تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: په ایران کې د نوي مشرتابه د موندلو وخت راغلی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمب د ايران په اړه په خپلو وروستيو څرګندونو کې د ايران د روحاني مشر علی خامنه ای د ۳۷ کلنۍ واکمنۍ د پایته رسولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي د شنبې په ورځ له پولېټېکو رسنۍ سره په مرکه، وویل، "اوس د ايران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی".
ډونلډ ټرمپ ویلي، ایت الله علی خامنه ای د "خپل هېواد د بشپړ ویجاړولو" مسئول دی.
په وروستيو ورځو کې ډونلډ ټرمپ د ايراني چارواکو په اړه ضد او نقيضې څرګندونې کړې دي.
نوموړي د تېرو څو اوونيو پر مهال په وار وار ويلي، که چېرې ایران لاريونوال ووژني او بنديان اعدام کړی، امریکا به سخت ځواب ورکړي.
دوې ورځې وړاندې، ډونلډ ويلي وو، ایراني چارواکو غوښتل چې ځينې خلک اعدام کړي خو دا کار یې ونه کړ.
نوموړي وروسته بيا د ایران له مشرانو د هغه څه له امله مننه وکړه چې ده ورته ''له ۸۰۰ د زیاتو کسانو د اعدام حکم لغو کېدل'' ویلي و.
ټرمپ د جمعې په ماښام، پر ټولنیزه شبکه ټروت سوشل ليکلي وو، ''زه دې واقعیت ته ډېر درناوی کوم چې ټول هغه پلان شوي اعدامونه چې ټاکل شوې وه پرون ترسره شي (چې له ۸۰۰ زیات وو)، د ایران د مشرتابه له خوا لغو شول. مننه!''
ښاغلي ټرمپ دغه راز هغې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا اسرائیلو او عربي هېوادونو دی قانع کړی چې پر ایران برید و نه کړي، وویل، ''هیچا زه نه یم قانع کړی، ما پخپله ځان قانع کړ. هغوی پرون پلان درلود چې له ۸۰۰ زیات کسان اعدام کړي. خو هغوی هېڅوک اعدام نه کړل. هغوی اعدامونه لغو کړل. دا ډېر اغېزناک کار و.''
ډونلډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د ایران روحاني مشر علي خامنه ای وويل، د امریکا ولسمشر د ايران په لاريونونو کې د خپل رول له کبله "مجرم" دی.
د خامنه ای د تور په ځواب کې ټرمپ وويل، "هغه څه چې ده د یوه هېواد د مشر په توګه کړي، د خپل هېواد بشپړ ویجاړول او په هغه کچه د تاوتریخوالي کارول دي چې هېڅکله وړاندې نه دي شوي".
د امریکا ولسمشر زياته کړه، "مشرتابه بايد د خپل هېواد په سمه توګه اداره کولو تمرکز وکړي، داسې لکه زه چې امریکا اداره کوم. نه دا چې د کنټرول لپاره زرګونه خلک وژني".