تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سراج الدین حقاني: 'تحریک طالبان پاکستان د قبایلو له پاڅونه جوړ شوی'
افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني کابل کې د پولیسو یوې ناستې ته ویلي، دا ناسمه خبره ده چې څوک وايي تحریک طالبان موږ جوړ کړی " په ۲۰۰۳ کال کې دوی [پاکستان] ته قبایل راپورته شول د دوی د غلطو پالیسیو له وجې، له هغې دا تحریک جوړ شو، تحریک طالبان پاکستان."
هغه وویل له ۲۰۰۳ کال راوروسته چې کومې پېښې شوي هرڅه په پاکستان کې دننه شوي.
دا لومړی ځل دی چې پر پاکستاني ځواکونو د طالبانو حکومت له "غچ" بریدونو وروسته د دې کچې یو چارواکی د دغه کړکېچ او د پاکستان د ادعا له مخې د افغان طالبانو او (ټي ټي پي) پر ملګرتیا خبرې کوي. د طالبانو حکومت دې وزیر پاکستان ته خبرداری ورکړ که کړکېچ دوام وکړي "پاکستان به پاکستان پاتې نه شي."
ښاغلی حقاني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې، استانبول کې د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ خبرې پر پنځمه ورځ هم روانې وې. له دغو خبرو تر اوسه کومه پایله نه ده راوتلې.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په استانبول کې خبرو ته بېرته د پاکستاني پلاوي ورګرځېدو د رپوټونو تائید تر څنګ ویلي، تر اوسه داسې کوم پرمختګ نه دی شوی، چې هیله مندي ورته پیدا شي.
ښاغلي اصف د پاکستان له (جیو) خصوصي ټلویزیون سره وروستۍ مرکه کې وویل:'' د قطر دفاع وزیر او د ترکیې استخباراتو مشر پرلپسې هڅې کوي، چې په مذاکراتو کې رامنځته شوی ځنډ لېرې کړل شي. زموږ پلاوی پرون هوايي ډګر ته تللی و، خو بیا قطر او ترکیې وویل، موږ ته یو بل فرصت راکړئ، د کابل له پلاوي سره خبرې کوو، هڅه به وکړو چې یوه لاره وموندل شي، تاسې اوس مه ستنېږئ.''
خواجه اصف زیاته کړه: ''تر اوسه خبرې نه دي پیل شوې، که د دواړو ملګرو هېوادونو له لوري یو څه مخې ته راځي، نو خبرې پیلېدای شي. که پرمختګ داسې وي، چې موږ د دواړو دوستو هېوادونو په وینا د کابل په رویه کې د عملي بدلون اشاره ووینو... نو زموږ هغه دریځ چې دی، چې د دوی له خاورې به پر موږ (د پاکستان په خاوره کې) بریدونه نه کېږي، او دوی به د داسې بریدونو ملاتړ نه کوي، نو هغه یوه مهم ټکی دی، که یې په هکله کوم جوړجاړی کېږي، نو الحمدلله، ښه خبره ده.''
''که دغسې وي، نو همداسې دې وي''
د یادونې ده، چې پر افغانستان د پاکستان له هوايي بریدونو او له هغه وروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو تر منځ له نښتو راهیسې د تګ راتګ لارې تړلې دي او د تورخم او سپین بولدک-چمن په ګډون بېلابېلو بندرونو کې په سوداګریزو مالونو بار سلګونه لارې ایسارې پاتې دي. بل لور خواجه اصف په خپله مرکه کې سوداګري او پانګونه هم د دواړو هېوادونو تر منځ په وروستي تاوتریخجن وضعیت پورې تړلې بولي. نوموړي زیاته کړه:
''دغه بنسټیز چاپېریال او شرایط چې دي، تر څو چې دا وضعیت نه وي، چمتو شوی، پانګونه، سوداګري، دا هر څه ښې خبرې دي، باید وشي، د سیمې ټولو هېوادونو لپاره دا ښې خبرې دي، خو دا هر څه د کابل په لاس کې دي، که دوی مثبت رول لوبول غواړي، هرکلی یې کوو، خو که دوی خپل ضد ته اړم وي، یا د هندوستان پر نیابت ټینګار کوي او د پاکستان امنیت ګډوډلو ملاتړ کوي، بیا نو که دغسې وي، همداسې دې وي.''
