د وېنزویلا د نوبل سولې جایزې ګټونکې خپل مډال ټرمپ ته وړاندې کړی

د وېنزویلا اپوزېسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو خبریالانو ته وویل د پنجشنبې پر ورځ یې سپینه ماڼۍ کې د یوې خصوصي غونډې پر مهال ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د خپل د نوبل سولې جایزې مډال وړاندې کړ.

نوموړې له ښاغلي ټرمپ سره له لیدنې وروسته وویل: ''زه فکر کوم نن زموږ د وېنزویلا خلکو لپاره یوه تاریخي ورځ ده.''

دا د دواړو ترمنځ لومړۍ مخامخ لیدنه وه.

ټرمپ په یوه خواله رسنۍ پوسټ کې له دې کبله مننه کړې او دا یې 'د متقابل درناوي یو غوره اقدام' بللی.

وروسته له هغه چې امریکايي ځواکونو په کاراکاس کې د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ونیو، سره له دې چې د هغې غورځنګ د ۲۰۲۴ کال په سختو لانجمنو ټاکنو کې د بریا ادعا کړې و، ټرمپ د ماچادو ملاتړ و نه کړ، چې هغه د نوې مشرې په توګه ومني او پر ځای یې، هغه اوس هلته له سرپرستې مشرې ډیلسي رودریګز سره اړیکي جوړوي، چې د مادورو پخوانۍ مرستیاله وه.

له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته، ماچادو د ودانۍ له دروازو بهر راټولو شوو پلویانو ته وینا وکړه او د اسوشیېټېډ پرېس د راپور له مخې هغوی ته یې په هسپانوي ژبه وویل: ''موږ کولی شو پر ولسمشر ټرمپ حساب وکړو.''

ماچادو وروسته خبریالانو ته په انګلیسي ژبه وویل: ''ما د امریکا ولسمشر ته د نوبل د سولې د جایزې مډال وړاندې کړ''، او دا یې ''زموږ د ازادۍ لپاره د هغه د ځانګړي ژمنتیا یوه پېژندنه'' وبلله.

ټرمپ، چې ډېری وختونه د دې خبرې یادونه کوي چې غواړي د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړي، تېر کال هغه مهال ناخوښي څرګنده کړې وه چې دا جایزه ماچادو ته ورکړل شوه او هغې پرېکړه وکړه چې دا ویاړ ومني.

بي‌بي‌سي د تبصرې لپاره له سپینې ماڼۍ سره اړیکه نیولې ده.

ماچادو تېره اوونۍ ویلي وو چې دا به دا جایزه له ټرمپ سره شریکه کړي، خو د نوبل جایزې کمېټې وروسته څرګنده کړه چې دا جایزه بل چا ته د ورکولو وړ نه ده.

یادې کمېټې تېره اوونۍ په یوه اعلامیه کې وویل: ''کله چې د نوبل جایزه اعلان شي، هغه نه شي بېرته اخیستل کېدای، نه له بل چا سره شریکېدای شي او نه بل چاته لېږدول کېدای شي. دا پرېکړه وروستۍ ده او د تل لپاره پر خپل ځای پاتې کېږي.''

کله چې له کمېټې نه د ماچادو د څرګندونو په اړه د غبرګون پوښتنه وشوه، هغوی بي‌بي‌سي سره خبرو کې خپلو پخوانيو څرګندونو ته اشاره وکړه.

د پنجشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې له غونډې مخکې، د نوبل سولې جایزې مرکز پر اېکس ولیکل: ''مډال کېدای شي خپل مالک بدل کړي، خو د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکي لقب نه شي بدلېدای.''

په خپلو څرګندونو کې، ماچادو دغه راز وویل، چې څنګه مارکيز دو لافایېت، چې د امریکا د خپلواکۍ په جګړه کې یې برخه اخیستې وه، یو مډال چې د جارج واشنګټن انځور پرې و، سیمون بولیوار ته ورکړ، هغه څوک چې د معاصر وېنزویلا له بنسټ اېښوودکو څخه ګڼل کېږي.

ماچادو د واشنګټن په سفر کې د امریکا کانګرېس له سناتورانو سره هم وکتل، او کله چې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، د هغې ملاتړو شعارونه ورکول چې ''ولسمشره، ماریا!'' او د وېنزوېلا بیرغونه یې رپول.

ماچادو پلان درلود چې له ټرمپ سره په کتنه کې هڅه وکړي هغه قانع کړي چې د رودریګز د لنډمهاله حکومت ملاتړ یوه تېروتنه ده او باید د اپوزېسیون ائتلاف د وېنزویلا د انتقالي حکومت مسوولیت پر غاړه ولري.

د سپینې ماڼۍ رسنیزې څانګې سکرترې کارولین لیویټ د پنجشنبې پر ورځ په داسې حال کې چې غونډه روانه وه، خبریالانو ته وویل چې ماچادو "د وېنزویلا د ډېرو خلکو لپاره یو پاموړ او زړور غږ دی" او ټرمپ "دې غونډې ته سترګې په لار و او په وېنزویلا کې یې د ژوند د اوسني واقعیتونو په اړه د یوه څرګند او مثبت بحث تمه درلوده".

ټرمپ مخکې ماچادو د "ازادۍ جنګیالۍ" بللې وه، خو د مادورو له لېرې کولو وروسته یې د وېنزویلا د مشرۍ لپاره د هغې د ټاکلو مفکوره رد کړه او استدلال یې وکړ چې هغه کافي کورني ملاتړ نه لري.

له هغه وخته چې مادورو د جنوري په دریمه نېټه ونیول شو، د ټرمپ ادارې په چټکۍ سره د وېنزویلا د تېلو سکتور بیا جوړولو لپاره فعالیت کړی، چې د متحده ایالاتو تر بندیزونو لاندې و. د چهارشنبې پر ورځ یوه امریکایی چارواکي وویل چې امریکا د وېنزویلا د تېلو لومړی پلور بشپړ کړی، چې ارزښت یې ۵۰۰ ملیون ډالر (۳۷۳ ملیون پونډه) دی.