ایا د کولمو روغتیا زموږ پر زړښت اغېز لري؟

    • Author, هیو پِم
    • دنده, د روغتیايي رپوټوڼو مسوول مدیر

په داسې حال کې چې د روغتیا په تېره بیا د کولمو او هاضمې په اړه د مطالبو کتلو او لوستلو لېوالتیا ډېره شوې موږ دلته د کولمو د روغتیا په اړه وروستیو څیړنو ته اشاره کوو.

همدې لېوالتیا ته په کتو به مو لېدلي وي چې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر اغېزناک یا نفوذ لرونکي کسان د روغتیا لپاره د رنګا رنګ ویټامینونو، منرالونو، نسخو او یا نورو عادتونو په اړه غږېږي او اعلانونه کوي.

دوی داسې شیان ښیي چې ګواکې د کولمو روغتیا ښه کوي په دې ډله کې یو هم د شیدو او کومبوچا(د شاتو یا شربت په شان یو ترکیبي څښاک دی) د بېلابېلو تولیداتو برانډونه ژمنه کوي، چې دوی د کاروونکو کولمو ته «ښیې باکتریاوې» ور رسوي.

ځینو بیا دا د کولمو په اړه اندېښنې هسې د فېشن یوه څپه بللې چې ژر به تېره شي خو ډېری ډاکټران باور لري، چې زموږ د کولمو مایکروبیوم (په میلیاردونه هغه باکتریاوې، فنګسونه،ویروسونه او میکروبونه چې لویو کلمو کې وي او د خوړو په جذب او ویټامینونو په تولید، دفاعي او رواني روغتیا کې رول لري) ښايي پر پراخې لړۍ اغېز ولري،لکه: له ذهني روغتیا څخه نیولې تر د ځینو سرطانونو د رامنځته کېدو پورې.

له دې ټولو سره د هغو خلکو تر منځ چې خپل عمر او روغتیا ته ډېر پام کوي دا پوښتنه هم شته چې زموږ کولمې زموږ په زړښت کې څومره رول لري.

همدا لامل و، چې څو میاشتې مخکې مې ځان د لندن د سېنټ مېریز روغتون ته هغه ځای چې د پنسلین د کشف له امله مشهور دی، ورساوه او هلته مې د خپلو کولمو د سلامتیا په اړه ځان ټولو لازمو معلوماتو تر لاسه کولو ته چمتو کړ.

زه هلته د ډاکټر جېمز کېنراس لیدو ته تللی وم.

هغه د امپیریل کالج لندن کې د عملي کولورېکټل (د کولمو او معقد متخصص جراح) پروفیسور دی. خو ښايي د هغه د کار تر ټولو رنګینه برخه دا وي، چې د خلکو د غایطه موادو ( غټو متیازو) معاینه او تحلیل کوي.

څو اوونۍ مخکې ما د خپلې غایطې موادو نمونه یو لابراتوار ته لېږلې وه.

دا ډول ازموینې کولی شي زموږ د کولمو د مایکروبیوم په اړه معلومات راکړي.

په ټریلیونونو میکروبونه زموږ د معدې او کولمو دننه ژوند کوي او ډېری یې باکتریاوې دي خو ویروسونه او فنګس هم پکې شامل دي.

نوموړی وايي: "زه د مایکروبیوم مبلغ یم. دوی زموږ د روغتیا د ټولو اړخونو په ژورو کې نغښتي دي."

هغه باور لري، چې کولمې ښايي د زړښت په بهیر کې بنسټیز رول ولري او دا پر دې اغېز کولی شي، چې موږ څومره ژوند کوو او د زړښت په کلونو کې له فزیکي اړخه څومره ځواکمن پاتې کېږو.

ځینې کارپوهان فکر کوي، چې په زړښت کې د کولمو د مایکروبیوم اهمیت تر اندازې زیات ښودل شوی او هر چا سره چې زه خبرې کوم باور لري، چې لا ډېرې څېړنې ته اړتیا ده.

د نړۍ تر ټولو د زړې ښځې تجربه

ماریا برانیاس مورېرا د نړۍ تر ټولو زړه ښځه وه.

نوموړې په ۲۰۲۴ کال کې د هسپانیې شمال کې په ۱۱۷ کلنۍ کې وفات شوه.