له دې مخکې د پاکستان دولتي رسنیو د سرچینو له قوله ویلي ، د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو پر بیا پیلولو تفاهم شوی دی. په ورته مهال د افغانستان ملي ټلویزیون په رپوټ کې هم ویل شوي، چې په استانبول کې هغه خبرې بېرته پیلېږي، چې د ملي ټلویزیون د رپوټ په ټکیو ''د پاکستاني لوري د غیرې منطقي غوښتنو له کبله درېدلې وې.''
د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، دا خبرې د کوربه هېواد ترکیې په غوښتنه غځول شوې دي.
رپوټونه زیاتوي، په پام کې وه، چې په استانبول خبرو کې ګډون کوونکی پاکستانی پلاوی به نن له استانیوله ستنېږي، خو اوس همالته پاتې کېږي او په خبرو کې به برخه واخلي.
د پاکستان دولتي رسنیو په وینا د خبرو بهیر بیا پیلولو هدف ''سولې ته د یوه بل فرصت چمتو کول او په سیمه کې د باور چاپېریال رامنځته کول دي.''
تمه وه چې د قطر په دوحه کې له هوکړې وروسته به د ترکیې په استانبول کې هم دواړه لوري له درې ورځنیو مذاکراتو یوه پایله ترلاسه کړي خو دا خبرې اوږدې شوې او تر اوسه بېپایلې ښکاري.
تر دې وړاندې په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر او د استانبول د پلاوي غړي سهیل شاهین هم ویلي وو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې اترې تر اوسه کومې غوڅې پایلې ته نه دي رسېدلې. ده ویلي وو چې باید یو بل پړاو هم ترسره شي.
ښاغلی شاهین د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د هغو څرګندونو په اړه وپوښتل شو چې ګواکې خبرې ناکامې شوې دي؛ خو هغه وویل چې، "د خبرو اترو یو بل پړاو باید وشي."
ښاغلي شاهین وویل چې ډېر کله په دې ډول خبرو کې په یوې ناستې یا یو پړاو کې وروستی تړون نه کېږي.
پاکستاني چارواکي څه وايي؟
په استانبول کې د طالبانو حکومت او پاکستاني لوري ترمنځ د اوږدمهاله اوربند خبرو له بې پایلې پای ته رسېدو وروسته پاکستاني چارواکو ویلي و، د خبرو پرمهال د طالبانو حکومت استازو ډاډ نه ورکاوه، چې د پاکستاني ځواکونو پرضد د برید کوونکو وسلهوالو پرضد به پرېکنده ګام اخلي، خو تازه د طالبانو حکومت ویلي، د پاکستاني لوري د "نامنطقي غوښتنو" له امله خبرو کې پرمختګ ونه شو.
په ورته مهال د افغانستان د ملي راډیو تلوېزیون پر اېکسپاڼه یې لیکلي و چې "استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات د پاکستاني لوري د غیرې منطقي غوښتنو له امله پرمختګ نه کوي. په دې مذاکراتو کې پاکستاني لوري له افغانستان څخه غوښتي، چې په پاکستان کې د کېدونکو بریدونو د نه کېدو تضمین ورکړي".
(د افغانستان ملي ټلویزون) دا هم لیکي و، چې د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان کورنۍ او پخوانۍ ستونزه ده:
"د افغانستان پلاوي ویلي، چې ټيټيپي د پاکستان کورنۍ او پخوانۍ ستونزه ده، خو افغانستان حکومت ژمن دی، چې د افغانستان خاوره به پاکستان او یا بل کوم هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي. دغه راز افغان پلاوي له پاکستاني لوري غوښتي، چې په خپله خاوره کې دې داعش او نورو ډلو ته اجازه نه ورکوي، چې افغانستان کې تخریبي بریدونه وکړي، دغه هېواد به د افغانستان هوایي حریم نه نقض کوي او سیاست او سوداګري دې سره بېل کړي."
خواجه اصف: افغانستان د امپراتوریو هدیره نه ده
له دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د ستوغې ژبې په اېکسپوسټ کې له ګواښونو ډک خبرداري کې ویلي و، چې پاکستان کولی شي په توره بوړه کې د طالبانو د تېښتې صحنې بیا تکرار کړي.
"پاکستان اړتیا نه لري چې د خپلو بشپړو وسلو په یوه برخه هم د طالبانو رژیم په بشپړ ډول له منځه یوسي او دوی بېرته د پټېدو لپاره غارونو ته واستوي. که دوی داسې وغواړي، نو د تورې بورې د دوی د ماتې صحنې تکرار به یقینا د سیمې د خلکو لپاره د نندارې وړ وي".
