له پاکستانه د یوې شړل شوې افغانې مور کیسه چې پر لار یې لور وزېږېده

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون (اې ایف ار سي) بي بي سي ته د یوې داسې مور کیسه رسولې چې له پاکستان د جبرې ستنېدو پر مهال یې لاره کې زېږون کړی او له ګڼو کړاونو سره له څو ورځو مزل وروسته یې ځان کندهار کې یوه پنډغالي ته ځان رسولی دی.

سلیمه (مستعار نوم) چې اصلا د افغانستان د بغلان ولایت اوسېدونکې ده، د بلوچستان له لارې پر ډیورنډ کرښه د کندهار سپین بولدک ته له خپلې کورنۍ سره روانه وه چې لار کې یې زېږون وکړ.

هغې پر خپلې لور 'مهاجره' نوم ایښی او وايي له سختو شېبو سره مخامخ شوې وه.

نوموړې ویلي: " پاکستان کې مې چې روغتیايي حالت نازک و، خسر مې له حکومته وغوښتل چې یو څه وخت ورکړي، هغوی وویل نه! ځئ، دوکان او هر څه مو پرېښودل او راروان شو. "

سلیمه داسې مهال غږېدله چې د لویې کورنۍ غړي یې ترې په خیمه کې چاپېره ناست وو.

هغه په داسې حال کې، چې خپله لور یې غېږ کې نېولې، یوې مرستندویه کارکونکې ته وايي "هو، دلته ښه دی یو وریجې او لوبیا راورسېدل، پر لارو مو بیخي حالت خراب و. "

د سلیمې خسر چې له خپلو څو نږیندو سره په خیمه کې ناست و، وویل " پاکستان کې یې پنځه څلوېښت کاله تېر کړل، هلته بچیان وزېږېد، دا ګورئ پنځه نګورانې مې راسره دي ټولو هم هلته ودونه کړی، خو په پای کې د تاڼې کسانو دومره تنګ کړو چې دوه ورځې وخت یې هم نه راکوه، د کور لوښي او سامانونه، ټوله شتمني مو پاتې شوه، پر لار مو لوږې تندې تېرې کړې."

هغه وویل، اوس هیله من دی چې د طالبانو حکومت به یو څه مرسته ورسره وکړي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون (اې ایف ار سي) بي بي سي ته په یوه استولې وینا پاڼه کې افغانستان ته د ستنو شویو کورنیو حالت خورا ناوړه بللی او وايي "راستنېدونکي له سختو ننګونو سره مخ دي، ډیرو یې دې بهیر کې خپل کورونه، معیشت او خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي. ښځې، ماشومان، زاړه او معلولیت لرونکي کسان په ځانګړي ډول زیان لیدونکي دي. "

" د بېرته راستنېدو په وخت کې، ډیر یې دلته هم دا خلک له سختو شرایطو سره مخ دي، لنډمهاله سرپناوې له ګڼې ګوڼې ډکې دي، ان په یوه خیمه کې تر ۴ کورنیو پورې ځای په ځای مېشتې شوي."

دغې ادارې ویلي، په دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی "د اټکل له مخې هره ورځ له څلورو تر ۶۰۰۰ پورې خلک له کرښې اوړي. "

دوی اندېښنه څرګنده کړې چې لا وار دمخه د افغانستان د روغتیا پاملرنې اډانه، اړین خدمات او د خوړو زیرمې له فشار سره مخامخ دي.

وینا پاڼه کې ویل شوي په تیرو ۱۸ میاشتو کې نږدې یو میلیون افغانانو له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدو ستونزمن سفر کړی، چې نږدې ۱۴۵ زره کسان یې وروستۍ یوه میاشت کې خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویلي، راستنو شویو کورنیو ته د کار او کور موندنې لپاره خپلې ټولې هڅې کوي،‌ خو د ای‌اېف‌ار‌سي په وینا دا خلک پر سملاسي ستونزو سربېره خپل راتلونکي ژوند ته هم داسې کوم پلان نه ویني چې ډاډمن یې وساتي.