ایران او اسرائیل شخړه او د امریکا او ایران ترمنځ روان کړکېچ پکې هم شامل دي.
د ماهرینو په وینا، د همدې عواملو له کبله بهرني پانګوال ډېر محتاط چلند کوي.
د ۲۰۲۵ په دسمبر کې د پانګونې پیکه تمایل په ځانګړي ډول څرګند و، چې خالصه بهرنۍ پانګونه منفي شوه.
په دې میاشت کې ۳۳۰ میلیون ډالره پانګونه پاکستان ته راغلې، خو ۴۶ کروړه ډالره له دې هېواده ایستل شوي، چې پایله کې ۱۳۰ میلیون ډالره خالص وتل ثبت شوي دي.
د شمېرو له مخې د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ټولو زیاته پانګونه، چې ۴۲۰ میلیون ډالره کېږي، چین کړې ده، په داسې حال کې چې هانګ کانګ شاوخوا ۱۶۵ میلیون ډالره پانګونه په پاکستان کې کړې.
د چین او هانګ کانګ ګډه پانګونه د مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټولې بهرنۍ پانګونې ۷۳ سلنه جوړوي.
د دې تر څنګ له متحده عربي اماراتو ۱۱۰ میلیون ډالره او له سویټزرلنډ هم نږدې ۱۱۰ میلیون ډالره پانګونه پاکستان ته راغلې ده.
پاکستان کې د بهرنۍ پانګونې د کمېدو په اړه کارپوهان وایي چې د هېواد سیاسي حالات، اقتصادي پالیسۍ، او د پولو په اوږدو کې تاوتریخوالی هغه عوامل دي چې بهرني پانګوال ورته د خنډ په نظر ګوري.
د دوی په وینا، تر ټولو د زیاتې اندېښنې خبره دا ده چې دا مهال کورني پانګوال هم په پاکستان کې پانګونه نه کوي.
اقتصادپوه او د پاکستان خزانې پخواني وزیر ډاکټر حفیظ پاشا بيبيسي ته ویلي چې دا مهال د جيډيپي په تناسب بهرنۍ پانګونه یوازې ۱۲ سلنه ده، چې په خبره یې خورا لږ ده.
هغه وایي، د هېواد په صنعتي سکتور کې هغه پانګونه چې ۲۵ کاله وړاندې شوې وه، له هغه وروسته پرلپسې کمښت ثبت شوی دی.
ډاکټر پاشا زیاتوي چې بهرنۍ شرکتونه له پاکستانه وځي، چې لامل یې د ده په وینا د دې هېواد د مالیې نظام او همدارنګه تنظیمي (ریګولیټري) سیستم دی، چې د دوی لپاره ستونزې جوړوي.
د خزانې مخکیني وزیر په وینا، په دې هېواد کې اقتصادي وده نه شته، چې له امله یې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا کمه شوې ده او د دې تر څنګ د پاکستان داخلي سیاسي حالات د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال نه برابروي.
هغه زیاتوي چې د پاکستان د پولو په اوږدو کې روان تاوتریخوالی هم د دې لامل شوی چې بهرني پانګوال په دې هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا و نه لري.