ساینسپوهانو د هغې د غایطې موادو ( غټو متیازو)، وینې، لاړو او ادرارو ( تشو متیازو) نمونې واخیستې او له ایبریا ټاپووزمې څخه د ۷۵ نورو ښځو له نمونو سره یې پرتله کړې.

نتیجه کې یې وویل شول، هغې په عمومي ډول 'سالم ژوند ' درلود: "په کلیوالي سیمه کې یې ژوند کاوه، هره ورځ به یې یو ساعت پلی مزل کاوه او په غوړو بډایه مدیترانې رژیم یا خواړه به یې خوړل."

خو هغه څه چې دغه زړه ښځه یې ډېره ځانګړې کړې وه دا و، چې هره ورځ به یې مستې خوړلې.

ډاکټر مانېل استېلېر، چې د بارسلونا پوهنتون جنیټیسټ یا جنیتک څېړونکی او د دې څېړنې ګډ لیکوال هم دی، فکر کوي، چې د مورېرا ( هماغه زړه ښځه) د مستو خوړلو عادت ښايي هغې ته د ګټورو باکتریاوو لوړه کچه ور په برخه کړې وي، کومې چې التهاب کمولی شي.

ډاکټر استېلېر وايي، د هغې حجرې د خپل عمر په پرتله ځوانې ښکاره کېدې.

هغه کسان چې د سلو کلونو و یا دي، په اړه نورې څېړنې هم شوې دي.

دا هغه کسان دي، چې د اوږد عمر لروونکو کسانو ترمنځ د اتلانو په څېر بلل کېږي.

ساینسپوهانو په بیا بیا له سلو کلونو څخه د زیاتو عمر لرونکو کسانو د کولمو د روغتیا په اړه څیړنې کړي او تل یې د باکتریاوو ډېره اغېزمنه تنوع موندلې ده.

په یوه بله څېړنه کې، چې په ۲۰۲۲ کال کې د «نېچر» په نوم علمي مجله کې خپره شوه، د چین د جنوب ختیځ د جیاولینګ ولسوالۍ څېړونکو د اتلسو سل کلنو کسانو د غایطه موادو نمونې واخیستې او دا یې وموندله، چې د ځوانو کسانو پرتله په کې د باکتریاوو تنوع ډېره لوړه وه.

کولمې باید د باغ په څېر متنوع وي

دا خبره ډاکټر مري نی لوخلېن ته معقوله ښکاري، دا د کینګز کالج لندن کې د زړو کسانو د طبي کلینیکي ښوونکې ده.

دا وايي، "دا ګټوره ده، چې د کولمو مایکروبیوم د یوه باغ په څېر تصور کړو' موږ غواړو چې دا تر ټولو زیاتې متنوع وي."

هغې تشریح کړه: "که تاسو داسې ځمکې ته لاړ شئ، چې هېڅ بوټی په کې نه وي او تش ښکاري، دا د کمې تنوع ځای دی. هغه څه چې تاسو یې غواړئ، ډېر ګلان، رنګونه او تخمونه دي.ستونزه دا ده، چې موږ زړېږو، زموږ د مایکروبیوم تنوع په څرګنده توګه کمېږي. ځینې ګټورې باکتریاوې زموږ له کولمو څخه ورک کېږي."

خو هغه زاړه کسان چې دا بهیر ماتوي او د خپلو اتیاوو او نوېیمو (۹۰) کلونو تر عمره پورې خپلې ښې باکتریاوې ساتي. ښکاري، چې اوږد او سالم ژوند کوي.

د ډاکټر نی لوخلېن په اند، دا څېړنې زموږ د کولمو او زړښت ترمنځ د اړیکې ثبوت دی.

هغه وايي: "موږ پوهېږو، چې سل کلن کسان … ډېر متنوع مایکروبیوم لري."

هغه وايي: د دغو خلکو په اړه داسې څه شته چې، په یوه معنی، د نورو په پرتله برتره ښکاري. دوی بریالي شوي، چې خپله تنوع وساتي.

خبره یوازې د دې نه ده، چې څوک څومره اوږد ژوند کوي. بلکې دا هم مهمه ده، چې په وروستیو کلونو کې یې ژوند څومره ښه وي؟

داکټر کېنراس وايي، د کولمو د باکتریاوو او ناتوانۍ (فریلیټي) ترمنځ اړیکه شته، یعنې دا چې یو زوړ کس څومره کولی شي له ناروغۍ یا ټپ وروسته بېرته پر پښو ودرېږي.

