تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ناسا لوی توغندی ارتمیس۲ د ماموریت لپاره د توغولو ځای ته ورسېد، دې ماموریت کې څوک دي؟
د ناسا لوی توغندی د فلوریډا د کېپ کیناورال د توغولو ځای ته وړل شوی، دا له ۵۰ کالونو راهیسې وروستی تیاری دی چې سپوږمۍ ته انسانان ولېږدوي.
دغه توغندی ۹۸ متره لوړوالی لري. د توغولو ځای ترې ۶،۵ کیلومتره لیرې و او په ۱۲ساعتونو کې یووړل شو.
اوس چې توغندی خپل ځای ته رسېدلی، وروستۍ ازموینې، تخنیکي پلټنې او یوه عمومي تمریني ازموینه به ترسره شي. نو بیا به د لس ورځني ارتمیس۲ ماموریت ته اجازه ورکړل شي. په دې ماموریت کې به څلور ستورمزلي د سپوږمۍ شاوخوا سفر وکړي چې یوه پکې ښځه هم ده.
ناسا وایي، تر ټولو ژر د توغولو نېټه د فبرورۍ ۶ ده خو د همدې میاشتې په وروستیو کې او همداراز د مارچ او اپرېل په میاشتو کې نور بدیل وختونه هم شته.
توغندی د "کرالر ټرانسپورټر" په نوم د یوې سترې ځانګړې الې لهخوا وړل کېده، چې سرعت یې یوازې ۰.۸۲ میله په ساعت (۱.۳ کیلومتره په ساعت) و. دا ورو، خو زړهراښکونکی حرکت په ژوندۍ بڼه خپرېده.
ناسا وایي، په راتلونکو څو ورځو کې به توغندی د هغې ازموینې لپاره چمتو شي چې دوی ورته "ویټ ډریس ریهرسل" وایي؛ دا د سونتوکو د ډکولو او د شمېرنې د بهیر عملي تمرین دی.
د ارتمیس۲ د ماموریت عمله د ناسا ریډ وایزمن، ویکټر ګلاور، کرېسټینا کوچ او د کاناډا ستورمزلي جېرمي هانسن د کېنېډي فضايي مرکز کې حاضر وو او د توغندي د انتقال بهیر یې له نږدې کاته.
یوازې په څو اوونیو کې به دغه څلور ستورمزلي په فضايي بېړۍ کې کېنول شي چې د توغندي پر سر به ځای پر ځای وي او د سپوږمۍ پر لور د الوتنې لپاره به چمتو وي.
دا به له هغه وخت وروسته د سپوږمۍ لومړنی انساني ماموریت وي چې د اپولو ۱۷ ماموریت د ۱۹۷۲ کال په ډسمبر کې د سپوږمۍ پر سطحه کوز شوی و.
ناسا ویلي، دا ماموریت ښايي خپل ستورمزلي د فضا هغې برخې ته بوځي چې تر اوسه انسان وررسېدلی نهدی.
د ارتمیس۲ ماموریت پلان نه لري چې پر سپوږمۍ ښکته شي، بلکې موخه یې دا ده چې د راتلونکي سپوږمیز ښکتهکېدو لپاره لاره هواره کړي؛ دا ښکتهکېدل به د ارتمیس۳ ماموریت لهخوا ترسره شي.
ناسا وایي، د ارتمیس۳ د توغولو نېټه "له ۲۰۲۷ کال مخکې نهده" خو کارپوهان باور لري چې تر ټولو ژر ممکنه نېټه ۲۰۲۸ کال دی.
کرېسټینا کوچ وویل، د توغندي لیدل ورته یو نههېرېدونکی او حیرانوونکی احساس و.
د هغې په خبره:
"ستورمزلي د توغولو په ورځ تر ټولو ارام خلک وي. زما په اند دا ځکه وي چې موږ خپل ماموریت ته بشپړ چمتو یو؛ هغه دنده چې د ترسره کولو لپاره یې راغلي یو او کلونه مو ورته تمرین کړی دی."
جېرمي هانسن وویل، هیله لري دا ماموریت به نړۍ ته الهام ورکړي.
هغه زیاته کړه:
"سپوږمۍ هغه څه ده چې ما تل عادي ګڼلې. ټول عمر مې ورته کتل او بیا به مې سترګې ترې اړولې."
"خو اوس یې بیخي ډېره ګورم او فکر کوم نور خلک به هم راسره یو ځای سپوږمۍ ته ځیر شي، ځکه انسانان به د هغې د شا لهخوا شاوخوا الوتنه کوي او دا د بشریت لپاره یو مثبت کار دی."
