د افغانستان او پاکستان اوربند به پر ځای پاتې شي؟

    • Author, اسد صهیب
    • دنده, خبریال

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعته 'موقت' اوربند په هکله وايي، فکر نه کوي چې اوربند به تر ډېره دوام وکړي، ځکه د ده د ادعا له مخې ''ډیلی اوسمهال د طالبانو د ټولو پرېکړو ملاتړ کوي.''

تېره شپه د پاکستان له جیو شخصي ټلویزیون سره یوه مرکه کې د پاکستان دفاع وزیر تور پورې کړ، چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د هند لپاره "نیابتي جګړه" کوي: ''پر بیرغ یې کلیمه طیبه لیکلې، خو دوی اوس د هند لپاره کار کوي.''

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ادعا شوي هوايي برید په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې خواجه اصف وویل: ''زه په دې هکله ډېر څه نه وایم، خو موږ د افغانستان په هره برخه کې د بمبارۍ کولو وړتیا لرو.''

نوموړي ادعا وکړه، چې ''په افغانستان کې دننه کافي بریدونه شوي دي.''

خواجه اصف وايي: ''که دوی جګړه پراخه کړه... موږ به په ټول قوت سره ځواب ورکړو.''

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د ځینو هېوادونو له مداخلې وروسته اوربند شوی او په وینا یې ''خو دا ډېر نازک دی، زه فکر نه کوم ډېر وخت به ونیسي.''

خواجه اصف زیاته کړه: ''ایا د هند نفوذ زموږ د دوستو هېوادونو نفوذ کمولای شي او که نه، دا یوه پوښتنه ده.''

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې دمه د ښاغلي اصف د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې دا ویلي و چې افغانستان خپلواک هېواد دی او له هر بل هېواد سره ښې اړیکې لرلی شي او همدارنګه د طالبانو حکومت په خپله خاوره کې یې د ترهګرو ډلو د فعالیت ادعا هم رد کړې وه.

خواجه اصف ولې د جګړې د دوام وړاندوینه کوي؟ ایا پاکستان په خپلو ختیځ او لوېدیځ کې د تاوتریخوالي زغملو وړتیا لري؟ ایا په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم له پاکستان سره د اوږدې جګړې دریځ غوره کولای شي؟ دغه پوښتنې دي، چې د چارو شنونکو مخې ته اېښوودل شوې دي.

'پاکستان هند ته د امیر خان متقي سفر غوسه کړی'

د چارو ځینې پاکستاني ماهرین په دې اند دي، چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ له مخکې اړیکې خړې وې، خو هند ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر متقي سفر پاکستان سخت ناخوښ کړی.

د چارو شنونکی شمیم شاهد چې د افغانستان او پاکستان اړیکې څاري وايي، پاکستان هند ته د طالبانو بهرنیو چارو وزیر اوږده سفر غوسه کړی دی.

نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د خواجه اصف ادعاوې همدا غوسه ښيي، خو په وینا یې پاکستان نه شي کولای تر اوږدې مودې پورې دا جګړه وزغمي.

ښاغلی شاهد وايي، پاکستان فکر کاوه، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته به افغانستان کې هغسې نفوذ ولري لکه په بوټان او نیپال کې چې لري، خو داسې و نه شوه.

خبریال او د چارو شنونکی عامر رانا وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې تاوتریخوالی کومې کچې ته رسېدلی، داسې احتمال نه شته، چې سملاسي به کم شي او د خواجه اصف له څرګندونو هم همداسې ښکاري.

نوموړی وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ مسائل دومره پیچلي شوي، چې د سعودي عرب او قطر په څېر هېوادونه هم څه نه شي کولای. د نوموړي په خبره د پاکستان او افغانستان ترمنځ په ظاهره د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) موضوع ده، خو په وینا یې د دې تر څنګ سرحدي مسائل، ډیورنډ کرښه او نورو مسائلو په هکله هم بې باوري شته او دا مسائل په یوه ورځ کې نه حل کېږي.

پاکستان د ټي ټي پي مسئلې حل غواړي.

عامر رانا وايي چې پاکستان له کلونو راهيسې هڅه کوي افغان طالبان قانع کړي چې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال کنټرول کړي او هغوی د پاکستان پر خاوره له بريدونو څخه منع کړي، خو تراوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له دې مخکې دا تور په ځلونو رد کړی او ویلي و چې دوی له پاکستاني طالبانو سره اړیکه نه لري او دغه ډله د افغانستان په خاوره کې فعاله نه ده.

د ده په وينا، اوس پاکستان غواړي د زور له لارې پر افغان طالبانو فشار واچوي، چې هغوی دې مسئلې ته تسليم شي او د ټي ټي پي پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.

عامر رانا زياتوي چې اسلام ‌اباد پوهېږي چې نړيواله ټولنه به د دفاعي عملياتو مخالفت ونه کړي، ځکه دا ډول دفاعي کړنې د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې منل شوې دي.

