تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عثماني دولت د وروستي سلطان د ژوند کړاوونه، لاسته راوړنې او ناخوالې
- Author, وليد بدران
- دنده, بي بي سي
د ۱۸۶۱ کال د جنورۍ پر ۱۴مه، محمد شپږم وزېږېد. هغه د عثماني دولت وروستی سلطان و؛ هغه ستره امپراتوري چې پېړۍ پېړۍ یې دوام وکړ او د اسلامي او نړيوال تاريخ له سترو سياسي جوړښتونو ګڼل کېږي. نوموړی د ۱۹۲۶ کال د مې پر ۱۶مه د ايټاليا د سان ريمو په ښار کې وفات شو.
سلطان محمد شپږم وليالدين، وروستی څوک و چې د عثماني سلطان لقب ورکړل شوی و.
په ۱۹۲۲ کال کې د هغه جبري ګوښه کېدل او له هېواده تبعيد د دې لامل شو چې تر يو کال کم وخت وروسته، د مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ د ترکيې جمهوريت اعلان شي.
محمد شپږم په داسې يو ډېر پېچلي تاريخي پړاو کې واک ته ورسېد چې عثماني دولت د پوځي ماتې، د بهرنيو لاسوهنو د زياتېدو او د ژورو فکري او سياسي بدلونونو تر سخت فشار لاندې د خپل وروستي زوال پړاو ته ننوتی و.
د همدې تاريخي موقعيت له امله، د هغه نوم د عثماني سلطنت له پای او وروسته د خلافت له لغوه کېدو سره وتړل شو او دی د هغې تاريخي دورې د پای شاهد شو چې پېړۍ پېړۍ یې دوام کړی و.
نو محمد شپږم څوک و او کوم شرايط د هغه د واکمنۍ پر مهال د سلطنت د سقوط لامل شول؟
پيل او تخت
محمد شپږم، د سلطان عبدالمجيد زوی، د استانبول په دولمهباهچه (باغچه) ماڼۍ کې وزېږېد؛ هغه مهال استانبول د عثماني خلافت پلازمېنه وه.
هغه د ماڼۍ په فضا کې وروزل شو، خو په داسې وخت کې چې دولت د خپل ځواک او نفوذ ډېره برخه له لاسه ورکړې وه.
لا څلور کلن نه و چې مور او پلار یې وفات شول، نو د هغه روزنه او زدکړه د پلار بلې مېرمنې شايسته خانم ته ور له غاړې شوه.
شهزاده په خپل ماشومتوب کې د همدې مېرمنې د سختۍ او واکمنۍ له امله کړاوونه وګالل، تر دې چې په شپاړس کلنۍ کې د هغې له ماڼۍ ووت.
هغه ځانګړې زدکړې ترلاسه کړې وې.
له لوستلو سره یې ځانګړې مينه لرله، د پوهې او هنرونو پراخ شوق یې درلود.
خطاطي او موسيقي یې زدکړه، د نسخ خط ليکل یې زده کړل او د قانون په نوم د موسيقۍ دوديزه اله غږول یې زدکړل.
همدارنګه تصوف ته یې مخه کړه او د فاتح په مدرسه کې یې د اسلامي فقهې، علم کلام، د قرآن تفسير، حديث او همدارنګه عربي او فارسي ژبو زدکړې ته ملا وتړله.
په ځوانۍ کې یې د تنظيماتو د اصلاحاتو پړاو تجربه کړ (دا هغه دوره وه چې د ۱۸۳۹ او ۱۸۷۶ کلونو ترمنځ په عثماني دولت کې اداري، قانوني او سياسي اصلاحات پکې ترسره شول)، د اروپايي نفوذ زياتېدل او پر لېرې پرتو ولايتونو د عثماني واک کمزورې کېدل.
دا ژور بدلونونه وو چې د هغه سياسي او فکري شعور یې په راتلونکو کلونو کې اغېزمن کړ.
