تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت: پاکستان سره پر افغان کډوالو خبرې شوي او هېواد کې د کور کرایو د نه لوړولو خبرداری ورکړل شوی
د طالبانو حکومت وايي، له راستنېدونکو کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن او یا ترې د سامانونو او د کورنیو د غړو د ایسارولو ستونزې يې له پاکستاني حکومت سره شریکې کړې دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د پاکستان سفارت له چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني سره له افغان کډوالو سره د پاکستاني ادارو د چلن په اړه خبرې کړي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت خپل وینا پاڼه کې ښاغلي متقي "د ځینو ارګانونو له لوري له مهاجرینو سره په نامناسب چلن خپله خواشیني څرګنده کړه او روان ناسم چلن یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان وباله او د دې وضعیت د تغیر غوښتنه یې وکړه."
له پاکستانه افغانستان ته ستنول کېدونکي یو شمېر کډوال وايي، هغه کډوال چې د کورنیو غړي یا د کور سامان ترې ګرځول شوي وي د بیا ستنېدو پر مهال د ملګرو ملتونو له هغه ملاتړه هم بې برخې کېږي چې راستنېدونکو کورنیو ته یې ورکوي. له بي بي سي سره خبرو کې یوه ستانه شوي افغان ویلي "کله چې ته د کور سامان ونه لرې، څوک باور نه کوي چې زه دې له کډوالۍ راغلی یم او بیا هغه پیسې او امکانات نه راکوي."
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ورځ تر بلې چټکېږي، چې په لړ کې یې د اپرېل له لومړۍ تر ۱۲ نېټې له ۳۰ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي. یوازې د اپرېل پر ۱۲مه ۶۵۴۳ کسان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي.
یوه افغان کډوال ویلي، افغانستان ته د ستنېدو پر مهال د ملګرو ملتونو له مرستې ځکه بې برخې شوی چې ورته ویل شوي کورنۍ او سامانونه ورسره نشته.
د کډوالو نور استازي او راستانه شوي بیا دا هم وايي چې د ملګرو ملتونو لخوا ورکول کېدونکې د ملاتړ پیسې هم کمې شوي چې د کورنۍ لپاره شاوخوا لس زره افغانۍ دي، څه چې پخوا نژدې دوه برابره وې.
خو د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني بي بي سي ته وویل چې، د سامانانونو او کورنیو د غړو د ایسارولو ستونزه عمومي نه ده، هغه کډوال چې پاکستاني پولیس يې نیسي له دې ستونزې سره مخامخېږي چې د دوی حکومت پرې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې.
"طبعا هغه کسان چې نیول کېږي او ډیپوټ کېږي د کور سامانونه یې هلته پاتې کېږي، موږ له پاکستاني چارواکو سره په اړه خبرې کړي او ورسره په اړیکه کې یو."
ښاغلی حقاني وايي، راستنېدونکي کډوال د لنډمهال لپاره پنډغالو کې ځای پر ځای کېږي او له ثبت او بېړنیو مرستو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول کېږي.
د ښاغلي حقاني په وینا د دايمي مېشتېدو لپاره يې د مېنو او د دوی لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کېدو اړوند هم کار روان دی. " په ځینو ولایتونو کې د نومرو(د کور ځمکه) وېش پیل شوی او د کاري فرصتونو په اړه اقتصادي کمېسیون ته د مشرتابه سپارښتنه شوې."
د ستنېدو پرمهال د افغان کډوالو ستونزې
پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې پېښې پراخېدونکې دي. هلته نیول شوي کسان وايي د لارې اوږدو کې له بېلو ستونزو سره مخامخ دي.
له نیول شویو کسانو یوه یې په یوه وېډیو کې چې بي بي سي ترلاسه کړې ویلي، پاکستاني پولیسو دوه موټر چې یوه کې یې ۳۳ او بل کې ۲۳ افغان کډوال افغانستان ته روان وو، راګرځولي او له بېګا راهیسې یې بېبرخلیکه کېنولي دي.
دغه افغان وايي، له دوی سره د سرطان ناروغان او کوچني ماشومان هم شته، دا چې دوی پاکستان کې د کډوالۍ د ثبت په نامه کارتونه - پي او ار- هم لري، خو تر اوسه یې هېچا خبره نه ده اورېدلې او بند پاتې دي.
"ناروغ له څو ساعتونو راهیسې موټر کې پروت دی، د تهاڼې پارچه هم لرو چې د تللو اجازه یې راکړې ده، هغه یې رانه واخیسته".
یو بل افغان کډوال وايي، له بېګا راهیسې یې هېڅ څکه نه ده کړې او له ښځو او ماشومانو سره یوځای بېسرنوشته ایسار پاتې دي.
دی وايي، نیمه کورنۍ یې کوهاټ کې ده او دوی چې ور روان شول، له دې ستونزې سره مخامخ شول.
"په خپله خوښه روان وو چې له خپلې کورنۍ سره یوځای ولاړ شو او موږ نه دې خوا پرېږدي او نه هاخوا".
د کورونو کرایې مه لوړوئ
د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت هم له خلکو غوښتي چې راستنېدونکو کډوالو ته په ارزانه د کورونو او جایدادونو په کرایه ورکولو کې همکاري وکړي او خبرداری ورکوي چې خلک دې د کور کرایو له لوړولو ډډه وکړي.
"راستنو شویو کډوالو سره د جایدادونو د کرایې د ورکولو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي او د واقعي بیو خلاف په لوړه بیه د کورونو په کرایه ورکولو او د اصولو خلاف د کمېشن له اخیستلو څخه ډډه وکړي."
پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې په روان بهیر کې د بې اسناده او هغو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه عملي کوي، چې د افغان وګړو په نامه کارتونه - ای سي سي- لري خو ګڼو افغان کډوالو شکایت کړی، هغه افغانان هم افغانستان ته ستنېدو ته اړ ایستل کېږي، چې په پاکستان کې د کډوالۍ د ثبت په نامه کارتونه - پي او ار- لري. په رسمي توګه دغسې کډوالو ته په پاکستان کې د اوسېدو نېټه د جون تر ۳۰ ټاکل شوې ده.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي د اپرېل له لومړۍ تر دوولسمې له ۳۰ زرو ډېر افغانان له کډوالۍ خپل هېواد ته ور ستانه شوي او په وینا یې دغه شمېر پرلپسې ډېرېدونکی دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دا کار د "ټولو اصولو خلاف" بللی او غوښتنه یې کړې چې د کډوالو ور ستنول باید په زور نه وي او په کار ده، چې یوه "منظمه تګلاره" ورته جوړه شي.