دی وايي: "اوس د نیابتي جګړو لپاره په نړۍ کې ځای نه ‌دی پاتې شوی. په منځني ختيځ کې دا ډول جګړې هم نږدې پای ته رسېدلې دي. نو پاکستان هم غواړي چې د ځان پر ضد له ټي ټي پي نه د افغان طالبانو د ګټې اخیستنې مخه ونیسي."

پر چهارشنبه د شخړې له زیاتېدو مخکې پاکستان غوښتنه کړې وه چې اختلافات دې د خبرو او ديپلوماسۍ له لارې حل شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي و: "پاکستان له افغانستان سره خپلو اړيکو ته د خبرو او ديپلوماسۍ له لارې د حل لاره مهمه ګڼي، ځکه د ترهګرۍ پر ضد جګړه يو ګډ هدف دی."

خو له دې دوه ورځې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې يو ځل بيا پيل شوې.

'پاکستان غواړي له امریکا سره له تودو اړیکو ګټه پورته کړي'

عامر رانا وايي چې پاکستان غواړي له امريکا سره له خپلو ښو اړيکو هم ګټه واخلي. د ده په وينا، امريکا دا مهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې د بندېدو لپاره کوم عملي اقدام نه کوي، خو تمه کېږي، چې په راتلونکې کې د ترهګرۍ ضد چارو کې له پاکستان سره همکاري نوره هم زياته کړي.

ده زياته کړه چې ډېر احتمال شته، چې امريکا پاکستان ته د ډرون ټيکنالوجۍ په برخه کې نوره مرسته هم ورکړي، چې پاکستان وکولای شي د ټي ټي پي پر ضد خپله عملياتي وړتيا پياوړې کړي.

عامر رانا وايي، د امريکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ ضد وروستيو خبرو کې د ټي ټي پي، بلوچستان خپلواکۍ پوځ (بي ایل اې) او اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) پر ضد د اغېزمنې تګلارې پر جوړولو هوکړه شوې.

د یادونې ده، چې د اګست مياشتې په هغو خبرو کې له موافقې وروسته، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت یوه ګډه اعلاميه خپره کړې وه.

په اعلاميه کې ويل شوي وو چې دواړو خواوو پرېکړه کړې چې د ترهګرۍ پر ضد اغېزمن او دوامدار ميکانيزم رامنځته کولو لپاره به د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو فورمونو په کچه ګډ کار ته دوام ورکړي.

په ورته مهال دا هم څرګنده شوې چې سږ کال پاکستان کې د نا امنیو پېښو کچه په چټکۍ سره لوړه شوې ده، او د دغو بريدونو په ترڅ کې د پاکستان د پوځ لسګونه افسران او سرتېري وژل شوي دي.

د دفاعي چارو کارپوه ډګر جنرال (متقاعد) نعيم خالد لودهي وايي، که څه هم حالات ډېر پېچلي دي، خو دا وخت بايد "پر اور د تېلو پر ځای اوبه تویې شي."

نوموړی وايي، د خواجه اصف وروستی بيان او ادعاوې پر اور د تېلو تویولو ته ورته دي، ځکه دا مهال په افغانستان کې د پاکستان پر ضد احساسات لوړې کچې ته رسېدلي دي.

جنرال لودي زياتوي چې بې له شکه پاکستان د ټي ټي پي د مسئلې په اړه له ډېر زغم او حوصلې کار اخيستی، خو جګړه د هېڅ مسئلې حل نه دی، او په پای کې به دواړه لوري بيا د خبرو مېز ته کېني.

ایا خبرې د مسئلې حل دی؟

شمیم شاهد او عامر رانا دواړه باوري دي، چې د مذاکراتو له لارې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د شخړې حل شونی دی، خو یوازې داسې چې دا خبرې شفافې، رسمي او د څرګندې اجنډا له مخې ترسره شي.

شمیم شاهِد وايي په تېر کې هم د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ پټې خبرې يا د جرګو له لارې اړیکي نیول شوي، خو پام وړ پایله يې نه ده ورکړې. د ده په وينا، حتا په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د مولانا فضل‌ الرحمان سفر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري له منځه نه ده وړې.

مولانا فضل‌ الرحمان اوس يو ځل بيا د منځګړيتوب وړانديز کړی او ويلي يې دي چې دواړه هېوادونه بايد نه يوازې جګړه ودروي، بلکې د يو بل پر ضد لفظي شخړې ته هم باید د پای ټکی کېږدي.

خو عامر رانا په دې باور دی چې تر هغه چې افغان طالبان پاکستان ته د ټي ټي پي په تړاو څرګند او عملي باور ورنه کړي، دواړه هېوادونه د اعتماد او همکارۍ پر لور نه شي تلی.

هغه زياتوي، کله چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، هېڅ هېواد له هغوی سره د رسمي خبرو لپاره چمتو نه و، خو د ښاغلي رانا د ادعا له مخې پاکستان هغه هېواد و چې پر نړیوالو يې ټينګار کاوه چې له طالبانو سره د خبرو لپاره باید دروازې پرانيستې وساتي.

