افغان کرېکټ غوره لیګ: کومه لوبډله به اتله شي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغان کرېکټ غوره لیګ سیالۍ د اکتوبر له پنځمې نېټې پيلېږي
    • Author, حمید قیومي
    • دنده, بي بي سي لندن

د افغانستان کرېکټ غوره لیګ "اې پي اېل" لوبې د اکتوبر له پنځمې نېټې په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.

که څه هم افغانستان د "شپږيزې" په نوم کورنۍ کرېکټ لیګ لوبې درلوې، خو "اې پي اېل" سره اوس د هند، پاکستان، بنګله دېش او د اسټرالیا لیګونو سره سیالي کولی شي.

ګڼ شمېر نړیوال کرېکټ ستوري په دغه لیګ کې برخه اخلي. برېنډن مېک کلم، کرېس ګېل او شاهد اپریدی یې یوازې څو نومونه دي.

دې لیګ کې د دغو لوبغاړو شتون ځکه مهم دی چې ګڼ شمېر افغان ځوان لوبغاړي به ورسره ګډه لوبه کوي.

په دې لیګ کې پنځه لوبډلې برخه لري. کندهار، بلخ، ننګرهار، پکتیا او کابل ځوانان.

ټولې لوبډلې بهرني او افغان لوبغاړي لري. افغان لوبغاړو کې د ملي لوبډلې، الف لوبډلې، نولس کلنو ځوانانو لوبډلې او همدا ډول د اکاډمۍ ځوان لوبغاړي هم شته چې تر اوسه د کرېکټ مینه والو ښایي په لوبه کې نه وي لیدلي.

راځئ چې هرې لوبډلې ته یوه ځغلنده کتنه وکړو او وګورو چې د چا د بریا چانس ډېر دی.

کندهار لوبډله:

کندهار

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغانستان ملي لوبډلې مشر اصغر افغان د کندهار لوبډلې کپتان ټاکل شوی

د افغانستان ملي لوبډلې مشر اصغر افغان د کندهار لوبډلې کپتان ټاکل شوی. ده سره لوبډله کې د نیوزیلنډ اتل توپ وهونکی برېنډن مېک کلم هم شته.

شل اوره لوبې تېز سرعت لري او خورا په چټکۍ د لوبې بڼه بدلېدای شي، نو په داسې حالت کې د مېک کلم په څېر د تجربه لرونکي لوبغاړي شتون ډېر ارزښت لري.

توپ وهنه / بټېنګ

د کندهار لوبډلې ته په کتو زما په اند د دوی ځواک توپ وهنه ده. مېک کلم، اصغر او نجیب ځدراڼ به دې برخه کې د لوبډلې مهم لوبغاړي وي.

کندهار سره د ایرلنډ تېز توپ وهونکی پال سټرلېنګ، د بنګله دېش دوه تکړه توپ وهونکي سومیا سرکار او محمد مېتون هم شته.

مېډل ارډر یا د منځ توپ وهونکو کې به د ناصر جمال رول هم مهم وي. ناصر جمال پیاوړی لوبغاړی دی خو ملي لوبډله کې د لوبېدو ډېر فرصتونه یې نه دي موندلي، نو که ولوبول شي دا به ورته ښه چانس وي چې خپله وړتیا وښايي.

د لویو شاټونو وهلو لپاره کندهار د ایرلنډ الراونډر کېوېن اوبراین هم لري.

نجیب

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، نچیب ځدراڼ د کندهار لپاره تېزه توپ وهنه کولی شي

توپ اچونه / باولېنګ

د توپ اچونې یا باولېنګ په برخه کې به کندهار ډېره تکیه په تېز توپ اچوونکي تېمال مېلز کوي. مېلز د شل اوره لوبو یو له پياوړو توپ اچوونکو ګڼل کېږي خو په ورو پېچونو ډېر کله بریالی نه وي. نو وبه کتل شي چې د متحده عربي امارتو په لوبغالو کې دی څنګه لوبېږي.

بل تېز توپ اچوونکی چې ډېرې سترګې به ور اوړي ځوان افغان لوبغاړی سید شېرزاد دی.

حمزه هوتک یې د ورو توپ اچوونکو په کتار کې مهم رول لري. ټوله کې که څه هم ځینې مهم توپ اچوونکي لري خو زما په نظر ښايي د بالرانو کمه تجربه او د اماراتو ورو پېچونه یا وېکټې ورته لویه ننګونه وي.

بلخ اتلان:

بلخ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د بلخ لوبډلې کپتان افغان ستوری محمد نبي دی

د بلخ لوبډلې کپتان افغان ستوری محمد نبي دی. خپله نبي د هند غوره لیګ، بېګ باش او د انګلنډ کاونټي کې هم لوبېدلی نو د نړیوال کرېکټ خورا ډېره تجربه لري او دلته د لوبډلې په مشرۍ کې به یې په درد وخوري.