دغه پاکستاني چارواکي ډېره تونده لهجه پیغام کې چې په انګلیسي او اردو ژبو پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی، ویلي و، د طالبانو له څرګندونو "د فرېبکارۍ نښې معلومېدې".
خواجه اصف پر اېکس یوه اوږده پیغام کې لیکلي و، دا چې پاکستان د افغانستان د طالبانو له حکومت سره خبرو ته حاضر شو، چې د ټیکاو او سولې هوکړې ته رسېدو لپاره یوه موکې وه، خو "ځینو افغان چارواکو (زهرجنې څرګندونې) کولې."
د پاکستان دفاع وزیر پر طالبانو تور لګولی چې د خپل 'غصب' کړي حکومت او 'جنګي اقتصاد' د ساتو پخاطر افغانستان بیا شخړې ته ټېل وهي.
هغه پخپل وروستي خبرداري کې په ډېره ستوغه ژبه لیکلي، "په پاکستان کې هر ترهګریز برید یا هره ځانمرګې چاودنه به تاسې ته د ورته کږو کړنو ترخه مزه دروڅکي."
ده د طالبانو حکومت ته ګواښنه کړې چې د هغه په ټکو د پاکستان اراده او وړتیاوې دې د "خپل هلاکت او تباهۍ په بیه وازمویي."
خواجه اصف په طعنهامېز ډول ویلي چې افغانستان د (امپراتوریو هدیره) نه ده، بلکې د (خپلو خلکو لپاره یې هدیره) ده:
"تر هغه ځایه چې د 'امپراتوریو د هدیرې' کیسه ده، پاکستان یقینا دا ادعا نه کوي چې دا یوه امپراتوري ده، خو افغانستان رښتیا هم د خپلو خلکو لپاره یوه هدیره ده. هېڅکله د امپراتوریو هدیره نه ده بلکې یقینا د تاریخ په اوږدو کې د امپراتوریو د لوبو ډګر پاتې شوی".
د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر څرګندونې
تېره ورځ د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ وویل، د طالبانو له حکومت سره د اوږد مهاله اوربند لپاره د ترکیې په استانبول کې خبرې اترې "ناکامې" شوې او د "عملي حل" په راوستلو کې پاتې راغلې دي.
نوموړي پر ټولنيزه رسنۍ اېکس ويلي و، د خبرو پر مهال د طالبانو حکومت استازو ډاډ نه ورکاوه چې د هغو وسله والو پر ضد به پرېکنده ګام پورته کوي چې پر پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي. د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي دا د پاکستان کورنۍ مسئله ده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په خبره، په استانبول کې د خبرو اترو پر مهال، د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل شول چې "د اورپکو سازمانونو پر وړاندې مشخص او پرېکنده اقدامات وکړي"، خو وايي، دوی په دې برخه کې خپل مسؤلیت نه مني او د پاکستاني طالبانو پر وړاندې ګام پورته کولو ته لېواله نه دي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له سختو نښتو وروسته دواړو هېوادونو په قطر کې د خبرو پر مهال په لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه او د دویم پړاو خبرې یې په ترکيه کې پيل کړې.
په پيل کې د سرچينو له مخې ويل کېدل چې خبرې به دری ورځې دوام وکړي او په درېيمه ورځ به هوکړه ليک لاسليک شي خو د سرچينو له مخې خبرې څلورمې ورځې ته وغځېدې.
وړاندې سرچینو بيبيسي وویلي وو چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د ترکیې په استانبول کې خبرې له "ستونزو سره مخ شوې" وې.
یوې سرچینې بيبيسي ته وویل، د بحث لانجمنه موضوع پاکستاني طالبان دي.
د پاکستان دولتي اژانس له قوله، اسلام اباد له کابله غوښتي چې د ټيټيپي پر ضد ځانګړي ګامونه واخلي.
خو د طالبانو حکومت سرچینه وايي چې، "د ټيټيپي ستونزه افغاني ستونزه نه ده بلکې پاکستانی مشکل دی او نوې ستونزه هم نه ده بلکې زړه ستونزه ده. هغوی باید خپل مشکل په کور دننه حل کړي."
د سرچینو په وینا، د دواړو هېوادونو پلاوي لا هم په استانبول کې دي او ښايي په څلورمه ورځ هم خبرې شروع شي.