د هغه د ورور- دویم سلطان عبدالحميد د ۳۳ کلنې واکمنۍ (۱۸۷۶–۱۹۰۹) پر مهال، محمد شپږم د سلطان تر ټولو نژدې ورور بلل کېده.
دغې نژدې اړيکې وروسته د هغه پر سياسي دريځونو ژور اغېز وکړ، له دې څخه د "ځوانې ترکيې" له غورځنګ سره د هغه سخته دوښمني وه؛ هماغه غورځنګ چې د ۱۹۰۹ کال د پاڅون پر مهال یې عبدالحميد له واکه ګوښه کړ.
همدارنګه نوموړي پر جرمنیانو هم ژوره بې باوري درلوده.
په ۱۹۱۶ کال کې، د پخواني سلطان عبدالعزيز د زوی، شهزاده يوسف عزالدين، له ځانوژنې وروسته، محمد شپږم دال عثمان تر ټولو مشر نارينه په توګه د وليعهد په توګه وټاکل شو.
هغه مهال لومړۍ نړيواله جګړه خپل اوج ته رسېدلې وه او د امپراتورۍ حالت ښه نه و؛ له سوېله د بريتانويانو او عربانو او له ختيځه د روسانو تر سخت فشار لاندې وه.
د ۱۹۱۸ کال په پيل کې، هغه د پوځي قومندان مصطفی کمال باشا په ملتیا اروپا ته سفر وکړ، چې په ترڅ کې یې د جرمني او اتريش– هنګري امپراتورۍ وکتلې او له يو شمېر لوړو سياسي او پوځي مشرانو سره یې وليدل.
د ۱۹۱۸ کال د جولای پر درېیمه، سلطان محمد پنځم رشاد د ۷۳ کلونو په عمر وفات شو او محمد شپږم ترې وروسته پر تخت کېناست.
هغه مهال عثماني امپراتوري په خورا ناوړه حالت کې و؛ بريتانوي ځواکونو او د شريف حسين ځواکونو عراق، حجاز او د شام ډېره برخه نيولې وه او زړې امپراتورۍ د بشپړې ړنګېدو پر ژۍ ولاړه وه.
د برېتانيا د دايرة المعارف د معلوماتو له مخې، محمد شپږم يو هوښيار او ژور بصيرته سړی و.
هغه د ۱۹۱۸ کال د جولای په ۴مه پر تخت کېناست او له پيله یې هڅه وکړه چې د خپل مشر ورور عبدالحميد ثاني په څېر د واکمنۍ چارې په خپله لاس کې واخلي او پر حکومت مستقيم کنټرول ولري.
خو د هغه راتلونکی له هماغې شېبې ناڅرګند و چې د سلطان محمد پنځم رشاد ځای ناستی شو.
د ۱۹۱۸ کال د اکتوبر پر ۳۰مه، يعنې د پلازې له خپلولو يوازې څلور مياشتې وروسته، عثماني امپراتورۍ په لومړۍ نړيواله جګړه کې ماتې ومنله او د مودروس اوربند یې لاسليک کړ.
د هماغه کال په نومبر کې، په استانبول کې د متحدينو پوځي اداره رامنځته شوه او ښار د بريتانيا، فرانسې او ايټاليا تر نفوذ لاندې په درې سيمو ووېشل شو.
د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر پر اتمه، موجود حکومت ړنګ شو، صدراعظم استعفا ورکړه او د اتحاد او پرمختګ ګوند - چې د امپراتورۍ تر ټولو مهم سياسي ګوند و، منحل شو.
وروسته له هغه چې په جګړه کې د هېواد ور ښکېلولو مسؤلیت پرې واچول شو، د دې ګوند مشران له هېواده وتښتېدل.
سلطان، چې د ملي ايډيالوژيو مخالف او د عثماني سلطنت د دوام پلوی و، د متحدينو تر فشارونو لاندې تسليم شو او د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر پر ۲۱مه یې پارلمان منحل کړ او ژمنه یې وکړه چې ملتپال غورځنګ به له منځه يوسي.