پر نبي سربېره د بلخ ستوری لوبغاړی د وېسټ انډيز کرېس ګیل دی. ګېل د شل اوره لوبو پیاوړی لوبغاړی دی. په تېزه لوبه او لوړو شپږیزو مشهور دی. شل اوره لوبو کې یې له لسو ډېرې سلیزې کړي.

بلخ لپاره به د ده ښه ځلېدل مهم وي او که ښه لوبېده نو په یوازې سر هم ورته پوره لوبه ګټلی شي.

توپ وهنه/ بټېنګ:

پر ګیل او نبي سربېره بلخ لوبډله د نیوزیلنډ کیڼ لاسی توپ وهونکی کالن منرو، راوي بوپارا او دلشان موناوېرا هم لري.

افغان توپ وهونکو کې ګلبدین نایب، اکرام علي خېل او دروېش رسولي د پام وړ دي. د توپ وهنې په ډګر کې به د بلخ یو سرخوږی دا وي چې څوک به ګېل سره د پيل توپ وهنې ته راځي.

عثمان غني، د سریلنکا دلشان موناوېرا او اکرام علي خېل درې واړه دا رول لوبولی شي.

ګېل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګرېس ګلېل د بلخ لپاره په یوازې سر هم لوبه ګټلی شي

توپ اچونه / باولنګ:

په تېزو توپ اچوونکو کې به ډېره تکیه پر افغان توپ اچوونکي افتاب عالم او د اسټرالیا په بېن لالېن وي. بلخ لوبډله کې الراونډران هم ډېر دي. مېرویس اشرف، رایان ټېن ډوشېټ، محمد نبي، نایب او بوپارا ټول بالېنګ کولی شي.

لېګ سپېنر قیس احمد چې اوس اوس په کارابین لیګ کې ښه ځلېدلی د بلخ تر ټولو مهم ورو توپ اچوونکی دی.

ننګرهار پرانګان:

ننګرهار

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د ننګرهار لوبډلې ستوری لوبغاړی د وېسټ انډیز اندرې رسل دی

د افغان پرېمیرلیګ د پيل په لوبو کې به د ننګرهار لوبډلې کپتان د اسټرالیا الراونډر بېن کټېنګ وي. د ننګرهار لوبډلې ستوری لوبغاړی د وېسټ انډیز اندرې رسل دی چې په نهم اکتوبر به له خپلې لوبډلې سره یو ځای کېږي او تر هغه وروسته به د لوبډلې مشر وي.

رسل شل اوره لوبو کې ځانګړی مهارت لري او د هند غوره لیګ سیالیو کې ډېر بریالی و.

مجیب ځدران د دې لوبډلې بل ستوری لوبغاړی دی چې د ډېرو سترګې به وراوړي.

توپ وهنه / بټېنګ:

افغان توپ وهونکی رحمت شاه ننګرهار لوبډله کې تر ټولو مهم لوبغاړی ګڼل کېدای شي. حشمت الله شهیدي هم شته خو د هغه بټېنګ کولو انداز ښايي شل اوره لوبو ته ډېر مناسب نه وي. که لږ د منډو جوړولو سرعت زیات کړي نو رحمت شاه سره به یې ملګرتیا مهمه وي.

نړیوالو لوبغاړو کې انډرې رسل او د وېسټ انډيز بل لوبغاړی انډرې فلېچر مهم دي. د وېکټ ساتنې لپاره جانسن چارلز او افغان ستوری شفیق الله شفق لري.

دې لوبډله کې به زما ډېر پام ۱۶ کلن توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ ته وي. دی د پیل توپ وهونکی یا اوپنر دی او د کورني کرېکټ لوبو کې یې دوه سلیزې کړي.

ننګرهار

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د هند پخوانی بالر پرساد او رئیس احمدزی د ننګرهار لوبډلې روزونکي دي

توپ اچونه / باولنګ:

د توپ اچونې په برخه کې ننګرهار لوبډله ډېره پياوړې ده. په ورو توپ اچوونکو کې مجیب ځډران، ظاهر خان او سندیپ لامېچانې لري چې درې واړه ښايي د اماراتو په پچونو بریالي وي. تېزو توپ اچوونکو کې هم انډرې رسل، بېن کټېنګ او مېچل مېکلېنېهن شته چې د نړیوال کرېکټ خورا ډېره تجربه لري.

پکتیا پړانګان:

پکتیا

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د پکتیا لوبډلې کپتان افغان ستوری محمد شهزاد دی

د پکتیا لوبډلې کپتان افغان ستوری محمد شهزاد دی. د ده تر څنګ د دې لوبډلې بل ستوری د پاکستان پخوانی مشهور لوبغاړی شاهد اپریدی دی.