د تېرو ورځو خبرو کې څه وشول؟
په تېرو درېیو ورځو کې دواړو خواو يو بل ته وړاندیزونه او مسودې وړاندې کړې. که څه هم دواړو لوريو په رسمي ډول نه دي ويلي چې په ترکيه کې یې پلاويو کوم وړانديزونه کړي خو د طالبانو حکومت او پاکستان ځینو سرچینو یو شمېر ادعاوې کړې دي.
د پاکستان دولتي خبري اژانس اې پي پي د امنيتي سرچينو له خولې ويلي چې پاکستاني پلاوي د خبرو اترو پر مهال د طالبانو حکومت ته خپل "وروستی دريځ" وړانډې کړی دی.
د اې پي پي په وینا، امنيتي سرچينو ويلي، "پاکستان دا روښانه کړې چې د افغان طالبانو له خوا د ترهګرو ملاتړ د منلو وړ نه دی. پاکستاني پلاوي دا هم روښانه کړې چې د دې (ملاتړ) د پايته رسولو لپاره بايد ځانګړي ګامونه واخيستل شي".
پاکستان تل د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ته يې ځای ورکړی او له هغه ځایه پر دوی بريدونه کوي خو د طالبانو حکومت بيا دغه تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي او ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسئله بولي.
بل پلو د طالبانو حکومت د سرچينو له مخې طالب پلاوي غوښتنه کړې چې پاکستان "د افغانستان له ځمکې او هوايي حریم څخه سرغړونه ونه کړي" او هېڅ "ډله یا دښمن ځواک باید د افغانستان پر ضد د پاکستان خاوره ونه کاروي."
د طالبانو حکومت سرچینو ويلي چې د دوی پلاوي د اوربند د تړون پلي کولو لپاره د میکانیزم جوړولو ته لیوالتیا ښودلې ده.
استانبول کې زموږ همکار یما بارز، چې دا خبرې له نژدې څاري، وايي ټاکل شوې وه چې (دوشنبه) په ځايي وخت یوولس بجې خبرې بیا پیل شي، خو لږ وځنډېدې او له غرمې وروسته دا خبرې بیا پیلېږي.
ښاغلی بارز وايي، ځايي سرچینو بي بي سي ته ویلي، پرون یکشنبه خبرو کې پر ځینو مسلو بحث او پرمختګ وشو او پر ځینو مسلو به نن خبرې کېږي. د دواړو لورو تمه دا ده چې یوې هوکړې ته ورسېږي او د ورځې پای کې یوه خبرپاڼه خپره کړي.
زموږ خبریال وايي، اټکل دا دی چې د خبرو وړ یوه مسله هم د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټيټيپي) په اړه خبرې وي، چې له کبله یې روانې خبرې یې غځولې غوندې ښکاري، چې ځینو پاکستاني رسنیو هم دې مسلې ته اشاره کړې ده.
يوه سرچينه وايي، په خبرو کې دواړو لوریو د هغه څه عملي کېدو او څار لپاره چې تېره اونۍ د قطر په دوحه کې پرې تفاهم شوی و، د خپلو طرحو مسودې وړاندې کړې. په دې کې د یوه او بل پر ضد د خپلې خاورې او وسله والو ډلو نه کارولو موضوعات شامل دي.
بل پلو پاکستانۍ رسنۍ د امنيتي سرچینو له خولې وايي چې د دویمې ورځې مذاکرات تر نيمې شپې پورې اوږده شول او پاکستان خپله وروستۍ پرېکړه د طالبانو حکومت استازو ته سپارلې ده.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼه د امنيتي سرچينو له خولې وايي، پاکستان د افغانستان دننه د دوی ضد وسله والو ډلو پر ضد د اقداماتو غوښتنه کړې خو زياتوي چې په دې اړه کوم پرمختګ نه دی شوی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د دې خبرو اترو پايلو ته په تمه او په وینا یې د خبرو اترو له لارې ستونزې حل کېدی شي.
د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون پر اېکس خپاره شوي غږيز پيغام کې نوموړي ويلي، "موږ منتظر يوو چې د دې مذاکراتو پايلې راووځي، مسئول اړخونه زموږ او رسنيو سره پايله شريکه کړي. د افغانستان اسلامي امارت د خبرو پلوی دی او د خبرو له لارې کېدی شي ټولې ستونزې او مسئلې حل شي. "
نوموړي همدا راز زياته کړې چې "که کوم لوری تجازو وکړي او يا د افغانستان حريم نقض کړي له ورته غبرګون سره به مخامخ شي او د دفاع حق له افغانانو سره خوندي دی."