خو ملتپال، چې د مصطفی کمال په مشرۍ یې په اناتوليا کې خپلې لیکې تنظيمولې، په همدې پړاو کې هڅه کوله د خاورې د يووالي او خپلواکۍ لپاره د سلطان ملاتړ ترلاسه کړي.
له خبرو اترو وروسته، سلطان د نويو پارلماني ټاکنو له ترسره کېدو سره موافقه وکړه. د
غه ټاکنې د ۱۹۱۹ کال په وروستيو کې وشوې او پايله یې دا وه چې ملتپالو په نوي پارلمان کې اکثريت وګاټه. خو متحدين، چې د ملي احساساتو له پياوړتيا او د ترکي يووالي له امکان څخه اندېښمن شوي وو، په استانبول کې یې خپل اشغال پراخ کړ او د ملتپال استازو نيول او تبعيد یې پيل کړل.
د ۱۹۲۰ کال د اپرېل پر ۱۱مه، سلطان يو ځل بيا پارلمان منحل کړ.
په ځواب کې، ملتپالو په انقره کې د نويو ټاکنو غوښتنه وکړه، چې پايله یې د ۱۹۲۰ کال د اپرېل په ۲۳مه د "ترکيې د لويې ملي شورا" په نوم د يو نوي تقنيني مجلس جوړېدل وو او مصطفی کمال د هغه د مشر په توګه وټاکل شو.
شورا خپل ځانګړی حکومت جوړ کړ او په دې توګه هېواد په عملي ډول له دوو سيالو واکمنيو سره مخامخ شو: يوه په استانبول کې د سلطان تر مشرۍ لاندې او بله په انقره کې د مصطفی کمال په مشرتابه.
د ۱۹۲۰ کال د اګست پر لسمه، سلطان محمد شپږم د فرانسې په سيفر ښار کې پر لاسليک شوې معاهدې مهر ولګاوه او د متحدينو شرطونه یې ومنل، ځکه وېره یې لرله چې د ردولو په صورت کې به نوې پوځي نښته رامنځته شي چې ښايي عثماني ځواکونه یې وبايلي او ان استانبول له لاسه ورکړي.
دغه تصديق د ملتپال غورځنګ د لا پياوړتيا سبب شو، ځکه د سيفر معاهده د عثماني دولت لپاره سپکوونکې بلل کېده؛ معاهدې دولت له خپلو عربي ولايتونو بېبرخې کړ، د پوځ د منحلېدو پرېکړه یې وکړه او اناتوليا یې د نفوذ سيمو ته ووېشله. په انقره کې ملي شورا دغه معاهده رد کړه او د "ترکيې د خپلواکۍ جګړې" د پيل اعلان یې وکړ.
په دې توګه، د ترکي ملتپالو او سلطان محمد شپږم ترمنځ درز لا ژور شو، تر دې چې په استانبول کې يوې پوځي محکمې د مصطفی کمال پر وړاندې د هغه په غیاب کې د اعدام حکم صادر کړ.
د سلطنت لغوه کېدل
د ترکي ملتپالو غورځنګ په مختلفو جبهو کې بریاوې ترلاسه کړې، چې تر ټولو مهمه يې د سکاريا جګړه وه، چې د ۱۹۲۱ کال د اګست له ۲۳مې تر سپتمبر ۱۳مې وشوه.
دغه جګړه د ترکيې د خپلواکۍ د جګړې په لړ کې د بدلون يوه مهمه نقطه ګڼل کېږي، ځکه یې د ملتپالو برياليتوب ثابت کړ او وروسته یې د اناتوليا د ډېرو سيمو بېرته تر لاسه کولو ته لاره هواره کړه.
کله چې د متحدينو هېوادونو د استانبول حکومت او د ترکيې د لويې ملي شورا ته د لوزان د سولې کنفرانس لپاره بلنه ورکړه، چې د ۱۹۲۲ کال د نومبر په ۲۰مه يې کار پېل کړ، سلطان محمد شپږم پرېکړه وکړه چې په دې بلنه ګډون وکړي.