دې ماموریت کې څوک دي؟
تر دې مخکې چې ارتمیس۲ د سپوږمۍ پر لور وخوځېږي، د ماموریت لومړۍ دوه ورځې به ستورمزلي د ځمکې شاوخوا مدار کې تېروي.
کرېسټینا کوچ بيبيسي نیوز ته وویل:
"موږ به سملاسي داسې مدار ته ولاړ شو چې شاوخوا ۴۰ زره میله لرې وي، یعنې د سپوږمۍ د واټن نږدې پنځمه برخه."
"موږ به ځمکه د کړکۍ له لارې د یوې واحدې کړۍ یا توپ په څېر ووینو؛ داسې انځور چې هېڅ یوه مو له دې زاویې نهدی لیدلی."
"وروسته به تر دوه نیم لکه میله لرې سفر وکړو… د لارې په اوږدو کې به ډېر علمي څېړنې او تخنیکي عملیات وکړو."
کله چې عمله د سپوږمۍ د شا لهخوا شاوخوا الوتنه کوي، درې ساعته وخت به یوازې د سپوږمۍ څارنې ته ځانګړی شي؛ دوی به ورته ځیر شي، انځورونه به واخلي او د هغې جیولوجي به وڅېړي. دا معلومات به د سپوږمۍ د سوویلي قطب د راتلونکي ښکتهکېدو د پلان او چمتووالي لپاره وکارول شي.
د اورایون فضايي بېړۍ یوه مهمه برخه، چې فضا ته تلونکي کسان به پکې سفر کوي، د جرمني په برېمن ښار کې جوړه شوې ده.
د "اروپايي خدمت ماډیول" په نوم دا برخه چې د عملې د کپسول شاته نصبېږي، د اروپايي فضايي ادارې (ESA) لهخوا د دې ماموریت ونډه ده او ایربس شرکت جوړه کړې ده.
د ایربس د فضايي بېړیو انجنیره سیان کلیور وایي:
"اروپايي خدمت ماډیول بېخي حیاتي دی، په اصل کې پرته له دې موږ سپوږمۍ ته نهشو رسېدی."
هغې زیاته کړه:
"دا هغه محرکه قوه برابروي چې اورایون یې سپوږمۍ ته د رسېدو لپاره اړتیا لري."
هغې وویل، د دې ماډیول ستر لمریز پلېټونه د فضايي بېړۍ لپاره ټول برېښنايي ځواک تولیدوي.
د هغې په خبره:
"همداراز موږ دا لوی ټانکونه لرو چې له اکسیجن او نایتروجن ډک دي؛ دا سره ګډېږي او هوا ترې جوړیږي او همدارنګه اوبه هم لرو، څو د عملې په ماډیول کې ستورمزلو ته د ژوندي پاتې کېدو ټولې اړینې اړتیاوې برابرې کړو."
د ایربس د پاکې خونې (کلینروم) دننه، کاريډله د راتلونکو ارتمیس ماموریتونو لپاره د نورو ماډیولونو په کار بوخته ده. د هر ماډیول جوړول شاوخوا ۱۸ میاشتې وخت نیسي خو ډیزاین یې زرګونه انجینري ساعتونه اخیستي دي. په بېړۍ کې هر څه باید په بشپړ ډول سم کار وکړي.
سیان کلیور وایي:
"موږ باید دغه ستورمزلي په بشپړ خوندیتوب سپوږمۍ ته ورسوو او بیا یې بېرته راولو."
اوس چې توغندی د توغولو پر ۳۹B سټېج ولاړ دی، د ارتمیس ډله شپه او ورځ کار کوي څو دا د الوتنې لپاره یې بشپړ چمتو کړي.
دا ماموریت کلونه ځنډېدلی و او ناسا تر فشار لاندې ده چې ستورمزلي ژر تر ژره ولېږي. خو د امریکا فضايي ادارې ټینګار کړی چې د خوندیتوب په برخه کې به هېڅ ډول جوړجاړی ونهکړي.
د ارتمیس ماموریت د مدیریت ډلې مشر جان هانيکټ وویل:
"زما یوازې یو کار دی او هغه د ریډ، ویکټر، کرېسټینا او جېرمي خوندي ستنېدل دي."
هغه زیاته کړه:
"موږ به هغه وخت الوتنه وکړو چې بشپړ چمتو شو… د عملې خوندیتوب به زموږ تر ټولو لومړیتوب وي."