د سرو زور بيه په ریکارډ کچه لوړه شوې ده

د سرو زرو يوه خښته

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د سرو زرو بيه يو ځل بيا تاريخې لوړې کچې ته رسېدلې ده او په لومړي ځل د يوه اونس یا نژدې ۲۸ ګرامه سرو زرو بيه ۵۰۰۰ ډالرو ته ختلې ده. د دغه فلز بيه په ۲۰۲۵ کال کې ۶۰ سلنه لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ګرینلنډ پر سر د امریکا او ناټو تر منځ تاوتریخوالي د مالي او جيوپولټيکې بې ثباتۍ په اړه اندېښنې نور هم زياتې کړې دي.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمب سوداګريزو سياستونو هم بازارونو اندېښمن کړي دي. نوموړي د شنبې په ورځ ګواښ وکړ چې که چېرې کاناډا له چين سره سوداګريز تړون وکړي، ۱۰۰ فيصده تعرفه به پرې ولګوي.

د دوشنبې په ورځ د نورو ګرانبيه فلزاتو بيې هم لوړې شوې چې په کې د سپينو زرو بيه هم تاريخي لوړې کچې ته ورسېده.

سرو زور او نورو ګرانبيه فلزونو ته د "خوندي" شتمنيو په توګه کتل کېږي او د اقتصادي بې باورۍ پر مهال ورته پانګه اچوونکي مخه کوي. د جمعې په ورځ د سپينو زرو د يوه اونس بیه ۱۰۰ ډالرو ته ورسېده چې په تېر کال کې ۱۵۰ سلنه لوړوالي ښيي.

د ګرانبيه فلزونو غوښتنه د نورو بېلابېلو لاملونو له کبله هم لوړه شوې لکه لوړ انفلاسيون، د امریکا کمزوری ډالر، په نړۍ کې د مرکزي بانکونو له خوا زيات پېرل او دا چې امریکا به سږ د سود کچه راکمه کړي او داسې نور علتونه هم شامل دي.

په اوکرايين کې او غزه کې جګړو او همدارنګه د واشنګټن له خوا د ونېزویلا د ولسمشر نيکولاس مادورو نيول کېدو هم د سرو زرو د بيو په لوړولو کې رول لوبولی دی.

د روان کال په پیل کې د يوه اونس سرو زرو بيه ۲۶۰۰ ډالره وه خو جيوپولټيکي کړکېچونو، د ټرمپ تعرفو او د سود کچې د کمېدو اټکلونو د سرو زرو په څېر د خوندي پانګونو غوښتنه او بيې لوړې کړې.

دوه مېرمنې د سرو زرو د خرڅلاو په یو دوکان کې

د عکس سرچینه، Getty Images

د بولين والټ د سرو زرو د بازار د څېړنې مشر اډرين اش په وینا سږ کال د سرو زرو بيه کې ۶۸ سلنه زياتوالی راغلی دی چې دا له ۱۹۷۹ کال راهيسې تر ټولو ډېر زياتوالی دی.

ښاغلی اش وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د "سود کچې بدلونونو، شخړو او د سوداګرۍ ترينګلتياو" د سرو زرو بیو لوړېدو کې مرسته کړې ده.

نوموړی وايي، "د ګرانبیه فلزاتو بازار ښيي چې د ولسمشر ټرمپ کړنو په رښتيا په بازار کې بدلون راوستی" او سږ کال د سرو زرو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي.

دی وايي، "سوداګريزه جګړه، پر فدرالي زېرمو بريدونه او نړيوالې ترينګلتياوې دا ټول د ټرمپ له خوا راولاړ شوي دي."

د سود کچې ټيټېدو سره عموما پانګوال د سرو زرو او سپينو زرو په څېر توکو ته مخه کوي چې ډېر عايد ترلاسه کړي او په بېلابېلو برخو کې خپله پانګونه خپره کړي.

سپین زر

د عکس سرچینه، Getty Images

اوس مهال د شنونکو تر منځ عمومي نظر دا دی چې امريکا به په ۲۰۲۶ کال کې د سود کچه دوه ځله راټيټه کړي.

د ګولډمن ساکس د شننو له مخې وړاندوينه شوې چې د غوښتنې د زیاتېدو بل لامل دا هم دی چې د نړۍ مرکزي بانکونه د اقتصادي بې ثباتۍ پر وړاندې د مقابلې لپاره پر امریکا ډار د تکيې کمولو او پانګونې متنوع کولو لپاره د سرو زرو فزيکي زېرمې زياتوي.

دوی وايي، دا بهير به تر ۲۰۲۶ کال پورې همداسې دوام وکړي.

د رېبل وېلت منېجمېنټ يوې مالي سلاکارې انيتا رايت ویلي، د کال په اوږدو کې د سرو زرو د بيو پرلپسې لوړوالی ښايي له دې کبله هم وي چې دا د سوداګرو لپاره د انفلاسيون او اقتصادي ګډوډۍ له ګواښونو د ځان خوندي کولو يوه لاره ګڼل کېږي.

مېرمن رايت وايي، "کله چې پر مالي شتمنيو او د پاليسيو پر ثبات باور کمزوری شي، سره زره عموما د اصلي پولي فلز په توګه تر ټولو مخکې غبرګون ښيي".

د امریکايي ډالر کمزوري کېدل هم د سرو زرو د بيو په لوړېدو کې مرسته کړې ده، ځکه له دې سره دا فلز د بهرنيو پېرودنکو لپاره ارزانه کېږي.

نور ګرانبيه فلزاته هم په ریکارډ کچه لوړ شوي. د دوشنبې په ورځ د سپينو زرو يوه اونس يا ۲۸ ګرامو بیه نژدې ۱۰۰ ډالرو ته پورته شوه.

تراوسه په ۲۰۲۵ کال کې د سپینو زرو بيه د کال له پيله ۱۵۰ سلنه لوړه شوې ده او پلاټېنيم په ۱۷ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. د شنونکو په وینا د ډېرې غوښتنې او د محدودې عرضې له کبله د سرو زرو پرتله یې بيه ډېره لوړه شوې ده.

د سرو زرو پرتله نور قېمتي فلزات په صنعتي توليداتو کې هم په پراخه کچه کارول کېږي چې دا خپله هم غوښتنه نوره زياتوي.

بل پلو د دوشنبې په ورځ د تېلو بیې هم لوړې شوې وې. دا ځکه چې تېره اوونۍ امریکا له وېنزويلا د تېلو پر تلونکو او راتلونکو بېړيو د "محاصرې" امر وکړ.