'ما ولیدل چې خلک په ډزو ویشتل کېدل': ایران کې د لاریونونو ځپل کېدو په اړه عیني شاهدې څه ليدلي؟

پارنیا په اصفهان کې د خپلې کورنۍ ليدو ته ورغلې وه چې لاريونونه پيل شول

د عکس سرچینه، Parnia

د عکس تشریح، پارنیا په اصفهان کې د خپلې کورنۍ ليدو ته ورغلې وه چې لاريونونه پيل شول
    • Author, سروش پاکزاد

خبرداری دغه راپور بوږنونکې برخې لري.

یوې ايرانۍ مېرمنې چې په ايران کې یې د اعتراضونو پر مهال خونړي ځپونکي عمليات په خپلو سترګو ليدلي ويلي چې څرنګه یې ګاونډ د امنيتي ځواکونو له خوا پر لاريونوالو د ډزو پر مهال يو ډول د "جګړې په سيمه" بدل شو.

په ايران کې د حکومت له خوا پر انټرنېټ له بنديز دری اوونۍ کېږي او د دې مخه یې نيولې چې د ډېرو کړنو راپورونه نړۍ ته و نه رسېږي.

خو ځينې ايرانيان چې له هېواده وتلي اوس توانېدلي چې د سترګو ليدلی حال شریک کړي.

پرنيا چې اوس په لندن کې ژوند کوي بي بي سی ته وويل، هغه د خپلې کورنۍ د ليدو لپاره د ايران مرکزي ښار اصفهان کې وه چې په پلازمېنه تهران کې اعتراضونه پیل شول. دا لاريونونه ډېر ژر ټول هېواد ته خپاره شول او په څو ورځو کې د اصفهان د حکیم نظامي او خاقاني سيمو سلګونه کسان سړکونو ته راووتل.

پرنيا وايي، "په دوی کې له اوو کلنو ماشومانو نيولې تر ۷۰ کلنو پورې کسان راټول شوی وو. یوازې په يوه کوڅه کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسان وو. خلکو شعارونه ورکول: 'مرګ پر دېکتاتور او ژوندۍ دې وي شاه'".

له "دېکتاتور" یې مطلب د ايران روحاني مشر ايت الله علي خامنه اي وو او له "شاه" یې د ایران وروستی پاچا چې په ۱۹۷۹ کې د اسلامي انقلاب پر مهاله له واکه لرې کړل شو او د هغه زوی ولیعهد رضا پهلوي ته اشاره وه.

اصفهان له کلونو راهيسې د اعتراضونو او ځپنو شاهد دی خو پرنیا وايي، هېڅکله یې داسې ناکرارۍ نه وې ليدلې. دا اعتراضونه د ايرانۍ پيسو د ارزښت لوېدو او نرخونو لوړېدو له کبله پيل شوي وو.

نوموړې وايي، په پيل کې امنیتي ځواکونو پر لاريونوالو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه وروسته یې ليکه جوړه او د ساچمو ډزې یې پیل کړې.

دی وويل، "ما وليدل چې خلک په ډزو ولګېدل او پر ځمکه راپرېوتل. په سړک وينې وې".

پرنيا وايي، د تنګو کوڅو له لارې وتښتېده او ناڅاپه يوې مېرمنې د اپارتمان يوې ودانۍ ته کش کړه. د نوموړې په وینا هلته ډېر ټپيان شوي لاريونوال وو.

دې وويل، "ما وليدل چې ودانۍ ته د ننوتلو لار په وينو لړلې وه او ما يوه نجلۍ وليده چې پښه یې له ساچمو ډکه وه".

د همغې شپې ویډيوګانې چې بي بي سي تائید کړې ښيي چې په اصفهان کې په سړکونو ډېر خلک راټول شوي. ځينې کوڅې د ټرافيکي نښو په ستنو او اوسپنيزو دړو بندې شوې، داسې ښکارېدل چې لاريونوالو هڅه کوله ځانونه له ډزو غوندي کړي.

په ویډيوګانو کې دا هم ښکاري چې لاريون کوونکو د ايران د دولتي رسنۍ صدا وسيما د دفتر دروازې ماتوي چې وروسته بيا ورته اور واچول شو.

د تلیفون له ويډيو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ، چې د سپوږمکۍ یوه ډش په اور کې سوځي او ځینې خلک ترې تېرېږي.

د عکس سرچینه، Phone footage

د عکس تشریح، د دولتي رسنۍ ودانۍ ته اور اچول شوی

د جمعې په سهار (د جنورۍ نهمه) د ايران روحاني مشر خامنه اي وويل، ایران به له هغه څه سره له مقابلې وروسته نشي چې ده "ویجاړوونکي عناصر" یاد کړل. نوموړي دا څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ وکړ چې که ايراني چارواکي د خلکو وژل پیل کړي سخته بيه به پرې کړي.

د خامنه اي له وينا وروسته د ايران انقلابي ځواک يا سپاه پاسداران په ټول هېواد کې خلکو ته د موبایل پيغامونو له لارې خبر ورکړ چې د ناکراريو په سيمو کې له سړکونو او غونډو ځانونه لرې وساتي. په دغو پيغامونو کې دا خبرداری هم ورکړل شوی و چې له هغه څه سره همکاري مه کوئ چې دوی "ترهګر مزدوران" بللي وو او زياته کړې یې وه چې دې کار ته به د خيانت په سترګه وکتل شي.