خو دغه پرېکړه د ملي شورا حرکت تېز کړ، چې د ۱۹۲۲ کال د نومبر پر لومړۍ یې قانون تصویب کړ، چې د سلطنت او خلافت تر منځ جلاوالی یې اعلان کړ.
په دې توګه سلطنت په بشپړه توګه لغوه شو، خو خلافت په مؤقت ډول د مذهبي مقام په توګه پاتې شو، بې له سياسي واکه او د دې لپاره چې په عثماني کورنۍ کې پاتې شي، پارلمان ته حق ورکړل شو چې خلیفه وټاکي.
په همدې حال کې، ملي شورا پرېکړه وکړه چې سلطان محاکمه شي، ځکه ملتپال غورځنګ هغه د غدارۍ او له اشغالګرو ځواکونو سره په همکارۍ تورن کړ.
له همدې امله، سلطنت نور د ملتپال غورځنګ په نظر کې د يووالي سمبول نه و، بلکې د تاريخي بار په توګه ګڼل کېده چې د ملي حاکميت پر بنسټ د عصري دولت د جوړولو لپاره لېرې کړل شي.
له سلطنت د لغوه کېدو ۱۶ ورځې وروسته، يعني د ۱۹۲۲ کال د نومبر په ۱۷مه، محمد شپږم وليالدين له استانبوله د سپېده داغ په لومړيو شېبو کې وتښتېد، ځکه هغه د خپل ژوند پر جدي ګواښونو خبر شو او بیا هېڅکله ښار ته نه شو راستنېدلی.
هغه په پټه په يوه امبولانس کې وتښتېد، چې د بريتانوي ساتونکو لخوا چلول کېده، زوی یې شهزاده محمد ارطغرل، چې لس کلن و هم ور سره مل و.
دوی بیا په یوه بریتانیوۍ بیړۍ کې په پټه لاړل.
دا بيړۍ "ایچ ایم ایس مالايا" د متحدينو د ځواکونو لوړ قومندان جنرال چارلز هارينګټن په ملتیا دوی ته یووړل شوه، څو ساعته وروسته د عثماني ماڼۍ کارکوونکو هم د خپل سلطان د تګ تصديق وکړ.
په راتلونکو اونیوو کې، محمد شپږم په انزوا کې ژوند وکړ.
هغه د ۱۹۲۲ کال د دسمبر پر نهمه مالتا ته ورسېد او وروسته یې د خپل تل پاتې تبعيد لپاره د ايټاليا ريوييرا وټاکه.
هغه په سان ريمو ښار کې مېشت شو، چې د ايټاليا نوي واکمن بينيتو موسوليني هغه ته د ايټاليا په "درناوي" د اوسېدو هيله وښوده.
د سلطان له تېښتې وروسته، د انقرې پارلمان د هغه تره عبدالمجيد دويم، د مسلمانانو خلیفه وټاکه.
محمد شپږم هڅه وکړه چې په حجاز کې ځان خلیفه وټاکي، خو دغه هڅې يې ناکامې شوې او په ۱۹۲۴ کال کې د عثماني خلافت لغوه کېدو پرېکړه وشوه.
په دې توګه، د ۱۹۲۲ کال په نومبر میاشت کې سلطنت لغوه کول يوازې قانوني اقدام نه و، بلکې يوه لړزانده پېښه وه چې د عثماني واکمنۍ دور پاي ته ورسوله.
د سلطنت او خلافت ترمنځ قصدي جلاوالی په دې پړاو کې د مذهبي صدمې د کمولو هڅه وه، مخکې له دې چې د خلافت لغوه کول پرېکړه شي.
محمد شپږم د دې اوږدې تاريخي لړۍ وروستی کس شو، چې د اسلامي نړۍ د دولت او واک د مفهوم د ژور بدلون شاهد و.
د محمد شپږم او د خلافت د بنسټ اړيکې په وروستيو کلونو کې پېچلې وې.