زما د اصلي عمر او د کولمو د عمر پرتلنه

بېرته د سېنټ مېریز روغتون په لابراتوار کې داکټر کېنراس د خپل ازمايښت پایلې اعلانوي: "زه د مایکروبیوم له پلوه د کولمو ښه «تنوع» لرم. دا په عمومي ډول «سالمې» دي، چې دا ښه خبر دی. خو د هغو له انداز څخه زه ځینې شرایط احساسووم. لومړی، دا چې په کولمو کې یو دوه «لوبغاړي» شته، چې ښايي د زړه او رګونو د ناروغۍ خطر زیات کړي.

یو څه اندېښمنوونکې دا هم ده، چې ځینې ناوړه جراثیم هم موندل شوي دي. ای کولي (E. coli) او سي-ډیفیسیل (C. difficile) شتون ، چې دا غیرمعمولي خبره نه ده."

داکټر کېنراس راته وايي، زما د کولمو بایوم نږدې د یوه ایټالوي سړي بایوم سره برابر دی، چې له ما پنځه کاله مشر دی.

هغه دا پایله زما د ازموینو د پایلو د پرتله کولو له لارې ترلاسه کړې، له یوې څېړنې سره چې د ایټالیا په شمال کې پر ۶۲ کسانو شوې وه.

په دې څېړنه کې چې د خپل ډول یوازینۍ ده.

څېړونکو د بېلابېلو عمرونو خلکو د غایطې موادو ( غټو متیازو) نمونې وڅېړلې، چې عمرونه یې له ۲۲ څخه تر ۱۰۹ کلونو پورې و او په دې توګه یې دا انځور جوړ کړ چې د انسان کولمې د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې څنګه وي.

دا پایله ما دې ته اړ باسي، چې خپلې هغه غلطۍ ومنم چې یا به مې بې وخته خوراک کاوه او یا به مې ډېر وخت تیار چمتو شوي یا زر پخیدونکي (فاسټ فوډ) خوړل.

د ۲۰۰۸ کال د بانکي بحران او د کووېډ–۱۹ وبا پر مهال سخت کاري مهالویشونه دې ته لاره اواره کړه چې ډېر کیکونه او خواږ شیان په بیړه وخوړل شي.

زه په لندن کې ژوند کوم، د شمالي ایټالیا د پاکې هوا پر ځای د ټرافیک له کبله په ککړه هوا کې زما ژوند دی.

نو ځکه هېڅ د تعجب وړ نه ده، چې زما کولمې له ما پنځه کاله زړې بلل شوې دي.

کېنراس ښايي زما د وارخطا څېرې رنګ لیدلي وي، ځکه سمدستي یې ډاډ راکړ، چې ښايي هغه ایټالوي سړي ټول عمر د مدیترانې رژیم خوړونکي و، یا یې په کلیوالو سیمو کې ژوند کاوه، چې د ښاري ککړتیا څخه خوندي دي.

سربېره پر دې، د نمونې اندازه هم کمه وه.

هغه لا زیات ډاډ راکړ او وویل: د سالم زړښت ( یعنې له ښې روغتیا سره زاړه کېدل) ټول وسایل شته یوازې اړتیا ده، چې سم تنظیم شي.

په بل عبارت، که زه خپل خوراک ته جدي پاملرنه وکړم، لا هم د ښه والي لپاره وخت شته.

ایا کولای شو د خپلو کولمو روغتیا کنترول کړو؟

د دې پوښتنې په اړه چې ایا خلک رښتیا هم د خپل خوراک له لارې د زړښت بهیر ښه کولی شي که نه، استېلېر هیله مند دی او په مثبت نظر ورته ګوري.

هغه ټینګار کوي، چې د کولمو د روغتیا او زړښت ترمنځ د اړیکې په اړه لا هم یو څه «نامعلوم والی» شته، خو وايي شواهد اوس په کافي اندازه روښانه دي،هغه څه چې موږ یې خورو، کولی شي زموږ پر «روغتیا» اغېزه وکړي.

په بل عبارت، دا چې موږ څومره ژوند کوو او دا چې د زړښت په کلونو کې به څومره قوي او روغ پاتې شو دا زموږ د خوراک له انتخاب سره نېغ په نېغه اړیکه لري.

هغه وايي: "په یو ښار کې هم، د لوړ عاید لرونکو خلکو ترمنځ، هغه کسان چې ښه خواړه خوري، ډېر عمر کوي."