سره له دې خطرونو پرنيا د جمعې په ماښام يو ځل بيا په اعتراضونو کې د ګډون لپاره ووتله.

نوموړې وويل، "لاريونوال هيله من وو وو. خو تاسو د هر چا پر څېره وېره ليدله. موږ له دې ډارېدو چې د امنيتي ځواکونو تر مخ تېر او يو ځای راټول شو".

نوموړې زياته کړه، "موږ ان فکر کاوه که ووژل شو، دا به ټرمپ ته يو دليل وي چې ژر ګام پورته کړي".

هغه ويډيوګانې چې بي بي سي له دې يوه ورځ وړاندې ترلاسه کړې ښيي چې د پرنيا د ګاونډ په لويو سړکونو کې ډېر خلک راټول شوي خو هغه وايي د جمعې په ورځ حالت بدل و.

د یوې ويډيو په سکرين شاټ کې ښکاري چې په سلګونو خلک د اصفهان په سړکونو کې د اعتراض لپاره راټول شوي وو

د عکس سرچینه، Phone footage

د عکس تشریح، په سلګونو خلک د اصفهان په سړکونو کې د اعتراض لپاره راټول شوي وو

دا وايي، "لاريونوال په وړو ډلو په تنګو کوڅو کې راټول شوي وو. هرکله به چې چا هڅه کوله په لوی سړک راتول شي، د مرميو غږ به مو واورېد او ورپسې به د چیغو غږونه اورېدل کېدل".

پر انټرنېټ د بندیز او دا چې لاريونوالو له ځان سره موبايلونه نه وړل، بي بي سي تراوسه د جمعې د شپې ویډيو يا عکسونه نه دي ترلاسه کړي.

پرنيا همدارنګه د يوه ځايي کلينک حالت چې د ټپيانو لاريونوالو درملنه په کې کېده د یوې "بشپړې ګډوډۍ" په څېر یاد کړ.

نوموړې وويل، "ټيليفونونو هېڅ کار نه کاوه، هېچا نشوی کولی له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي او ډېرو خلکو د نيول کېدو له وېرې روغتونونو ته له تلو ډډه کوله."

دا وايي، "نرسانو يوازې دا کولی شول چې ټپونه پاک کړي او خلک بېرته کورونو ته واستوي. بله ورځ لا هم په هوا کې د اوښکې بهوونکي ګاز بوی محسوسېده. امنيتي ځواکونه موجود وو او په ټول ښار کې پوستې اچول شوې وې".

پرنيا غوښتل چې بریتانيا ته ولاړه شي او په همدې ورځ له اصفهان څخه پلازمېنې تهران ته ولاړه.

نوموړې وايي، "د ماښام په شپږو بجو تهران ته ورسېدم. ټول دوکانونه تړلي وو او ډېر خلک په سړکونو راټول وو. د ماښام اته بجې خلکو شعارونه ورکول پيل کړل او ما د ډزو غږونه واورېدل".

دې وويل، "هوايي ډګر کې ډېره ګڼه ګوڼه وه. د ډېرو بهرنيو هوايي شرکتونو الوتنې لغوه شوې وې او خلک سخت نهيلي وو. له نېکه مرغه ما يوه ايرانۍ الوتنه ومونده او له دې ځايه ووتلم".

پرنيا چې اوس بريتانيا ته ستنه شوې، په اصفهان کې له خپلو ملګرو سره اړیکه لري.

دا وايي، یوې سرچينې ورته ويلي چې د اصفهان د فيض د سترګو په روغتون کې ډاګترانو شاوخوا ۳۰۰ د جراحۍ عمليات ترسره کړي چې د خلکو په ساچمو لګېدلې سترګې لرې کړي.

د پرنیا ملګرو ورته ويلي، "هر کله چې بهر وځي، خلک ويني چې په سترګو یې پټۍ تړل شوې وي".

د څو روغتيايي کارکوونکو په وینا چې له بي بي سي سره یې خبرې کړې، روغتونونه د امنيتي ځواکونو تر څارنې او کنټرول لاندې دي او په اصفهان کې هغه کسان چې د مرميو ټپونه لري نيول کېږي.

پرنيا د خلکو له خولې وایي، "د ډېری خلکو ټپونه ميکروبي او ګزک کېږي. ځينې ډاکتران یې هغو جراحانو ته ورمعرفي کوي چې په شخصي کلينيکونو کې یې درملنه وکړي".

په داسې حال کې چې ايراني چارواکو د لاريونونو پر مهال د ۳۰۰۰ کسانو وژل کېدل تائید کړي خو په امریکا کې مېشته د بشري حقونو ډله هرنا وايي تر دې مهاله له ۴۶۰۰ ډېر کسان وژل شوي او نژدې ۹۷۰۰ نورې پېښې تر څېړنې لاندې دي.

د دې ډلې په وینا، لږترلږه ۷۳۰۰ کسان سخت ټپيان شوي. ډېری خلک باور لري چې اصلي شمېرې ښايي تر دې هم لوړې وي.

پرنيا وايي، اوس د بریتانيا په کچه د ايراني اپوزيسيون په اعتراضونو کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي او وايي غواړي د چوپ کړل شویو لاريونوال غږ نړۍ ته ورسوي.

نوموړې همدارنګه پر هغو نړيوالو رسنیزو راپورونو غوسه څرګنده کړه چې وايي ايرانيان او د هېواد سياسي مخالفين سره يو موټی نه دي.