بل پلو د پژواک خبري اژانس بيا د يوې "باوري سرچينې" له خولې وايي، چي دوی له پاکستان سره په ترکيه کې مذکراتو ته "هیله من" دي او په وینا یې "اختلافي موارد ډېر کم دي."
یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، په استانبول کې د خبرو اترو په لومړۍ ورځ له ډېرو اوږدو او پرلپسې خبرو وروسته له ځايي مهال سره سم د شپې پر دوو بجو د طالبانو حکومت پلاوي پاکستاني لوري ته د خپلې طرحې وروستۍ مسوده سپارلې ده.
د طالبانو پلاوي کې څوک وو؟
سرچینه زیاتوي په مسوده کې ویل شوي، پاکستان باید ډاډ ورکړي، چې د افغانستان ځمکنی او هوايي حریم به نه نقضوي او هېڅ یوې ډلې او مخالف ځواک ته به اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان پر ضد د پاکستان خاوره وکاروي.
د سرچینې په وینا په مسوده کې افغان لوري د یوه داسې څلور اړخیز میکانیزم رامنځته کېدو ته چمتوالی څرګند کړی، چې د اوربند تفاهم تعقیب کړي، څارنه یې وکړي او له همدې لارې به د احتمالي سرغړونې ارزونه کېږي او معلومات به تبادله کېږي.
سرچینه وايي، دا مسوده د منځګړو له لارې پاکستاني لوري ته سپارل شوې ده او پاکستاني پلاوي هم نن (یکشنبه) سهار له ځايی وخت سره سم نژدې شپږ بجې د خپلې ځوابي طرحې مسوده سپارلې ده.
په پام کې وه، چې یوې نهايی هوکړې ته د رسېدو لپاره به دواړه لوري غرمه د استانبول پر وخت ۱۲ بجې یو ځل بیا خبرو ته کېني.
سرچینه دغه راز وايي، دوی هیله مند دي، چې ښايي نن یوې هوکړې ته ورسېږي، خو کېدای شي خبرې پر درېیمه ورځ هم دوام وکړي.
رسماً تر اوسه دواړو لوریو د استانبول خبرو اجنډا په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د سرچینو په وینا تېره ورځ دواړو لوریو طرحې تبادله کړې او د دوحې توافقاتو عملي کېدو لپاره د یوه میکانیزم پر رامنځته کولو بحثونه شوي دي.
په استانبول خبرو کې د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي نجیب کوي چې مخکې د استخباراتو ریاست اداري مرستیال و.
په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د سیاسي کمېسیون یو غړی انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت لومړی سیاسي رئیس نور احمد نور، د دفاع وزارت د اپراسیون رئيس نورالرحمان نصرت او د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي شامل هم دي.
تېره اونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو تر منځ خبرو په پای کې دواړې خواوې پر موقتي اوربند سلا شوې او پرېکړه یې وکړه چې بله غونډه به په استانبول کې کوي چې د ستونزو د اوږدمهالي هواري په اړه یو کره میکانیزم رامنځ ته کړي.
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې وسله وال یې خاوره پر پاکستان د بريدونو لپاره کاروي او په وینا یې هلته د پاکستاني طالبانو مشران پټ دي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا تورونه په وار وار رد کړي او وایي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.
ای اېس پي ار: هغه ۲۵ وسله وال وژل شوي، چې له افغانستانه یې پاکستان ته د ننوتلو هڅه کوله
پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې د څلورو احتمالي ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۲۵ وسله وال وژلي، چې د دوی په وینا له افغانستانه یې پاکستان ته د تلو هڅه کوله.
د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ای اېس پي ار په یوه اعلامیه کې ادعا شوې، چې له وسله والو سره په نښته کې د امنیتي ځواکونو پنځه کسان هم وژل شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، د اکتوبر ۲۴م او ۲۵م تر منځ شپې مهال د کورمې په غاښي او د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمو کې پاکستان ته د دې وسله والو تګ مخه نیول شوې او یو شمېر وسله او مهمات هم د پاکستاني امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
د پاکستان پوځ په اعلامیه کې ادعا شوې، چې دا وسله وال کسان داسې مهال پاکستان ته ورتګ په ترڅ کې نیول شوي، چې د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان تر منځ پلاوي په خبرو بوخت دي. د ای اېس پي ار اعلامیه زیاتوي: ''پاکستان ته د وسله والو ننوتلو هڅه د موقت افغان حکومت (په افغانستان کې د طالبانو حکومت) پر نیت او ارادې شکونه ډېروي.''
