د کاتولیکه کلیسا مشر: له ټرمپ 'هېڅ وېره' نه لرم

pop

د عکس سرچینه، Reuters

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر د ایران جګړې په تړاو د کاتولیکه کلیسا د مشر پاپ لیو پر دریځ سخت او غیر عادي لفظي برید وکړ، پاپ وویل، د ټرمپ له ادارې "هېڅ وېره نه لري" او د جګړې پر ضدې به خپل غږ پورته کوي.

ډونلډ ټرمپ د ټروت سوشل ټولنیزې رسنۍ په یوه پوسټ کې پاپ "د جرم پر وړاندې کمزوری او د بهرني سیاست لپاره وحشتناک" وباله او وروسته یې خبریالانو ته وویل، هغه یې "لوی مینه وال نه دی".

پاپ الجزایر ته پر لاره خبریالانو ته وویل، نه غواړي له ټرمپ سره په بحث کې ورګډ شي، خو د سولې لپاره به کار ته دوام ورکوي.

پاپ د ایران جګړې سخت نیوکه کوونکی دی او د ایراني تمدن د ویجاړولو لپاره د ټرمپ ګواښ یې "د نه منلو وړ" بللې وه او له هغه یې غوښتي چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره " لار" ومومي.

تر ډېره، لږ داسې مخ ته راځي، چې یو پاپ په مخامخ ډول د نړۍ د مشرانو څرګندونو ته ځواب ووایي.

په امریکا کې له ۷۰ میلیونو ډېر کاتولیکه مسیحان شته، چې د ټولو وګړو شاوخوا ۲۰٪ جوړوي. په دوی کې د ټرمپ مرستیال ولسمشر جي ډي وینس هم شامل دی.

د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ په یوه پوسټ کې ولیکل، پاپ "باید خپلې چارې سمبال کړي" او وې ویل، هغه "د اټومي وسلو په اړه کمزوری" دی، چې ظاهرا یې د تهران په اټومي ځواک بدلېدو هڅو ته اشاره وه. همدا اتوم ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې د یو دلیل په توګه یاد شوی.

ټرمپ دا هم وویل پاپ "ځکه غوره شو، چې امریکایی و او دوی فکر کاوه چې دا به د ولسمشر ډونلډ جي ټرمپ سره د معاملې غوره لاره وي."

"که زه په سپینه ماڼۍ کې نه وای، لیو به په واتیکان کې نه و."

کله چې خبریالانو د دې پوسټ په اړه پوښتنه وکړه، هغه وروسته وویل: "زه فکر نه کوم چې هغه ډېر ښه کار کوي، فکر کوم جرم او جنایت یې خوښېږي."

ټرمپ زیاته کړه: "هغه ډېر لېبرال سړی دی او هغه کس دی چې د جرم او جنایت پر بندولو باور نه لري، هغه داسې یو شخص دی چې باور نه لري چې موږ باید له هغه هېواد سره لوبې وکړو چې اټومي وسلې غواړي او غواړي نړۍ ویجاړه کړي."

په ځواب کې، پاپ الجزایر ته پر لار الوتکه کې خبریالانو ته وویل، هغه خپل رول ته د یوه سیاستوال نه، بلکې د داسې کس په سترګه ګوري چې د سولې پیغام خپروي.

هغه خبریالانو ته وویل: "زه د ټرمپ له ادارې، یا په لوړ غږ د انجیل په اړه خبرو کولو کې کومه وېره نه لرم."

هغه دا هم ویلي، "زه نه غواړم له (ټرمپ) سره په بحث کې ښکېل شم."

"نن په نړۍ کې ډېر خلک ځورېږي. ډېر بې ګناه خلک وژل کېږي. او زه فکر کوم چې یو څوک باید ودرېږي او ووایي: د چارو ترسره کولو لپاره غوره لاره شته."

د ټرمپ څرګندونو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کاتولیکانو نیوکې هم راپارولې، یوه کارپوه دا څرګندونې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د فاشیستو دیکتاتورانو له خوا د پاپ له اړیکو سره پرتله کړې.

ماسیمو فاګیولي وویل، "ان هټلر یا موسولیني هم پر پاپ دومره مخامخ او څرګنده توګه برید نه دی کړی."

داسې ښکاري چې پاپ لیو د مخکېني پاپ فرانسیس د بشر دوستۍ دود ساتي. پاپ فرانسیس په ۲۰۱۶ کال د ټاکنیز کمپاین پر مهال د کډوالو پر ضد د ټرمپ د څرګندونو له امله هغه"عیسوی نه" بللی و. ټرمپ مړ شوی پاپ "سپک" بللی و.