د ټرمپ ګواښونه او اټومي مذاکرات: خبره څنګه تر دې ځای راورسېده؟

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, هوګو باچیګا
    • دنده, په بیت المقدس کې د منځني ختیځ خبریال
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

پر ایران د امریکا او اسرائیل د برید توجیه به په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې د تودو بحثونو موضوع وي.

ولسمشر ټرمپ لومړی تیره میاشت وروسته له هغه د ایران د بمبارولو ګواښ وکړ چې د ایران امنیتي ځواکونو د حکومت ضد لاریونونه سخت وځپل او زرګونه کسان یې ووژل.

خو له هغه وخت راهیسې، د هغه پام تر ډیره د ایران اټومي پروګرام ته اوښتی، که څه هم هغه په بشپړ ډول نه ده روښانه کړې چې ولې دا موضوع په داسې یو اضطراري حالت بدله شوه چې نظامي اقدام ته اړتیا ولري.

د امریکا متحد ایالتونه او اسرائیل له لسیزو راهیسې ایران تورنوي چې په پټه د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي.

خو ایران په وار وار دا رد کړې چې د اټومي وسلو د جوړولو لټه دې کوي.‌

که څه هم ایران یوازینۍ غیر اټومي هېواد دی چې یورانیم د وسلو جوړولو نږدې کچې پورې بډای کړي، خو تهران ټینګار کوي، دغه پروګرام یوازې سوله‌ییزو موخو لپاره دی.

ایران وايي، د یورانیمو د غني کولو فعالیت یې تېر کال له اسرائیل سره د جګړې پر مهال د امریکا له خوا د دوی پر اټومي تاسیساتو له بریدونو وروسته درېدلی دی، خو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس څېړونکو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې ویجاړ شوي ځایونه له نږدې وګوري.

ولسمشر ټرمپ په وار وار ویلي، دا تاسیسات په بریدونو کې له منځه تللي دي.

په روانه میاشت کې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د امریکایی او ایراني پلاوو ترمنځ درې پړاوه خبرې وشوې او تمه وه چې راتلونکې اونۍ نور مذاکرات هم وشي.

د عمان بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي، چې په دغو خبرو کې یې منځګړیتوب کاوه، د جمعې پر ورځ په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره وکتل.

دا لیدنه د ایراني او امریکايي پلاوو ترمنځ په جنیوا کې له خبرو اترو یوه ورځ وروسته وه.

ښاغلي البوسعیدي له CBS خبري شبکې سره په یوه مرکه کې وویل، یوه هوکړه کېدونکې ده او په خبرو کې "پام وړ پرمختګ" شوی.‌

هغه خبرو اترو لپاره نور وخت غوښتی وی.

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ایران کې د امریکا او اسرائیل بریدونو کې اوښتې زیانونه

نوموړي د لومړي ځل لپاره د ایران د وړاندیز یو څه جزیات هم په ډاګه کړل او ویې ویل، ایران په خپل وړاندیز کې ویلي چې نور به هېڅکله غني شوي یورانیم نه زېرمه کوي او د شته زېرمو د کمولو او له دغه بهیره د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تایید ته ژمن دی.

البوسعیدي دا وړاندیزونه د ۲۰۱۵ کال د اوباما د ادارې پر مهال له ایران سره د لاسلیک شوې اټومي هوکړې یا برجام څخه غوره وباله.

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په سپینه ماڼۍ کې د خپلې لومړۍ دورې پر مهال له دې هوکړې (برجام) وتلی و.

له وروستیو خبرو اترو مخکې، ایران د امریکا دا غوښتنې ردې کړې وې چې د خپلو بالستیک توغندیو پروګرام پر محدودولو او په سیمه کې د خپلو نیابتي ډلو له ملاتړه پر لاس اخیستلو بحث وکړي او ویلي یې وو چې دا غوښتنې د دوی د ملي حاکمیت نقض دی.

البوسعیدي ویلي و چې ایران "د هر څه په اړه بحث ته چمتو" دی او پر غیر اټومي مسلو د ایران له ګاونډیو سره په جلا توګه بحث کېدای شي.