ټرمپ: اوباما د "اسلامي دولت" بنسټګر دی

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوريپال ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ولسمشر اوباما د "اسلامي دولت" نومې ډلې بنسټګر بللی دی.
ټرمپ دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ فلوریډا ایالت کې خپلو پلویانو ته کړې دي چې وايي: "دوی د ولسمشر اوباما درناوی کوي، هغه د داعش ډلې بنسټګر دی".
نوموړي له ډیموکراټ ګوند نه ولسمشریزو ټاکنو ته پر نوماندې هیلري کلنټن هم نیوکه وکړه او هغه یې د داعش ډلې په رامنځ ته کولو کې د "اوباما شریکه" وبلله.
اغلې کلنټن د ټرمپ څرګندونې "له سپکاوي ډکې خبرې" ګڼلې دي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل، اوباما او کلنټن د "اسلامي دولت" ډلې لپاره "ترټولو ډېر قیمتي لوبغاړي" دي.
ده پر ولسمشر اوباما تور پورې کړ، چې ګني سخت دریځو ته یې د فعالیتونو پراخولو اجازه ورکړه او له داعش ډلې سره نرم چلند کوي.
تر اوسه سپینې ماڼۍ د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د کلنټن ویاند ویلي: "دا څرګندونې د ټرمپ په بې ادبۍ دلالت کوي او د روسیې د ولسمشر هغه خبرې تکراروي چې د امریکا مشرانو او ګټو ته له سپکاوي ډکې دي، خو د ترهګرۍ د مبارزې لپاره څرګند او جدي پلان نه لري او یا دا چې امریکا لا ډېره خوندي کړي".
په وروستیو اونیو کې، د جمهوریپال ګوند ډېری مشران د ټرمپ له څرګندونو وروسته له نوموړي څنګ ته شوي دي. سناتورې سوزان کولینز په جار وویل چې ټرمپ ته رایه نه ورکوي.
د پنجشنبې په ورځ "ټایم" مجلې وویل، د جمهوریپال ګوند د ملي جرګه ګۍ مشر رینس بریباس د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین د تمویل درولو ګواښ وکړ.
د نظرپوښتنو له مخې، په وروستیو اونیو کې د امریکا مهمو ایالتونو کې د ټرمپ ملاتړ په کمېدو دی.
هیلري کلنټن ویلي، ښاغلی ټرمپ خپل ملاتړي تاوتریخوالي ته هڅولي دي، خو ټرمپ وايي خبرې یې 'ناسمې' تعبیر شوې دې.

د عکس سرچینه، Getty
وړاندې، ټرمپ امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ د مخنیوي غوښتنه کړې وه، چې پخپله جمهویپال ګوند هم خوله خوله کړ او د نړۍ په ګڼو برخو کې یې پروړاندې توند غبرګونونه راوپارېدل.








