د پاکستان مرکزي حکومت ادعا کوي چې له تیرا د خلکو د وتلو امر دوی او پوځ نه دی کړی

د عکس سرچینه، Rescue 1122
د پاکستان فدرالي حکومت ادعا کوي چې دوی او یا پوځ لخوا د خیبر پښتونخوا له تیرا درې د خلکو د وتلو هېڅ امر نه دی شوی.
د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزارت نن یکشنبه پر خپله ایکس پاڼه یوه خپره کړې اعلامیه کې د پوځ لخوا خلکو ته له دغې درې د وتلو امر په تړاو خپاره شوي رپوټونه چورلټ ناسم او "ګمراه کوونکي" بللي دي.
دغه وزارت ادعا کړې چې دغه "بېبنسټه" او "مغرضانه" رپوټونه د دې لپاره خپاره شوي، چې "د خلکو منځ کې وېره او ترهه خپره، د امنیتي ادارو خلاف ناسم معلومات وړاندې او شخصي او سیاسي ګټې" ترلاسه شي.
بیان کې ادعا شوې چې "د قانون پلي کوونکي ادارې معمولآ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یوازې د ترهګرو عناصرو پر خلاف ګام اخلي،" او دا په پام کې ساتل کېږي چې د عامو خلکو ژوند اغېزمن نه شي.
"دغو عملیاتو لپاره نه د وګړو لېږد یا کډوالۍ ته اړتیا شته، او نه هم داسې څه کیږی.''
اعلامیه کې دا ادعا هم شوې چې د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د مرستې، بیارغونې او بیا مېشتیدنې ادارې د تېر ډسمبر پر ۲۶مه یو خبرتیا خپره کړه، چې د معلوماتو له مخې پر بنسټ یې څلور میلیارده روپۍ ځانګړې شوې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، دا پیسې د تیرا (باغ) له ځینو سیمو د خلکو د احتمالي، لنډمهاله او رضاکارانه لېږد ته په کتو ځانګړې شوې چې مخکې له مخکې چمتووالی او د مرستې تدابیر ونیول شي.
په بیان کې دا ادعا هم شوې چې دغه کوچېدنه د ولسوالۍ په کچه له یوې استازې جرګې سره د مشورې پر بنسټ شوې.
د یادونې ده چې د پاکستان یوه دولتي خبري اژانس اسوشیټیډ پریس د جنورۍ اتمه یوه رپوټ کې ویلي وو، چې د تیرا له ۲۴ کسیزې جرګهګۍ سره د خبرو اترو له بریالیتوب وروسته د پوځي عملیاتو پام کې نیولو سره به له تیرا د ځایي خلکو وتل د جنورۍ پر ۱۰مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې پورې دوام وکړي.
تر اوسه د پاکستان مرکزي حکومت دې اعلامیې په تړاو د خیبرپښتونخوا ایالتي ادارې غبرګون نه دی راغلی.
خو د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د جنورۍ ۱۵مه پر خپله اېکسپاڼه یوه خپاره کړي پیغام کې په تیرا کې عملیات او د خلک "جبري ایستل" سیاسي اهدافو لپاره د "بندو دروازو تر شا شوې پریکړه" بللې وه.
هغه لیکلي وو "تیرا زما کور دی. دا خلک زما دي."
له تیرا د وتونکو خلکو کړاو

د عکس سرچینه، Social Media
د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزارت دا اعلامیه داسې مهال خپروي، چې له تېرو شاوخوا دوو اونیو راهیسې هر ورځ له تېرا درې پر وتونکو کډو د بار موټرونو چې ښځې او ماشومان هم پکې وې، ویډیوګانې او عکسونه خپرېږي.
دې تصویرونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د خیبر پښتونخوا مشر وزیر سهیل اپریدي هم د جنورۍ ۲۲مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې "زما خلک له تیرا څخه د جبري ایستلو پر مهال په واورو کې بند پاتې دي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
اسلام اباد کې ازاد خبریال طاهر خان بيبيسي ته ویلي، "د مرکزي حکومت دغه بیان ډېر ناوخته راغی."
هغه وویل: "کله چې انتقاد وشو، رپوټه راغلل، په واورو کې چې د [بېځایه کېدونکو] خلکو ویډیوګانې راووتې، په نړیوالو او پاکستاني رسنیو او همدا راز ټولنیزو رسنیو کې زیات رپوټونه پرې وشول. نو حکومت بیا دا بیان ورکړ. خو ما ته د حکومت بیان ډېر قوي نه ښکاري. ځکه له تیرا نه چې خلک وتل، لومړی یې هلته پوځ سره لیدلي وو، بیا یې طالبانو سره لیدلي وو چې هلته ته دې دا جنګ نه وي. خو د دوی خبره چا ونه منله."
طاهر خان وایي، خلک ځکه وتلو ته اړوتل چې فکر یې کاوه که چېرې لوی عملیات کېږي، نو دوی ته به پکې زیان واوړي.
یوه خپلواک خبریال اسلام ګل اپریدی چې له تیرا د وتوونکو کورنیو حال یې له نږدې لیدلی، د جنورۍ ۱۶مه ویلي وو ډېرې کورنۍ د ژمي سړې څپې او راتلونکي ته فکر وړي دي.
له تیرا وتونکو خلکو مخکې هم له بېلابېلو ستونزو شکایت کاوه، خو له پنجشنبې ورځې راهیسې په دې دره او شاوخوا سیمو کې د واورې ورښت کړاو لا پسې ډېر کړ.
دا وضعیت د دې لامل شو چې د ښځو، ماشومانو او زړو او ناروغانو په ګډون سلګونه کسان د ژمې دا سړې شپې له مرستو او امکاناتو پرته په بندو لارو پر کډو بار موټرونو کې سبا کړي.
د بیړنیو مرستو ۱۱۲۲ سازمان پرون شنبه اعلان وکړ، چې د تیرا درې په واورو کې د بند پاتو کسانو د ایستلو او ژغورنې په عملیاتو کې له ۱۵۰۰ ډیر خلک او ۳۵۰ موټرونه خوندي ځایونو ته لیږدول شوي دي.

تیرا د خیبر یوه لېرې پرته غرنی سیمه ده، چې د طبیعي ښکلاوو له پلوه ځانګړې کیسې لري.
دا سیمه له پېښوره شاوخوا ۱۴۰ کیلومتره په سوېل لوېدیځ لور کې پرته ده.
په سوېل لوېدیځ کې له ډیورنډ کرښې ختیځ ته له کرمې او شمال ته له اورکزو سره پوله لري.
د راپورونو له مخې د ۲۰۲۱ کال له وروستیو راهیسې په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان، لشکر اسلام، د حافظ ګل بهادر ډلې او جماعت الاحرار د وسله والو فعالیتونه یو څه پراخ شوي دي.
که څه هم د امنیت ټینګښت لپاره د ځايي خلکو او قومي مشرانو له خوا له امنیتي ځواکونو او جګپوړو چارواکو سره څو ناستې شوې، خو داسې ښکاري چې کومه څرګنده پایله یې نه ده ورکړې.











