په استانبول کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پلاوي تر منځ خبرې اترې روانې دي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دوحه کې تر هوکړې وروسته د خبرو اترو دویم پړاو د شنبې په ورځ (۲۵ اکټوبر) د ترکیې په استانبول کې پيل شوی چې ويل کېږي دری ورځې به دوام وکړي.

د غونډې په لومړی ورځ دواړو لوريو تر منځ د تړلو دروازو تر شا اوږدې خبرې وشوې. تراوسه کوربنې ترکيې او يا هم دواړو ښکېلو غاړو په رسمي ډول د خبرو اترو په اړه وروستي معلومات نه دي په ډاګه کړي خو ځینو پاکستاني رسنيو د باخبره سرچينو له قوله ويلي چې د پاکستاني طالبانو د موضوع تر څنګ، د امنيتي همغږۍ پياوړتيا او په سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره د ګډې ستراتيژۍ جوړول د بحث د لومړنۍ ورځې برخه وو.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې خپل پلاوی یې ورلېږلی دی.

د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي نجیب کوي چې مخکې د استخباراتو ریاست اداري مرستیال و.

په پلاوي کې په نورو کسانو کې د طالبانو د حکومت د سیاسي کمېسیون یو غړی انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت لومړی سیاسي رئیس نور احمد نور، د دفاع وزارت د اپراسیون رئيس نورالرحمان نصرت او د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي شامل دي.

سرچینې وايي، په پاکستاني پلاوي کې لوړپوړي امنيتي چارواکي، په استخباراتي اداره کې د افغانستان د چارو مسؤول او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د برخې مسؤول شامل دي.

د پاکستان دفاع وزیر وايي، ''که مسائل د خبرو له لارې حل نه شي، له افغانستان سره زموږ ښکاره جګړه ده''

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان دفاع وزیر وايي، که مسائل د خبرو له لارې حل نه شي، ''له افغانستان سره زموږ ښکاره جګړه ده.''

د پنجاب په سیالکوټ سیمه کې له رسنیو سره خبرو کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل، دوست هېوادونه قطر او ترکیه په ډېر صداقت سره له طالبانو سره خبرو کې رول لوبوي.

د نوموړي په وینا په قطر کې له خبرو وروسته هېڅ پېښه نه ده شوې.

نوموړي زیاته کړه: ''زموږ او دوی (افغانستان کې د طالبانو حکومت) تر منځ چې خبرې وشوې، ما داسې احساس وکړ، چې دوی سوله غواړي، خو دا چې دوی په کومو شرطونو سوله غواړي دا یو څه هتله (قطر کې) او یو څه به نن چې کومې خبرې کېږي، دې که به څرګند شي.''

خواجه اصف وايي، ''که د دوی شرایط زموږ لپاره ګټور وي، هوکړه به هرومرو کېږي.''

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تمه ښودلې چې په دې غونډه کې به د څارنې یو ټینګ او د تایید وړ میکانیزم رامنځ ته شي.

د پاکستان او افغانستان د حکومتونو پلاوي په قطر کې تر سلا شوي اوربند وروسته د ترکیې په استانبول ښار کې پر دې خبرې کوي چې د هغه اوربند د غځېدو او اړوندو چارو په اړه یوې اوږدمهالې هوکړې ته ورسېږي.

د ترکیې انادولو خبري آژانس لیکلي، تمه ده په دې ناسته کې د څارنې میکانیزمونو، د پولو امنیت او پر متقابل باور جوړولو خبرې وشي.

"خبرې ښايي درې ورځې دوام وکړي"

د طالبانو د حکومت سرچينې وايي، کېدی شي دا خبرې درې ورځې دوام وکړي او په اوربند، امنيتي همکاريو چې په ځانګړي ډول د وسله‌والو د نفوذ مخنیوی پکې راځي، دوه اړخیزه سوداګرۍ او ترانزیت او د کډوالو پر موضوعاتو به ورټولې وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي هم وویل چې دوی تمه لري چې په دغه غونډه کې د ستونزو د هواري په اړه پر یوه ثابت میکانیزم سلا وشي.

''پاکستان د ۲۰۲۵ د اکتوبر په پنځه ویشتمه د ترکیې په استنابول کې د څارنې د یوه ټینګ او تصدیق وړ میکانیزم د جوړېدو تمه لري ترڅو د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته متوجه دی او د پاکستانیانو د مړینې مخه ونیسي.''

تېره اونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو تر منځ خبرو په پای کې دواړې خواوې پر موقتي اوربند سلا شوې او پرېکړه یې وکړه چې بله غونډه به په استانبول کې کوي چې د ستونزو د اوږدمهالي هواري په اړه یو کره میکانیزم رامنځ ته کړي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا نه مني‌ چې د پاکستان د حکومت وسله‌وال مخالفان دې په افغانستان کې موجود وي او یا دې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارل شوي.‌

طالب چارواکي دا ادعا هم کوي چې د دوی خلاف جنګېدونکې 'داعش-خراسان' ډله پاکستان کې رونیز مرکزونه لري او له هغه ځایه په افغانستان او سیمه کې بریدونه پلانوي، داسې تور چې پاکستان یې له منلو انکار کوي.‌

له دې مخکې تېره دوشنبه د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له یوه خصوصي ټلویزیون سره مرکه کې د قطر خبرو په هکله ویلي و، چې په قطر کې د پاکستان او افغانستان پلاوو ترمنځ "ډېرې کمې مستقیمې خبرې وشوې" او ټول مذاکرات او بحثونه د قطري او ترکي درېیمګړو په مرسته ترسره شول.

خواجه اصف ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو پر مهال "ترخې خبرې نه دي شوې" او په وینا یې، "د قطر او د ترکیې درېیمګړو موجودیت د خبرو فضا جدي کړې وه."

خواجه اصف د ۴۸ ساعته اوربند پرمهال ویلي وو چې فکر نه کوي ډېر دوام به وکړي او خبره یې رښتیا شوه. له اوربند سره سره په پکتیکا کې د کرېکټ پر لوبغاړو برید وشو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وویل، "پاکستان اوربند مات کړ."

که څه هم پاکستان یې په اړه څه ونه ویل خو د افغانستان کرېکټ بورډ او د بشري‌ حقونو نړیوال سازمان وویل چې د درو لوبغاړو د وژل کېدو تر څنګ پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

دغه برید د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ پراخ کورني او بهرني غبرګونونه وپارول او د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان سره خپله راروانه شل اووریزه لوبلړۍ لغوه کړه.