راشد خان یو ورځنیو لوبو کې لومړۍ درجه الراونډر شو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
د کرېکټ نړیواله شورا وايي، د ۲۰۱۸ کال اسیا جام کې له ښې لوبې وروسته افغان سپېنر ورو توپ اچوونکی راشد خان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو یا پنځوس اوریزو کې د الراونډر په توګه لومړی ځای خپل کړ.
دې شورا د یکشنبې په ورځ خپله اعلامیه کې ویلي راشد خان توپ اچولو او توپ وهلو کې ډېر ځيرک و، نو ځکه په دې برخه کې اوله درجه ور کوي.
یاده شورا وايي، چې افغانستان د اسیا جام سیالیو کې د ګروپ په کچه سریلانکا او بنګله دېش ته په ماتې ور کولو او بیا له پاکستان او بنګله دېش وروستي اور کې ماتې خوړلو او له هند سره لوبه مساوي کولو کې بې جوړې و.
"راشد خان پنځو سیالیو کې لس ویکټې واخیستې او همدارنګه یې په ۴۳،۵۰ اوسط سره ۸۷ منډې جوړې کړې".
د کرېکټ نړیواله شورا وايي، په دوبۍ او شارجه کې راشد خان د ۶۷ نمرو په ګتلو سره د الراونډر په توګه مخته لاړ او د بنګله دېش د شکېب الحسن ځای یې خپل کړ.
د نورو لوبغاړو بریاوې
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د کرېکټ نړیواله شورا وايي، د توپ اچوونکو یا بالرانو نوملړ کې راشد خان خپل دویم ځای ساتلی دی.
دا اداره زیاتوي، بل افغان لوبغاړي ۱۷ کلن مجیب ځدراڼ اسیا کپ سیالیو کې د اوو ویکټو اخیستلو سره په پنځلسو امتیازونو اتم ځای خپل کړی دی.
"په ورته مهال نبي عیساخېل هم د دوو امتیازونو ګټلو سره ۱۵ مقام ته رسېدلی دی".
د افغان کرېکټ لوبډلې توپ وهونکو هشمت شهیدي او شهزاد محمدي هم څرګند پرمختګ کړی دی.
شهیدي په پنځو لوبو کې د ۲۶۳ منډو جوړولو سره ۶۴ ګامه پرمختګ کړی او د نوي زیلنډ له لوبغاړي جیمي نیشم سره یې ۹۱ ځای خپل کړی دی.
شهزاد هم د هند سره وروستۍ لوبه کې د ۱۲۴ منډو جوړولو سره ۱۹ ګامه پورته تللو سره ۳۶ مقام خپل کړی دی او د سکاټلنېډ کالم مکلیوډ او سریلانکا نیروشن ډیکوالا سره سیال شوی دی.
نړۍ ته د خطر زنګ

د عکس سرچینه، ICC
د افغانستان کرېکټ بورډ خپله فیسبوک پاڼه کې د راشد خان په دې بریا خوښي ښودلې او لیکلي دي:
"د افغانستان تکړه لوبغاړي راشدخان د کرېکټ نړيوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په لیکه کې هم لومړی مقام خپل کړ".
د دې ادارې د لیکنې له مخې، راشد خان همدارنګه د کرېکټ شل اوره لوبو د توپ اچوونکو په لیکه کې لومړی او پنځوس اوره لوبو کې دویم مقام لري.
د اسیا کپ له سیالو وروسته د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مشر له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې دې لوبډلې د کرېکټ نړۍ کې د خطر زنګ وکړنګاوه.
اصغر افغان د اسیا جام کرېکټ سیالیو له پیله مخکې ویلي و، یوازې کرېکټ لوبه یې هدف نه دی، بلکې غواړي له دې ورهاخوا ځان ثابت کړي.
اوس چې دغه سیالۍ پای ته رسېدلې، اصغر افغان وايي، هغه څه یې ثابت کړل، چې غوښتل یې خلکو ته یې وښيي او له دې کبله ویاړي.
د ولسمشر نغدي جایزې

د عکس سرچینه، Arg
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ(د سپټمبر۲۹) افغان لوبډله ارګ ته ور بللې وه.
اشرف غني افغان لوبغاړو ته نغدي جایزې او د کرېکټ بورډ پخواني مشر ته د میر مسجدي خان مډال ور کړ.
نوموړي په اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبغاړو بریا او هڅې وستایلې:
"ټولو تبصرې دا وې چې افغان لوبغاړو د افغانانو زړونه وګټل. زه او ټول افغانان پر تاسو ویاړو".
د ارګ د وېبپاڼې له مخې، ولسمشر غني د افغان او هند لوبډلو ترمنځ لوبه کې د هندي ماشوم ژړا او بیا له هغه سره د راشد خان او شهزاد محمدي لیدنه هم یاده کړه.
"له هغه هندي ماشوم سره چې ژړل یې ستاسو عکسونه ستاسو د عالي اخلاقو ښکارندويي کوي او هندیانو هم وویل چې د هند او افغانستان دوستي دایمي ده".
د راشد او ماشوم کیسه

د عکس سرچینه، Asia Cup 2018
کله چې د سپټمبر پر ۲۵ افغان لوبغاړو د هند پر وړاندې لوبه کې د هغوى وروستۍ وېکټه وغورځوله نو په نندارچيانو کې يو ماشوم په ژړا شو، دا صحنه چې پر ټلويزيونونو هم ښکاره شوه نو ډېر پام يې ځانته واړوه او پر خواله رسنيو هم ډېره لاس په لاس شوه.
خو راشد خان او محمد شهزاد دغه ماشوم سره ودرېدل او ورسره يې سلفي انځورونه واخيستل.
د افغان لوبغاړو د دې ګام په هکله هندي رسنۍ انډين اېکسپرېس ورځپاڼې هم ولیکل، چې په دواړو هېوادونو کې د افغان لوبغاړو د دغې کړنې پراخ هرکلى وشو.








