تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو نړیوال جام: د افغانستان او وېسټاینډیز ترمنځ لوبه روانه ده
له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو د کرېکټ په نړیوال جام کې د افغانستان او وېسټاینډز ترمنځ لوبه روانه ده.
دا سیالي د نامیبیا د پلازمېنې وېنډهوک په کرېکټ لوبغالي کې کېږي او افغان لوبډله پکې لومړی توپوهنه کوي.
دا د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو په نړیوال جام کې د افغانستان او وېسټاینډیز دواړو دویمه دویمه لوبه ده.
افغان تنکیو ځوانانو په خپله لومړۍ سیالۍ کې سویلي افریقا او وېسټاینډیز تانزانیا ته ماته ورکړې وه.
د وېسټ اینډیز خلاف روانه سیالۍ کې د محبوب خان په مشرۍ لوبډله کې فیصل خان، عثمان خان، خالد احمدزی، عزیر خان، عزیزالله میاخېل، عبدالعزیز خان، واحد ځدراڼ، روحالله عرب، خاطر ستانکزی او نصرت نورستانی شامل دي.
له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو سږني نړیوال جام کې ټولټال ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې برخه لري.
د افغانستان، وېسټاېنډز، سویلي افریقا او تانیزانیا لوبډلې په ډي ګروپ کې لوبېږي.
د سویلي افریقا خلاف لوبه کې د افغانستان له اړخه درېیو لوبغاړو فیصل شینوزاده، خالد احمدزي او عزیرالله پنځوسیزې کړې وې.
د افغانستان تنکیو ځوانانو هغې لوبه کې ۲۶۶ منډې کړې وې او د سویلي افریقا ټوله لوبډله یې په ۲۳۸ منډو سوځېدلې وه.
د وېسټاینډیز لوبغاړو بیا د تانزانیا لخوا د ۱۲۳ منډو ورکړ شوی هدف په داسې حال کې ۲۱ اوور کې ترلاسه کړی و، ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
په هغې لوبه کې وېسټاینډیز لپاره تانیزفرانسیز ۵۲ او جیول اندریو ۴۴ منډې کړې وې.
له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو روان نړیوال جام کې د افغان لوبډلې وروستۍ ګروپي لوبه راتلونکې چارشنبه (د جنورۍ ۲۱مه) د تانیزانیا خلاف ده.