هغه په خوراک کې د زیتون د تېلو د کارولو سپارښتنه کوي، ځکه چې دا د باکتریاوو د پیاوړتیا پولیفینولونه (د بېلابېلو نباتاتو ګډ مواد دي چې زیاته ګټه لري ) لري او همدارنګه د بلوفېش (آبي کب) غوښه چې دا یو تېره‌ غاښی سمندري کب دی، غوړ یې اسیدونه لري او په جاپان کې یې خلک ډېر خوري.

جاپان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا د ژوند تمه (۸۴.۵ کاله) په کې تر ټولو لوړه ده. یعنې خلک یې معمولا ۸۴ کاله ژوندي وي.

خو "بلوفېش چې یو ډول کب دی" د بریتانیا په ډېری سوپرمارکېټونو کې په اسانۍ نه موندل کېږي.

دا عموماً یوازې په ځانګړو پلورنځیو یا رستورانتونو کې پیدا کېږي.

هغه دا سپارښتنه هم کوي، چې تر ډېره حده له بورې او ډېر پروسس شویو خوړو څخه ډډه وشي، ځکه دا کولی شي زموږ په کولمو کې د باکتریاوو تنوع زیانمنه کړي.

کېنراس خبرداری ورکوي، دا څېړنه چې مایکروبیوم په بېلابېلو نفوسي ډلو کې څنګه کار کوي، لا د ودې په لومړیو پړاوونو کې ده.

د اوس لپاره، هغه وايي، هر ناروغ باید جلا جلا وارزول شي.

د زړو خلکو لپاره د بدلون ټکی

د راپور له ترلاسه کولو وروسته مې د یوې تغذیې متخصصې (ډایټیشن) راکیل بریڅکه سره لیدنه تنظیم کړه.

هغې موندنې وارزولې او د خوړو اړوند یو پلان یې جوړ کړ، موخه یې زموږ د کولمو د باکتریاوو د تنوع زیاتول دي، په دې هیله چې دا به زما له ښه زړښت سره مرسته وکړي.

د هغې پلان زما د شخصي پایلو له مخې برابر شوی دی.

د اوونۍ د لومړیو څو ورځو لپاره هغې وړاندیز وکړ، چې د سهار په چای کې د کتان تخم، چیا تخم، کیفیر، بلوبېري، کیوي یا انار یو کاسه جوړه کړم او ویې خورم.

د غرمې لپاره، هغې سپارښتنه وکړه، چې شنه سلاد، لوبیا یا دال، بروکولي، اسپرګس یا چغندر، او بې‌ پوستکي ګریل یا سره شوې د چرګ غوښه وخورم.

دا یو څه ستونزمن ښکاري ځکه د خبرونو د دندو ترمنځ د چټک خوراک پر مهال دا توکي تل په اسانه نه موندل کېږي.

او د ماښام ډوډۍ لپاره: سالمون کب، اسپرګس ( یو ډول ترکاري ده) او خړې وریجې وخورم.

د څښاک په اړه راته د جوسونو سپارښتنه شوې ده.

د لومړۍ ورځې په ترڅ کې زه په پوره پاملرنې سره نعناع، مڼه، کیوي، کېل، د لیمو اوبه، د لمر ګلي تخمونه په اوبه کې ګډوم تر څو یو شین جوس جوړ کړم. خو د نعناع خوند نور ټول خوندونه تر خپل سیوري لاندې راولي.

کیفیر او کومبوچا (هغه تخمیري څښاکونه چې په باکتریاوو بډایه دي) هم سپارښتنه یې شوې ده او خوند یې ښه دی. دواړه اوس زما په یخچال کې خپل ځای لري.

راکیل بریڅکه دا هم راته سپارښتنه کوي، چې د پروبیوټیکونو ځینې کپسولونه واخلم، لکه اومیګا–۳ او وېټامین ډي–۳.

دا ارزانه نه دي او دا هم ګرانه ده، چې په یاد وساتل شي د ورځې په کوم ځانګړي وخت کې باید وخوړل شي. ځکه ځینې یې باید په تشه معده وخوړل شي.

کېنراس راته وايي، چې د زړښت په بهیر کې د بدلون راوستلو لپاره، په خوړو کې بدلون باید «د پام وړ» وي.