سره له دې چې هغه د خلیفه لقب ساتلی و، د خلافت واقعي نفوذ خورا کم شوی و، په ځانګړي ډول وروسته له دې چې د اسلامي سيمو زياتره برخې له عثماني کنټروله وتلې وې.
سره له دې، هغه هڅه کوله چې خپل مذهبي مقام د اروپايي ځواکونو پر وړاندې د يوې سمبولیکې وسیلې په توګه وکاروي، خو دغه وسيله له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته په نړۍ کې د ځواک او استعماري ګټو د منطق له مخې خپله اغېزمنتيا له لاسه ورکړه.
مړینه او تاريخي ارزونه
په هغو څلورو کلونو کې چې د محمد شپږم له ګوښه کېدو وروسته تېر شول، هغه خپل جېب کې تومانچه ساتله، ځکه د وژنې د ګواښ له وېرې سره مخامخ و.
کله چې هغه د ۱۹۲۶ کال د مې پر ۱۶مه د ايټاليا په سان ريمو ښار کې د وینې د یوه رګ د بندېدو له امله ومړ، مخکې له مخکې له مالي ستونزو سره مخامخ او په پورونو کې ډوب و.
ايټاليايي چارواکو د خښولو د لګښتونو د نه ورکړې له امله د هغه تابوت ضبط کړ، تر دې چې د هغه لور رقیه صبیحه اړينه اندازه پيسې راټولې کړې او هغه په دمشق کې خاورو ته وسپارل شو، هغه ښار چې يو وخت د عثماني دولت يو له سترو مرکزونو و.
د هغه د دفن ځای، چې له اناتوليا او استانبوله لېرې و، د یوې تراژيدۍ څرګندونه کوي؛ دې پای یوه سلطنتي کورنۍ وښودله چې پېړۍ پېړۍ یې په اسلامي نړۍ واکمني کړې، خو په تبعيد کې او له خپل تاريخي پلازمېنې لېرې پای ته ورسېده.
په شخصي ژوند کې، محمد شپږم پنځه ځله واده وکړ: له نازک هانم (خانم) سره چې لومړۍ مېرمن یې وه او سلطانه لقب یې درلود، له انشراح هانم (خانم) سره چې وروسته له هغې جلا شو، له موفدت قانین سره چې یوازېنی زوی یې یې وزېږاوه، له نوارة هانم (خانم) سره چې وروسته له هغې هم جلا شو او بیا له نِفزاد هانم (خانم) سره.
هغه یوازې یو زوی شهزاده محمد ارطغرل او درې لوڼې یې لرلې: منیره سلطان، فاطمه علویه سلطان او رقیه صبیحه سلطان.
د محمد شپږم شخصيت د هغه له تاريخي شرايطو پرته نه شي پېژندل کېدای.
هغه په داسې استثنايي وخت کې واک ته ورسېد، چې عثماني دولت له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته پرځول شوی و، اقتصادي زوال یې تجربه کړ، د متحدينو ځواکونو اشغال کړی و او د سختو تړونونو له لارې یې د پوځ او سياسي موسسو د انحلال مخه نه شوه نیولای.
استانبول پخپله د بريتانوي او فرانسوي ځواکونو تر کنټرول لاندې و، په داسې حال کې چې عربي ولايتونه له عثماني واکه وتلي وو او اناتوليا د نړیوالو پروژو د وېش له خطر سره مخ وه.
سلطان له يوه ژور قانوني کړکېچ سره هم مخ و، ځکه ګڼ شمېر پوځي افسران او پوهان عثماني دربار د ماتي او زوال مسؤل ګڼل او په دې باور وو چې د سلطنت دوام د یوې عصري، باثباته دولت د جوړېدو مخه نیسي.
دغه وېش په استانبول او انقره کې د پرانیستې شخړې په شکل څرګند شو، چې ملي غورځنګ پکې متبادلې ادارې جوړې کړې: پارلمان، اردو او مدني اداره، چې د سلطان له واک سره یې مقابله کوله.
