له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو کرېکټ نړیوال جام:‌ افغانستان وېسټ‌اینډیز ته په ۱۳۸ منډو ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان تنکیو ځوانانو له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د یو ورځني کرېکټ په نړیوال جام کې له سویلي افریقا وروسته وېسټ‌اینډیز ته هم ماته ورکړه.

افغان زلمیانو نننۍ لوبه د ۱۳۸ منډو په نسبتآ لوی توپیر وګټله. دا سیالي د نامیبیا د پلازمېنې وېنډهوک په کرېکټ لوبغالي کې کېده.‌

افغان لوبډلې د پچې یا ټاس له ګټلو وروسته لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې یې د لوبدلمشر محبوب خان او عثمان سادات د نیمه سلیزو په مټ د شپږو وېکټو په سوځېدو سره ۲۶۲ منډې وکړې.

محبوب خان له څه باندې ۱۲۴ سټراینک رېټ سره ۸۶، عثمان سادات ۸۸، خالد ستانکزي ۳۴ او عزیز‌الله میاخېل ۲۱ منډې وکړې.

د وېسټ اېنډیز له اړخه په توپ اچونه کې جکیم پولارډ او وېټل لاوېس د افغانستان درې درې لوبغاړي وسوځول.

ویسټ‌اینډیزۍ لوبډلې په توپوهنه کې یوازې ۱۲۴ منډې وکړای شوې او ټول لوبغاړي یې د ۳۴م اوور تر دویم توپه وسوځېدل.

د افغانستان له اړخه په توپ اچونه کې نصرت نورستاني ۴ او واحد ځدراڼ او خاطر ستانکزي درې-درې لوبغاړي وسوځول.

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

دا د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو په نړیوال جام کې د افغانستان او وېسټ‌اینډیز دواړو دویمه دویمه لوبه وه.‌

افغان تنکیو ځوانانو په خپله لومړۍ سیالۍ کې سویلي افریقا او وېسټ‌اینډیز تانزانیا ته ماته ورکړې وه.‌

د وېسټ اینډیز خلاف نننۍ سیالۍ کې محبوب خان، فیصل شینوزاده، عثمان سادات، خالد احمدزی، عزیر خان،‌ عزیزالله میاخېل، عبدالعزیز خان، واحد ځدراڼ، روح‌‌الله عرب،‌ خاطر ستانکزی او نصرت نورستاني لوبه کوله.

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو سږني نړیوال جام کې ټولټال ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې برخه لري‌.‌

د افغانستان، وېسټ‌اېنډز، سویلي افریقا او تانیزانیا لوبډلې په ډي ګروپ کې لوبېږي.

د سویلي افریقا خلاف لوبه کې د افغانستان له اړخه درېیو لوبغاړو فیصل شینوزاده، خالد احمدزي او عزیر‌الله پنځوسیزې کړې وې.‌

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان تنکیو ځوانانو هغې لوبه کې ۲۶۶ منډې کړې وې او د سویلي افریقا ټوله لوبډله یې په ۲۳۸ منډو سوځېدلې وه.‌

د وېسټ‌اینډیز لوبغاړو بیا د تانزانیا لخوا د ۱۲۳ منډو ورکړ شوی هدف په داسې حال کې ۲۱ اوور کې ترلاسه کړی و، ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.‌

په هغې لوبه کې وېسټ‌اینډیز لپاره تانیزفرانسیز ۵۲ او جیول اندریو ۴۴ منډې کړې وې.

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو روان نړیوال جام کې د افغان لوبډلې وروستۍ ګروپي لوبه راتلونکې چارشنبه (د جنورۍ ۲۱مه) د تانیزانیا خلاف ده.