تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
منظور پښتین: ۲۰۲۵ کال پر پښتنو "ډېر زیانمن او ویرجن" تېر شو
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د ۲۰۲۵ میلادي کال د پای ته رسېدو په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې دغه کال پر پښتنو "ډېر زیانمن او ویرجن" تېر شو.
منظور احمد پښتین د پښتونخوا په ځینو سیمو کې په دغه کال شوو چاودنو، پوځي عملیاتو، د وسلهوالو فعالیت، د ځينو مخورو هدفي وژنو، د غورځنګ غړو نیولو، له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستلو او په افغانستان کې هوايي بمباریو ته اشاره کړې ده.
هغه د پاکستان حکومت تورن کړی چې ګواکې پر پښتنو دا ورځ د دغه "ریاست ظلمونو او ظالمانه تګلارو" راوستې ده.
ښاغلي پښتین ویلي، "په ۲۰۲۵ کې مفتي منیر شاکر، مولانا خانزیب او ګڼ نور پښتانه ملي شخصیتونه شهیدان کړل شول. د پښتونخوا ډېری غرنۍ سیمې د ډالري جګړې لاندې وې خو په ځانګړي ډول تیراه، چارمنګ، میرعلي او جانيخېل سیمې نږدې هره ورځ یا یوه ورځ وروسته د ډرون بریدونو، هاوانونو او مخامخ ډزو لاندې وې."
منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (پيټياېم) لپاره هم ۲۰۲۵ داسې یو کال بللی چې د ده په خبره، ګڼ غړي یې پکې ووژل شول، ونیول شول او یا هم "تریتم" شوي دي.
هغه ویلي، "د تحریک ملګرو لپاره ۲۰۲۵ کال د شهید روح الله، محمود او ریاض له درنو غمونو سره پيل شو او بیا ټول کال حاجي عبدالصمد او علي وزیر تر اوسه پورې بندیان دي. ټول کال هره اوونۍ وخت په وخت د تحریک پر ملګرو چاپې، نیونې، بندي کول او لادرکه کول او ان تر نن ورځې نورالله ترین، حنیف پښتین، عدنان، حبیب، ګوهر، فرمان او عرفان د پاکستاني ادارو لخوا لا درکه دي."
خو د ښاغلي پښتین په وینا، له دې هر څه سره سره بیا هم د دغه تحریک غړو د "پاکستان پوځ او پالیسو سره غاړه یونوړه" بلکې خپله "مبارزې یې ژوندۍ" ساتلې ده.
د پاکستان حکومت غبرګون څه دی؟
د پاکستان حکومت او یا کوم چارواکي د ښاغلي پښتین دغو څرګندونو ته تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی. خو د ځينو پوځي عملیاتو په اړه یې په تېر کې ویلي چې له "ترهګرۍ سره د مبارزې" لپاره یې کوي او د دغه غورځنګ د یو شمېر غړو د نیول کېدو په اړه یې هم ادعا کړې چې ګواکې د پاکستان پوځ او استخباراتو پر ضد ولسي غونډو ته ویناوې او پرلتونه کوي.
خو ښاغلی پښتین د ځان په شمول د تحریک غړو د نیول کېدو په هکله ویلي چې د "لر او بر پښتنو د حق غوښتنې" او د "ریاستي جبر په خلاف د غږ پورته کولو په جرم نیول او ځورول کېږي."
په خپله منظور پښتین هم د پاکستان حکومت له لوري څو ځله ونیول شو او بېرته خوشی شو.
اوس له اوږدې مودې راهیسې په عام محضر کې نه راڅرګندېږي او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي یې هم د ځایځایګي په اړه کره معلومات نه ورکوي.
د پيټياېم د مرکزي کمېټې غړي ذوالقرنین پاچا د بيبيسي نصرت الله تسل ته په خبرو کې ویلي چې که څه هم ښاغلی پښتین، "له تېرو لسو میاشتو را په دېخوا په عام محضر کې نه راڅرګندېږي خو د تحریک په ټولو فعالیتونو، غونډو او جرګو کې ګډون او وینا کوي."
د ښاغلي پاچا په وینا، "د پښتنو ستونزې ډېر دي" او په وینا یې، ښاغلی پښتین د هغوی د حل په موخه پر "پوره تیاري" لګیا دی.
پوځي عملیات او د خلکو بېځایه کېدل
منظور پښتین له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ستنولو او په پښتونخوا کې دننه د خلکو د بېځایه کولو په اړه هم پر پاکستان حکومت نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې دا لړۍ لا هم روانه ده.
هغه ویلي، "نن هم په تیراه، د څنګړوبې، ګلشنګ او میداني په لارو او همدارنګه د تورخم او چمن په لارو کې پښتانه ماشومان او تورسرې له خپلو کورونو په زور ایستل شوي او په ګاډو کې ناست دي."
ښاغلی پښتین دا خبره داسې مهال کوي چې د تېر ۲۰۲۵ کال د دسمبر میاشتې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د تیراه درې خلکو ته د حکومت له لوري سپارښتنه وشوه چې د احتمالي پوځي عملیاتو له کبله له سیمې کډې بار کړي.
د بيبيسي اردو د خبر له مخې، په دې اړه د خیبر او تیراه چارواکو او د ځايي جرګې ترمنځ هوکړه شوې چې د نوي میلادي کال ۲۰۲۶ د جنورۍ له لسمې نېټې به د پوځي عملیاتو لپاره دا سیمه خالي کوي.
په دې وروستیو کې هلته د وسلهوالو د بریدونو او فعالیت رپوټونه ورکړل شوي چې په ترڅ کې یې پوځ هم ځای ځای عملیات وکړل چې وروسته د ځینو ملکي کسانو د وژل کېدو له کبله د ځايي خلکو له غبرګون او لاریونونو سره مخ شول.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ هم په داسې حال کې روانه ده چې پر افغانستان تر هوايي بمباریو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ظاهراً ترینګلې شوې او نښتې یې سره وکړې. وروسته په قطر، ترکیې او سعودي عربستان کې د "سولې مذاکرات" وشول خو دواړه لوري کومې داسې پرېکړې ته پکې سره و نه رسېدل چې د دغو دوو ګاونډیانو ترمنځ د خلکو راشه درشه، سوداګریزې او سیاسي اړیکې بېرته نورمال شي.
نن پنجشنبه (مرغومی ۱۱/جنوري ۱) په افغانستان کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان له بندخونو ۳۴۵ افغان بندیان خوشي او بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت د خیبر پښتونخوا په ګډون له بېلابېلو ایالتونو د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی دی او له ځايي خلکو یې غوښتي چې له افغانانو سره راکړه ورکړه و نه کړي او نه هم کورونه یا دوکانونه په کرایه ورکړي.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د بشري او کډوالو حقونو ځینو نړیوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې په زوره د افغان کډوالو ستنول بس کړي خو پاکستان په دې برخه کې خپل دریځ تر اوسه نه دی نرم کړی.