د محمد شپږم د ملي غورځنګ پر وړاندې موقف بدلېدونکی و؛ په ځینو پړاوونو کې یې هڅه وکړه چې غورځنګ کنټرول کړي یا ورسره تفاهم وکړي او په نورو پړاوونو کې یې د کمزوري کولو لپاره اقدامات ترسره کړل، له دې جملې د مشرانو پر ضد د مذهبي فتواوو جاري کول هم شامل وو.
خو دغه پاليسۍ يوازې د هغه او د عامو ترکانو ترمنځ واټن ډېر کړ
محمد شپږم ځان په سياسي توګه جلا او بې له ولسي ملاتړ وموند.
له دې سره چې د مصطفی کمال غورځنګ په اناتوليا کې د بهرنیو ځواکونو پر ضد برياوې ترلاسه کړې، سلطنت د ترکي ملتپال غورځنګ په نظر کې د تاريخي بار په توګه پاتې شو او د یوې دورې سمبول و چې دوی يې د پايلې ته رسولو هڅه کوله.
تاريخپوهان د محمد شپږم شخصيت او د هغه رول په اړه مختلفې ارزونې لري.
ځينې هغه کمزوری واکمن ګڼي، چې نه يې کلک تصميم او نه لید لوری درلود او د هغه پاليسۍ يې د دولت د چټک زوال سبب ګڼل.
خو نور تاريخپوهان هغه ته د يوه داسې واکمن په توګه ګوري چې د نړیوالو سختو شرايطو بندیوان و، له محدودو اختیاراتو سره او د سقوط مسؤول ګڼل يې چې د اوږدې مودې د زوال او ناهيلۍ حق یې نه دی ادا کړی.
د دې نظر له مخې، سلطان هڅه کوله چې د پاتې دولت موجوديت له بریاليو ځواکونو سره د تفاهم پر بنسټ وساتي، ځکه هغه باور درلود چې نظامي مقابله نوره ممکنه نه ده او د پلازمېنې او تخت ژغورل سياسي انعطاف او دردناکې تېرېدنې غواړي.
په تاريخي لیکنو کې د محمد شپږم په اړه بحث لا هم روان دی. په معاصره ترکيه کې د څو لسیزو لپاره رسمي روایت غالب و چې پر هغه یې سخت انتقاد کاوه او د امپراتورۍ د زوال مسؤول يې ګاڼه، په مقابل کې مصطفی کمال د جمهوريت د بنسټګر په توګه وستایل شو.
خو تازه څېړنې د لا انډولیزې لوستنې میلان لري او محمد شپږم د يوه پېچلي تاريخي پړاو محصول ګڼي، نه يوازې د يو فرد په توګه چې يوازې د امپراتورۍ د سقوط بار يې پر غاړه درلود.
په پایله کې، محمد شپږم د دوديزو امپراتوريو د دورې پای او د نوې دورې پیل څرګندوي، چې د ترکيې په سياست کې د ملتپال او سیکولر دولت د راپورته کېدو نښه وه.
که هغه د کمزوري واکمن په توګه وکتل شي یا له يو سخت حالت سره مخ سړی و چې هڅه يې وکړه د ژغورلو وړ څه ژغوري، د هغه تاريخي موقعيت له يوه مهم پړاو سره تړلی دی چې د سيمې او ټولې اسلامي نړۍ مخ یې بدل کړ.
په همدې چوکاټ کې، ښکاري چې د محمد شپږم او مصطفی کمال ترمنځ سمبولیکه شخړه لا نه ده هواره شوې.
دا یوازې شخصي يا سياسي اختلاف نه دی، بلکې د دولت د راتلونکي په اړه د دوو ليدلورو ټکر ښيي: يو يې سلطنت د تاريخي نظام په توګه د اصلاح او د رول د بېرته راګرځولو وړ ګڼي او بل يې د تېر وخت پرېکون د عصري دولت د جوړېدو شرط ګڼي.
تر يوې پېړۍ وروسته هم، دغه ميراث د ترکيې په سياسي او تاريخي حافظه کې د بحث او اختلاف سکالو "موضوع" پاتې ده.