منظور احمد پښتین: د پاکستان پوځ د کرښې دواړو غاړو پښتنو ته تکلیفونه پیدا کړي

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پاکستان پوځ تورن کړی چې ګواکې "د خپلې ناکامۍ غچ له تش‌لاس" خلکو اخلي او په وینا یې، د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ته یې "تکلیفونه" پیدا کړي دي.

ښاغلي پښتین دا څرګندونې پرخپله فېسبوک‌پاڼه کړې دي. هغه د پاکستان حکومت له لوري هلته د مېشتو افغان کډوالو په زور د ایستلو او بې‌کوره کولو لړۍ او په همدې حال کې یې د دوی پرمخ د لارو تړلو مسئلې باندې نیوکه کړې ده.

ښاغلي پښتین ویلي، "د بر وطن افغانان یې له یوې خوا له کورونو ایستلي او له بلې خوا یې د تورخم دروازه ورباندې تړلې ده."

منظور احمد پښتین همداراز ویلي چې له دې کبله "خلک په لارو کې د تکلیف شپې ورځې تېروي خو د پاکستان واکداران هېڅ شرم نه لري چې تش‌لاس ماشومانو نه د خپلې ناکامۍ انتقام اخلي."

ښاغلي پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته سپارښتنه کړې چې له ستنېدونکو افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي.

د منظور احمد پښتین دغو څرګندونو ته د پاکستان پوځ یا حکومتي چارواکو کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو دی داسې مهال وطن ته له ستنېدونکو کډوالو سره د مرستې خبره کوي چې ځينو پاکستانیو چارواکو ځايي خلکو ته سپارښتنه کړې چې له "ناقانونه افغان کډوالو" سره راکړه ورکړه و نه کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه تر وروستۍ ترینګلتیا او د لارو له تړل کېدو وروسته یو ځل بیا له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

ځینو پاکستانیو چارواکو له ځايي خلکو غوښتي چې هلته مېشتو "ناقانونه افغان کډوالو" ته نه کور او نه هم دوکان په کرایه ورکړي او نه هم کوم راز سوداګریزه راکړه ورکړه ورسره وکړي، کنه نو په وینا یې، له "قانوني چلند" سره به مخ شي.

د اټک د پولیسو چارواکو هم ویلي چې اوسمهال تر ۳۵۰ ډېر افغان کډوال پر ډیورنډ کرښه د لارو د بندښت له کبله په هغو مرکزونو کې بند پاتې دي چې افغان کډوال پکې تر نیول کېدو وروسته ساتل کېږي.

دوی وايي چې په اټک کې له دغو مرکزونو ۲۷ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته لېږل شوي او ۱۷ زره نور په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

له پښتونخوا ځينو ستنېدونکو افغان کډوالو چې د تورخم د بندښت له کبله کوزې غاړې ته بند پاتې دي، بي‌بي‌سي ته ویلي چې په کډو بار لارۍ یې شاوخوا لس ورځې لا هم ځای‌پر‌ځای ولاړې دي او پر کرښه د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.

په همدې حال کې د پاکستان پنجاب حکومت ویلي چې د افغانانو په ګډون یې د ټولو "ناقانونه بهرنیو اوسېدونکو" پر وړندې عملیات پیل کړي دي.

ځايي پولیسو هلته د ۷۴ افغان کډوالو د نیولو خبره کړې چې یادو مرکزونو یا ساتنځيو ته لېږدول شوي دي.

"پاکستان په خپله د ناامنۍ فضا رامنځ‌ته کوي"

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د افغان کډوالو موضوع ترڅنګ د پاکستان پوځ په پښتني سیمو په ځانګړي ډول په تیرا کې د "عامو" خلکو په وژلو تورن کړی دی.

هغه ویلي چې د پاکستان پوځ د "مستعمرې پښتونخوا په تیرا، خیبر کې عام بې‌ګناه پښتانه شهیدان او زخمیان کړي دي."

د رپوټونو له مخې، هلته خلک د اعتراض لپاره راټول وو او پولیسو پرې ډزې کړې دي.

پر خواله رسنیو ځينو خپرو شوو ویډیوګانو کې هم برېښي چې د ډزو غږونه دي او خلک یوې او بلې خوا ته منډې وهي.

منظور پښتین ویلي، "د کورمې ولسونه په پېښور کې د پوځي عملیاتو پر ضد احتجاجونه کوي خو څوک یې په کیسه کې هم نه دي" او په وینا یې، "دوی [د پاکستان پوځ] په ډېره مکارۍ د ناامنۍ فضا رامنځ‌ته کوي، بیا د دفاع او ترهګرۍ ضد په نوم جنګونه جوړوي، پخپله ترهګري کوي، عام پښتانه وژني او د هغوی پر معدني وسایلو قبضه او لوټ‌مار کوي."

د پاکستان پوځ یا حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د دغه مشر دې څرګندونو ته هم لا کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو په تېر کې یې بېلابېلو چارواکو ویلي چې ګواکې پاکستان په خپله له "ترهګرۍ کړېږي" او پوځي عملیات هم له همدې سره "د مبارزې په موخه" کوي.

پاکستان په ځلونو هلته د روانې ناامنۍ او بریدونو پړه په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت وراچولې چې ګواکې د ټي‌ټي‌پي په ګډون د ځینو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار دا ادعا رد کړې او پاکستان ته یې د ملامتیا ګوته نیولې چې ګواکې د خپلې "ناکامۍ پړه" په افغانستان وراچوي.

همدا تاویلې او ماویلې ناندریزې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې چې بیا د قطر په دوحه کې تر خبرو وروسته اوربند وشو.

اوس په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستان پلاوو ترمنځ د ترکیې په استانبول کې د مذاکراتو دویم پړاو روان دی. تمې وې چې دواړه لوري به په درو ورځو کې یوې پایلې ته سره ورسېږي خو دا خبرې اترې وغځېدې او داسې برېښي چې لا هم ښکېل اړخونه کومې پرېکنده پایلې ته نه دي سره رسېدلي.