د ده په وينا، طالبانو د پاکستان د هغه دريځ قدر ونه کړ او برعکس، پاکستان ته يې د يوه حريف په سترګه وکتل، اوس دا حالت رامنځته شوی چې پاکستان د طالبانو مخالفو افغان ډلو د يوې غونډې کوربتوب کوي.

عامر رانا وايي چې امريکا، بریتانيا او اروپايي هېوادونه له وړاندې هڅه کوي چې د طالبانو مخالف ګروپونه د افغانستان د سياسي بهير برخه وګرځوي، او اوس د پاکستان پوځ او سياسي ادارې هم دې پایلې ته رسېدلې دي چې له دغو مخالفو ډلو سره خبرې کول اړين دي.

د يادونې وړ ده چې د روانې مياشتې په پيل کې د اسلام‌اباد د " سوت اشیا ستراتیژیک انستیتیوت South Asia" تر چتر لاندې د "طالبان مخالفو" افغان ډلو دوه ورځنۍ غونډه وشوه، چې پکې د ځینو افغان ولايتونو پخوانيو واليانو، د مدني ټولنو استازو او د ښځو د حقونو ځینو فعالانو برخه اخيستې وه.

ایا طالبان د اوږدمهاله جګړې وړتیا لري؟

ډګر جنرال (ر) نعيم خالد لودي وايي چې که څه هم پاکستان د اوږدې مودې لپاره د دوديزې جګړې یا (کنفنشنل وار) وړتيا لري، خو افغان طالبان د داسې جګړې توان نه لري. د ده په وينا، طالبان د چريکي جګړې ماهران دي او همدا تکتیک یې د روسي او امريکايي ځواکونو پر ضد د اوږدمهاله مقاومت بنسټ جوړ کړی و.

جنرال لودي زياتوي چې پاکستان بايد خبردار واوسي، ځکه په وینا یې که د پاکستان مخالف هېوادونه طالبانو ته د وسلو ورکړه پیل کړي، نو دا امکان شته چې افغان طالبان د اوږدې جګړې توان هم ترلاسه کړي.

بلخوا عامر رانا وايي چې افغان طالبان اوس پاکستان ته په ښکاره ډول ګواښونه کوي او وايي چې لکه څنګه یې د ناټو، امريکا او روسیې پر ضد اوږده چریکي جګړه وکړه، هماغه ډول جګړه د پاکستان پر ضد هم کولای شي.

هغه زياتوي چې طالبان که څه هم عصري وسلې، الوتکې او تجهيزات نه لري، خو د "تحريک طالبان پاکستان او په افغانستان کې د پياوړې شوې القاعدې له لارې کولای شي د پاکستان پر ضد اغېزمن بريدونه ترسره کړي."

په همدې لړ کې، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د هند په نوي ډيلي کې د يوې خبري ناستې پر مهال د پاکستان وروستيو عملياتو غندنه کړې وه او ويلي يې وو:

"د افغانانو د زړورتيا ازموينه مه اخلئ. که څوک دا هڅه کوي، نو له شوروي، امريکا او ناټو څخه وپوښتي چې افغانستان سره لوبې کول څنګه پايله لري."

امير خان متقي يو ځل بيا په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون رد کړی او ويلي يې دي چې د پاکستان دننه "ځينې کړۍ" هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې خرابې کړي.

ایا پاکستان په ختیځ او لوېدیځ کې تاوتریخوالی زغملای شي؟

متقاعد ډګر جنرال نعيم خالد لودهی وايي، پاکستان دا مهال په کوردننه له امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، او په داسې حالت کې د ختيځ او لويديځ دواړو پولو پر سر اوږدمهال تاوتريخوالی د دې هېواد لپاره د زغم وړ نه دی.

ده زياته کړه چې پاکستان لا تراوسه دا نه ده روښانه کړې چې د بهرنۍ تګلارې په برخه کې کوم بلاک (کيمپ) ته ځان تړلی بولي. يوه خوا له چين سره د دوستۍ سندرې ويل کېږي، خو بل خوا له امريکا سره د اړيکو د بيا تودېدو هڅې روانې دي. د ده په وينا، پاکستان ته پکار ده چې خپله بهرنۍ او داخلي پاليسي له سره وارزوي او بيا د يوې روښانې تګلارې پر اساس وړاندې لاړ شي.

عامر رانا وايي، پاکستان د افغانستان موضوع ته هم د هند د زاويې له مخې ګوري. د ده په وينا، اسلام‌ اباد دا باور لري چې که له ختيځې پولې (هند) فشار لويديځې پولې (افغانستان) ته لېږدي، نو دا دواړه اړخونه په يو ډول سره تړلي دي.

ده زياته کړه چې د افغان بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د هند سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا لا پسې خرابه کړه او حساسيتونه يې زيات کړل.

خو ماهرين په دې هکله یوه خوله دي، چې له طالبانو د پاکستان تمه پوره نه شوه او اوس پاکستان پر طالبانو د سياسي او پوځي فشار زياتولو تګلاره خپله کړې ده، چې هغوی د پاکستان د امنيتي اندېښنو په تړاو عملي ګامونه پورته کړي.