هغه تشریح کوي، چې که زه خپل نوی غذايي پلان په جدي ډول تعقیب کړم، نو ښايي «په څو اوونیو کې» د خپلې کولمو په بایوم(د کولمو دننه او شاوخوا) کې بدلون ووینم.

خو هغه خبرداری ورکوي، چې که بدلونونه «منځني» وي. د بېلګې په توګه، یوه ورځ یې عملي کړې او بله ورځ نه نو بیا به مایکروبیوم ډېره ګټه ونه کړي.

او په همدې توګه د زړښت د ښه کېدو امکانات هم کمېږي.

هغه راته وايي، چې زه لا هم وخت لرم. خو د زړو خلکو لپاره یو داسې «بدلون ټکی» شته، چې تر هغې وروسته د کولمو بایوم خرابېږي.

د کولمو روغتیا: چرګه که هګۍ؟

خو یوه بله معما هم شته، هغه څه چې نی لوخلېن یې د «چرګې او هګۍ» ستونزه بولي.

یعنې: په کولمو کې چې کوم مواد دي‌ که هغه کې تنوع راشي نو دا به څنګه وي؟

په تاریخي توګه، دا معلومول ګران و، خو ښايي دا پوښتنه اوس تر ډېره ځواب شوې وي.

یوه څېړنه وشوله. په هغه کې د انسان یا حیوان غایطه مواد واخیستل شول او بیا د کپسول یا نل له لارې بل حیوان (اکثره موږک) ته ورکړل شو.

په داسې یوه څېړنه کې، چې په ۲۰۲۰ کال کې خپره شوه، د امریکا ساینسپوهانو د ۱۱–۱۱ روغو موږکانو دوه ډلې وڅېړلې.

لومړۍ ډلې ته د زړو موږکانو غایطه مواد ورکړل شول؛ دویمې ډلې ته د ځوانو موږکانو غایطه مواد ورکړل شول.

په درې میاشتو کې ، هغه موږکان چې د زړو هغو غایطه مواد یې ترلاسه کړي و، د خپګان ته ورته چلند یې ښکاره کړ.

د هغوی لنډمهاله حافظه خرابه شوه، او د ځای پېژندنې وړتیا یې هم کمه شوه.

په عملي توګه د هغوی بدنونه زاړه شول.

نی لوخلېن مني چې ډېرو خلکو ته دا څېړنې خواشینوونکی ښکاري، خو دا مهمې دي، ځکه چې د علت او معلول یوه مستقیمه اړیکه ښيي:

له د کولمو مایکروبیوم څخه د بدن تر عمر پورې.

پروفېسوره کاميلا هاوترن، چې د شاهي کالج د عمومي ډاکټرانو مشره ده، وايي، د کولمو د مایکروبیوم څېړنه په زړه پورې ده او بېشکه چې د خلکو پام یې ځان ته را اړولی دی خو زیاتوي: "دا مهمه ده، چې په یاد ولرو دا څېړنه لا د ودې په حال کې ده، د کولمو روغتیا ښايي د یوې ډېرې لویې موضوع یوازې یوه ټوټه وي."

ښه روغتیا یوازې د یو عامل له مخې نه ټاکل کېږي.

په پای کې، ساینسپوهان وايي، چې د خوړو له لارې د زړښت بهیر ښه کول ممکن دي، خو خبرداری ورکوي چې خواړه هر څه نه دي.

استېلېر اټکل کوي، چې خواړه ښايي د زړښت د پایلې شاوخوا یوه درېیمه برخه ټاکي.

پاتې برخه د جینونو او نورو د ژوند د طرز عواملو پورې اړه لري، لکه ورزش کول او له سګرټو څکولو ډډه کول.

د خپلې کولمو د روغتیا په اړه، زه لا هم د خپل نوي غذايي رژیم په لومړیو ورځو کې یم.

زما اشتها کمه ده او د سپارښتل شویو مڼو، انګورو او مغزي موادو پرته، نور خوراکونه مې زړه نه غواړي.

خو د بوخت ژوند او ناڅرګندو کاري ساعتونو له امله، داسې یو دقیق پلان تعقیبول به ستونزمن وي او زه پر خپله وړتیا شک لرم، چې دا به په بشپړه توګه عملي کړم.

سره له دې، دا ازموینې او دا سفر زما لپاره د خپلو کولمو او د راتلونکې روغتیا په اړه د بیدارۍ زنګ و.