د افغانستان کرېکټ بورډ د غورهلیګ سیالیو لپاره وخت او ځای اعلان کړل

د عکس سرچینه، acb
- Author, نور سیعد
- دنده, بي بي سي
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د هېواد د کرېکټ غوره لیګ 'اېپياېل' شل اووریزې سیالۍ به د راتلونکي ۲۰۲۶ زیږدیز کال وروستۍ ربع کې (معمولا درېیو وروستیو میاشتو، اکتوبر، نومبر او ډسمبر) کې په متحده عرب اماراتو کې ترسره کېږي.
په دې اړه دوبۍ کې یوې رابلل شوې غونډې ته وینا کې د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان وویل: ''د پخوا په څېر به پینځه لوبډلې وي، هماغه نومونه به یې وي، هر شرکت چې هره لوبډله اخلي، یو اپشن (غوراوی) مو ورکړی، چې نوم ورسره اضافه کولای شي.''
د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف د غونډې پرانیستنې په وینا کې د افغانستان کرېکټ غورهلیګ سیالیو بیا پیلېدل یوه ''ستره، مهمه او عایداتي پروژه'' وبلله.
نوموړي وویل: ''عواید به یې افغانستان ته ځي، ګټه به یې افغانستان ته رسېږي، زموږ ادارې (کرېکټ بورډ) ته به یې ګټه رسېږي.''

د عکس سرچینه، abc
نوموړي وویل، د ځوانو لوبغاړو لپاره به دا سیالۍ ځکه ګټورې وي، چې ''تجربې به یې ورسره ښې شي'' او په کور د ننه او نړیواله کچه به یې د پرمختګ لپاره لار هواره شي.
کرېکټ بورډ چارواکو په نننۍ غونډه کې د غوره لیګ سیالیو لپاره نوی نښان یا لوګو هم نندارې ته وړاندې کړ.
له دې مخکې افغانستان کرېکټ بورډ د روانې ډسمبر میاشتې پر نهمه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د افغانستان غوره لیګ 'اېپياېل' د پیل لپاره مراسم به د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر میاشتې پر ۲۰مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

د عکس سرچینه، ACB
د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي وو، ''په دغو مراسمو کې به افغانستان کرېکټ بورډ له خپلو ستراتیژیکو پانګوالو ملګرو سره یو ځای، د دغه لیګ د دویم پړاو د پیل نېټه، کوربه هېواد، د سیالیو جوړښت او نور مهم جزییات په رسمي ډول په ډاګه کړي.''
افغان کرېکټ بورډ ویلي و، د ای ټي ډبلیو- ټي جي په نامه شرکت ته یې د پانګونې حقوق ورکړي دي.
له دې مخکې په پام کې وه، چې د افغانستان غوره لیګ سیالیو ترسره کېدو ځای-ځایګي او پیل نېټې په هکله په تېره اګست میاشت کې اعلان وشي، خو د کرېکټ بورډ مسوولینو په وینا د ''اداري بهیرونو او تخنیکي ارزونو'' له کبله دغه تر ډسمبر میاشتې پورې مراسم وځنډېدل.
افغانستان کرېکټ غوره لیګ د شل اوریزو سیالیو سوداګریز لیګ دی، چې د تنظیم او مدیریت چارې یې د افغانستان کرېکټ بورډ مخته وړي.

د عکس سرچینه، ACB
لومړی پړاو
د دغو سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۸م کال کې وشو چې پکې پینځو لوبډلو ګډون درلود او پایلوبه کې يې د بلخ لیجنډز لوبډلې د کابل ځوانان لوبډلې ته ماتې ورکولو سره د لومړي پړاو اتلولي ګټلې وه.
پر راتلونکي (۲۰۱۹) کال بیا د افغانستان کرېکټ بورډ د ځینو ښکېلو شرکتونو په مالي مسائلو کې د روڼتیا نشتوالي له تورونو سره د دې سیالیو ځنډولو خبره کړې وه.
کرېکټ بورډ د هغه وخت مسوولینو ویلي وو، د ۲۰۱۸ کال د غوره لیګ قضیه یې د فساد تورونو د څېړنې په موخه د افغانستان لویې څارنوالۍ ته وړاندې کړې ده.
د کرېکټ نړیوالې شورا (ایسيسي) د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ په ۲۰۱۸ کال کې په رسمیت وپېژاند.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د کرېکټ کورنۍ سیالۍ د "شپږېزې" تورنمنټ په نامه ترسره کېدلې.
خو دا سیالۍ د "ایسيسي" لخوا په رسمیت نه وې پېژندل شوې.
د ایسيسي لخوا په رسمیت پېژندنه په دې معنی ده، چې د کرېکټ نړیواله شورا به د افغانستان د غورهلیګ په سیالیو کې نېغ په نېغه ښکېله وي او د لوبڅارانو په ګومارنه او نورو اړونده برخو کې به ورسره مرسته کوي.











