اروپايي مشران وايي، د ګرینلنډ په اړه د ټرمپ د تعرفو ګواښ "د منلو وړ نه دی"

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د هغو اتو هېوادونو پر وړاندې چې د ګرينلډ له نیولو سره مخالفت کوي د نويو تعرفو لګولو ګواښ د اروپايي مشرانو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی.

د بريتانیا لومړي وزير کېير سټارمر ويلي، دا ګام "په بشپړ ډول ناسم" دی او د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون "د نه منلو وړ" بللی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې ټرمپ اعلان وکړ، د ډنمارک، سویډن، ناروې، فرانسې، جرمني، بریتانيا، نېدرلنډز او فلنډ پر توکو به د فبرورۍ له لومړۍ نېټې ۱۰ سلنه تعرف پلې شي خو دا ښايي وروسته ۲۵ سلنې ته لوړې او تر هغه دوام وکړي چې هوکړه نه وي شوې.

ښاغلی ټرمپ ټينګار کوي چې د ډنمارک دا خپلواکه سيمه د امریکا امنيت لپاره مهمه ده او د زور له لارې د نيولو شونتيا یې هم نه ده رد کړې.

په همدې مهال د شنبې په ورځ زرګونه کسان په ګرينلنډ او ډنمارک کې سړکونو ته راوتلي وو او د امریکا له خوا د دې وړانديز او ګواښ پر ضد یې لاريونونه کول.

ګرينلنډ لږ نفوس لري خو له طبيعي زېرمو بډایه سيمه ده او د شمالي امریکا او شمال قطب تر منځ موقعيت یې دا امکان برابروي چې د توغنديزو بريدونو پر مهال د وختي خبرداري سيستمونو او په سيمه کې د بېړيو د څارنې لپاره مناسب وي.

ټرمپ مخکې ويلي وو چې واشنګټن به دا سيمه "يا په اسانه لاره" او يا هم "په سخته لاره" ترلاسه کړي.

اروپايي هېوادونه د ډنمارک پر ملاتړ راټول شوي. دوی استدلال کوي چې د شمال قطب امنيت بايد د ناټو د ګډ مسوليت برخه وي.

فرانسې، جرمني، سویډن، ناروې، فنلنډ، نېدرلنډز او بریتانيا ګرينلنډ ته د "څارنې" ماموریت په نامه یو شمېر سرتېري استولي دي.

ټرمپ د شنبې په ورځ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل د نويو تعرفو د اعلان پر مهال وويل چې یاد هېوادونه "یوه ډېره خطرناکه لوبه" کوي. د نوموړي په وینا، په دې کې "زموږ د کرې خونديتوب، امنيت او بقا" شامله ده.

نوموړي وویل، وړانديز شوې ۱۰ سلنه تعرفه به راتلونکې مياشت امریکا ته پر صادرېدونکو توکو ولګېږي چې د جون په میاشت کې به ۲۵ سلنې ته لوړه او "تر هغه به دوام وکړي چې د ګرينلنډ د بشپړ او ټوليز پېر لپاره هوکړه نه وي شوې."

کېير سټارمر په خپل غبرګون کې وويل، "د ناټو د متحدينو د ګډ امنيت لپاره پر متحدينو د تعرفو لګول په بشپړ ډول ناسم کار دی. موږ به له شک پرته دا موضوع په مستقیم ډول له امریکا سره تعقيب کړو."

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون وويل، "په دې چوکاټ کې د تعرفو ګواښونه د منلو وړ نه دي... موږ به د هېڅ ډول ګواښ او ځورونې تر اغېز لاندې نه راځو".

د سويډن لومړي وزير اولف کريسټرسون وويل، "موږ به اجازه ورنکړو چې تر فشار او باج اخيستنې لاندې راوستل شو".

نوموړي زياته کړه، "سويډن دا مهال د اروپايي ټولنې له نورو هېوادونو، ناروې او بریتانيا سره ژورې خبرې کوي چې د يوه ګډ ځواب لاره وموندل شي".

د اروپايي شورا ولسمشر انتونيو کوسټا وويل، "اروپايي ټولنه به تل د نړيوال قانون د دفاع په برخه کې ډېره ټينګه ودرېږي... دا له شک پرته د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له خاورې پيلېږي".

د ډنمارک د بهرنيو چارو وزير لارس لوکه راسموسن وويل، دا ګواښ "حيرانونکی"و.

په همدې مهال د اروپا پارلمان کې د جرمنی استازي مانفريډ وېبر چې په اروپايي پارلمان کې د محافظه کارې ډلې مشر دی وويل، د ټرمپ دا ګام د تېر کال د اروپايي ټولنې او امریکا تر منځ د هغه سوداګريز تړون په اړه پوښتنې راپورته کوي چې لا تراوسه تصويب شوی نه دی.

بروکسل او واشنګټن داسې تړون ته رسېدلي وو چې له مخې یې د اروپايي ټولنې پر ټولو توکو ۱۵ سلنه تعرفه لګول کېږي او په بدل کې به د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي د امریکا پر ځينو توکو هېڅ تعرف نه لګوي.

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفير مايک والټز وايي، ډنمارک "په شمالي سيمه کې د اړتيا وړ کارونو ترسره کولو لپاره لازمې سرچينې او وړتيا نه لري".

نوموړي فاکس نيوز ته ويلي چې د ګرينلنډ د خلکو ژوند به "د امریکا تر سيوري لاندې نور خوندي، پياوړی او سوکاله" وي.

ټرمپ ډېر ځله ویلي چې "تعرفه" یې تر ټولو ډېر د خوښې ټکی دی او نوموړي دا روښانه کړې چې تعرفې د ده په نظر يوه نسبتا سخته او مستقيمه وسيله ده چې د نړۍ هېوادونه وهڅوي او يا ورباندې فشار راوړي چې خپلې تګلارې د سپينې ماڼۍ له غوښتنو سره سمې کړي.