توپ وهنه / بټېنګ

د لوبې پيل ته ښايي شهزاد سره احسان الله جنت راشي. دوی دواړه ملي لوبډلې لپاره هم یو ځای لوبېدلي، نو یو بل سره به ښه بلد وي.

پکتیا لوبډله پياوړي توپ وهونکي لري. کمرون ډېلپورټ، د ایرلنډ کالم مېکلاډ، سمیع الله شینواری او سکندر رضا پام وړ دي.

د نولس کلنو افغان لوبډلې دوه تکړه لوبغاړي عظمت الله عمرزی او رحمان الله ګوربز هم دوی سره دي. ګوربز وېکټ ساتونکی دی نو د شهزاد په شتوالي کې ښايي ډېر فرصتونه ونه مومي خو عمرزی ډېر ښکلی توپ وهونکی دی او د لوړو شاټونو وهلو وړتیا هم لري.

د توپ وهنې د پای په اوورنو کې بیا پکتیا اپریدی لري چې ټولو ته یې د تېزې لوبې وړتیا مالومه ده.

اپرېدی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شاهد اپرېدی ښایي له محمد شهزاد سره په ګډه د پکتیا لپاره بټېنګ پیل کړي

توپ اچونه / باولنګ:

یامین احمدزی به تېزو توپ اچوونکو کې د پکتیا مهم لوبغاړی وي. د ورو بالېنګ په ډګر کې هم شاهد اپریدی، شرف الدین اشرف او سکندر رضا لري. سمیع الله شینواری هم کولی شي د اړتیا په وخت کې یو څو اورونه بالېنګ وکړي.

د پکتیا لوبډله کې تجربه لرونکي لوبغاړي ډېر دي نو ښايي سختو لوبو کې یې دا اړخ په ګټه تمام شي.

کابل ځوانان:

کابل

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، افغان ستوری راشد خان د کابل ځوانانو تر ټولو مهم لوبغاړی دی

افغان ستوری راشد خان د کابل ځوانانو تر ټولو مهم لوبغاړی دی. دی کپتان دی او لوبډله به یې پرې تر ډېره د بالېنګ او ځینې وخت د بټېنګ په برخه کې هم ډېره تکیه کوي.

توپ وهنه / بټېنګ:

د پیل دوه تکړه توپ وهونکي لري. یو یې حضرت الله ځاځی دی چې د ایرلنډ پر وړاندې لوبې یې د ډېرو مینه والو زړونه خپل کړل، او بل د نیوزیلنډ تجربه لرونکی لوبغاړی لوک رانچي دی.

که دوی دواړه پیل کې لوبډلې لپاره ښې ملګرتیاوې وکړي نو په نورو لوبغاړو به یې فشار کم وي. جاوېد احمدي، افسر ځاځی او لاري اېونز هم پياوړي توپ وهونکي دي.

د کابل لوبډلې دوه تنکي لوبغاړي چې ښايي وړاندې مو په لوبه نه وي لیدلي شوکت زمان او شاهدا لله کمال دي چې یو کيڼ لاسی او بل هم ښي لاسی توپ وهونکی دی.

په فرسټ کلاس کرېکټ لوبو کې د دواړو رېکارډ ښه دی او هڅه به کوي چې په ښې لوبې ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي.

راشد خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راشد خان د کابل لوبډلې لپاره هم بالنګ او هم بټېنګ کولی شي

توپ اچونه / باولنګ:

راشد خان به د کابل لوبډلې تر ټولو مهم توپ اچوونکی وي او هره لوبه کې به یې ځلېدل د لوبډلې د بري لپاره مهمه وي.

پر ده سربېره په تېزو توپ اچوونکو کې فرید احمد او وین پارنېل پام وړ بالران دي.

کومه لوبډله به اتله شي؟

ټولې لوبډلې د افغان کرېکټ غوره لیګ ګټلو وړتیا لري او هره لوبډله کې داسې لوبغاړي شته چې کولی شي خپله لوبډله بریالۍ کړي نو ځکه به یې سم اټکل ګران وي.

خو ټولو لوبډلو ته په کتو زما په اند د بلخ اتلانو لوبډله د کاغذ پر مخ تر ټولو پياوړې ده. د بټېنګ او بالېنګ تر منځ ښه انډول لري.

د پياوړو ورو توپ اچوونکو په دلیل زما دویمه غوره لوبډله به ننګرهار وي او پکتیا هم د پیاوړو توپ وهونکو له کبله یوه له غوره لوبډلو ده چې د دې اتلولۍ د ګټلو وړتیا لري.

کندهار او کابل ځوانان هم پياوړي لوبغاړي لري، خو اتلولي که هره لوبډله وګټي بری به د افغان کرېکټ وي.