د افغانستان کرېکټ غوره لیګ سږ کال لوبې وځنډول شوې

د عکس سرچینه، AFGHAN PREMIER LEAGUE
د افغانستان کرکټ بورډ نن پنجشنبه اعلان وکړ د افغان کرېکټ غوره لیګ سږ کال لوبې، چې ټاکل شوې وه راتلونکې میاشت په شارجه کې وشي، ځنډولې دي. کرېکټ همدا راز ویلي، تېر کال په اماراتو کې د ترسره شوي افغان کرېکټ غوره لیګ قضیه یې د فساد تورونو د څېړنې په موخه د افغانستان لویې څارنوالۍ ته وړاندې کړې ده.
افغان کرېکټ بورډ همدا رنګه له سنکسر سپورټس سنېکر سپورټس شرکت سره د دې لوبو د ترسره کولو قرارداد فسخ کړی.
د کرېکټ بورډ په وینا، د سنېکر شرکت په چارو کې روڼتیا نه وه او همدا راز د تېر کال د لیګ ټولې پیسې یا فیس یې هم تر اوسه کرېکټ بورډ ته نه و ورکړی.
کرېکټ بورډ وایي، په دې برخه کې د لا ډېرو څېړنو په موخه یې قضیه د افغانستان لویې څارنوالۍ عالي ادارې ته ولېږلې، چې په مسلکي او روڼ ډول وڅېړل شي.

د عکس سرچینه، AFGHAN PREMIER LEAGUE
د کرېکټ بورډ په وینا، د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو سږنۍ لوبې به اوس راتلونکی کال ترسره کېږي، او له دې وروسته به د افغانستان شل اوریز غوره لیګ امتیاز ترلاسه کولو ټولې چارې د ازادې سیالۍ له مخې ترسره شي.
هېره دې نه وي چې د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) هم څه موده وړاندې د افغانستان کرېکټ شل اوریزو سیالیو غوره لیګ کې د فساد قضیه را سپړلې وه او خپلې موندنې یې د افغانستان له کرېکټ بورډ سره شریکې کړې وې.
د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لومړی پړاو لوبې تېر کال په متحده عربي اماراتو کې د پنځو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې د بلخ لېجنډز لوبډله پکې اتله شوه.