تر دې دمه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
په اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتل شوي، چې د دوحې هوکړه عملي کړي او اجازه ور نه کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.
د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا بیا د پاکستان دغه تورونه رد کړي او د سرچینو په وینا د استانبول په مذاکراتو کې د طالبانو حکومت لخوا وړاندې شوې مسوده کې له پاکستانه غوښتنه شوې، چې د افغانستان پر ضد د پاکستان خاورې او وسله والو ډلو له کارولو باید ډډه وکړي.
ټرمپ وايي، "ډېر ژر'' به د افغانستان او پاکستان شخړه حل کړي
بل لور د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بیا د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ وروستيو نښتو ته اشاره کړې او د ژر حل کولو ټټر یې وهلی دی.
نوموړي چې د مالیزیا په کوالالمپور کې د کمبوډیا او تایلینډ ترمنځ د سولې تړون د لاسلیکېدو په مراسمو کې خبرې کولې، د تایلنډ او کمبوډیا تر منځ د سولې هوکړې ته په اشارې سره وویل، دا اتمه جګړه ده، چې د ده ادارې ''په یوازې اتو میاتشو کې'' ختمه کړه.
ښاغلي ټرمپ وویل: ''دا په اوسط ډول هره میاشت یوه کېږي. یوازې یوه (جګړه) پاتې ده. که څه هم اورېدلي مې دي، چې پاکستان او افغانستان هم پیل کړې. خو زه به ډېر ژر دا حل کړم. زه دواړه (لوري) پېژنم. د پاکستان فیلډ مارشل او لومړی وزیر ښه سړي دي او زه په دې کې هېڅ شک او شبه نه لرم، چې موږ به دا (شخړه) ژر حل کړو.''
ولسمشر ټرمپ له دې مخکې هم ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه "په ډېره اسانۍ" حل کولای شي.
ښاغلي ټرمپ د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۷مه په سپينه ماڼۍ کې له اوکراييني ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي سره د لیدنې پرمهال په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل:
"خبر شوی یم چې پاکستان پر افغانستان برید کړی یا دا چې ترمنځ یې شخړه روانه ده، که داسې وي چې زه یې باید حل کړم نو ما ته یې حلول ډېر اسانه دي."
خو ولسمشر ټرمپ هغه مهال هم او اوس هم داسې جزیات نه دي څرګند کړي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ شخړې حل لپاره به دی څه ډول رول لوبوي.
د يادولو وړ ده چې روانه مياشت د طالبانو حکومت د ځواکونو او پاکستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې سختې نښتې وشوې او دواړو هېوادونو یوه او بل ته د درنو تلفاتو د اوښتو خبره کوله.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کوله چې پاکستان یې حريم نقض کړی او په ځواب کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني ځواکونو بريدونه کړي دي.
د دغو دواړو هېوادونو تر منځ نښتې د اوکټوبر پر ۱۹مه د قطر په منځګړيتوب په دوحه کې له اوربند وروسته ودرېدې.
د افغانستان او پاکستان تر منځ له کړکېچ وروسته د دوحې د سولې تړون لاندې د خبرو اترو دوهم پړاو د شنبې په ورځ د ترکیې په استانبول کې پیل شوی دی.
د یکشنبې په ورځ، د ولسمشر ټرمپ په منځګړيتوب، د تایلنډ لومړي وزیر انوتین چارنویراکول او د کمبوډیا لومړي وزیر هن مانيټ د "سولې تړون" لاسلیک کړ.
د امریکا ولسمشر وويل، د جګړو درول داسې يو څه دي چې دی یې کولی شي، "که زه يو څه وخت دې ته ورکړم چې د میليونونو خلکو ژوند وژغورم، زه فکر نه کوم چې له دې به غوره بل څه وي."
نوموړي ادعا وکړه چې له دې مخکې هېڅ ولسمشر هېڅکله جګړه نه ده حل کړې، "جګړې پیلوي خو مګر درولې یې نه دي. داسې په تاریخ کې هېڅکله نه دي شوي."