تیرا کې له پوځي عملیاتو مخکې څه روان دي؟

تیرا کې د لارې بندیده

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په تیرا کې ځايي خلکو ته خبرداری ورکړی چې د جنورۍ تر ۲۵ دې له هغو سیمو ووځي چې پوځي عملیات په کې کېدونکي دي. دې سره ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو بې کوره شوي او لا هم خلک د سر سیوري لټون پسې دي.

په سیمه کې یوه خپلواک خبریال اسلام ګل اپریدی چې له تیرا د وتوونکو کورنیو حال یې لیدلی وايي، ډېرې کورنۍ د ژمي سړې څپې او راتلونکي ته فکر وړي دي.

سړه هوا او د غرونو په لمن کې، د یوې دولتي عالي لېسې په انګړ کې سهار وخته د خلکو لوی شمېر راټول شوی دی او په لاسونو کې یې د نوم‌ لیکنې فورمې دي.

دا د تیرا سیمې اوسېدونکي دي چې د وسلوالو ډلو پر ضد د ممکنه پوځي عملیاتو د اعلان له امله بې‌ کوره شوي او د حکومتي نوم لیکنې لپاره راغلي دي.

پنځوس کلن علي محمد وايي، پنځه ورځې وړاندې له خپلې کورنۍ سره له تیراه بې‌ کوره شوی دی.

د کورنۍ نور غړي یې په باړه کې په کرايي کور کې اوسېږي، خو دی هره ورځ د نوم‌ لیکنې مرکز ته ورځي، چې د حکومت له لوري اعلان شوې مالي مرستې ترلاسه کړي او په راتلونکي کې بېرته خپلې سیمې ته د ستنېدو پر مهال له ستونزو سره مخامخ نه شي.

هغه وايي، ځینو کورنیو نوم‌ لیکنه کړې ده، د ډېرو لا تر اوسه نه ده شوې، چارواکو ویلي چې د دوی نوم‌ لیکنه ځکه نه کېږي، چې د پېژندپاڼې په اسنادو کې د تیراه پر ځای د باړې ادرس ثبت دی.

ځايي چارواکي وايي، د نومبر له لسمې نېټې د سیمې د خلکو د بې‌ کوره کېدو لړۍ پیل شوې ده، خو د نوم‌ لیکنې بهیر بیا د جنورۍ له پنځمې نېټې پیل شوې ده.

د نوم‌ لیکنې یو مرکز له پېښوره شاوخوا ۷۶ کیلومتره لېرې د تیرا پر لويه لاره د پاینده چینې په سیمه کې پرانیستل شوی.

د بې ځایه شویو کورنیو پنډغالی

بې‌ کوره شوې کورنۍ شکایت کوي چې د نوم‌ لیکنې په بهیر کښی له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې له امله یې څو ځلی د احتجاج په توګه دا بهیر درول شوی دی.

څلوېښت کلن سید محمد، چې د تیرا د ملک دین خېلو د سیمې اوسېدونکی دی، د نوم‌ لیکنې مرکز مخې ته پر لويه سړک ولاړ پر کډې بار موټر ته اشاره کوي، چې ښځې او ماشومان پکې ناست دي.

هغه وايي، درې ساعته یې د نوم‌ لیکنې مرکز کې تېر کړل، خو هېڅ نتیجه یې تر لاسه نه کړه.

د ده په وینا، دننه داسې منظم سیستم نشته چې خلکو ته سمه لارښونه وکړی.

نوموړی زیاتوي"د سختې سړې هوا له امله ماشومان ناروغه شوي، ځکه چې شپه یې په موټر کې تېره کړې ده."

دولتي چارواکي هم مني چې د نوم‌ لیکنې په بهیر کې ستونزې شته، خو د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

د باړې مرستیال کمېشنر طلحه محمود وايي" په دې کې هېڅ شک نشته چې خلک د نوم‌ لیکنې پر مهال له ستونزو سره مخ دي، خو حکومت هڅه کوي چې بې‌ کوره شویو کورنیو ته اسانتیاوې برابرې کړي دي."

هغه زیاتوي، له تیرا د ډېرو کورنیو راوتلو له امله پر مرکز فشار زیات شوی، خو اوس د پېژندپاڼو ادارې ۱۷ خونې (کاونټرونه) فعال کړي دي.

چارواکي وايي، که د چا په پېژندپاڼه کې د لنډي کوتل، باړه، پېښور یا کوهاټ پته (ادرس) درج وي، نو د پېژندپاڼې اداره یې تصدیق نه کوي او د نوم‌ لیکنې امکان هم نه لري.

د حکومت له لوري د بې‌ کوره شویو کورنیو د ستونزو د حل لپاره له ګامونو سربېره، کډوالو نا خوښي ښودلې او ګڼ شمېر خلکو یو ځل بیا د نوم‌ لیکنې مرکز مخې ته تېر شوی سړک د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلی و.

د دې احتجاج مشري د تیرا د قومونو د ۲۴ کسیزې کمېټې مشر ملک کمال‌ الدین اپریدي کوله.

هغه وايي، "له بې‌ کوره کېدو وړاندې چې حکومت کومې ژمنې کړې وې، تر اوسه نه دي عملي شوې."

پر لاره کډې بار موټرونه

د حکومتي شمېرو له مخې، تر اوسه له ۱۱ زرو زیاتو کورنیو ته د نوم‌ لیکنې تصدیقونه (ټوکنونه) ورکړل شوي، خو شاوخوا ۲۵ سوه کورنیو خپله پروسه بشپړه کړې ده.

چارواکي وايي، له بې‌ کوره کېدو وړاندې په تیرا کې شاوخوا ۱۹ زره او۰ ۱۰ کورنۍ اوسېدلې.

له تیرا د خلکو د بې‌ کوره کېدو دا لړۍ په داسې حال کې روانه ده، چې هوا سخته سړه شوې ده او ډېرې کورنۍ اړې شوې چې په نورو سیمو کې په کرايي کورونو یا د خپلوانو په مېنو کې ژوند وکړي.

ځايي خلکو ویلي دا مهال د تیراه په بېلابېلو سیمو اپریديو برقمبر خېلو، شلوبر قمبَر خېل، ملک دین خېل، ذخه خېل، ادم خېل، کمرخېل او اکاخېل کې خلکو ته د خپلو سیمو پرېښودو امر شوی دی.

د تیرا د پوځي عملیاتو په اړه د پاکستان پوځ او په خیبر پښتونخوا کې واکمن ګوند تحریک انصاف جلا جلا دریځونه لري.

تیرا د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر سهیل اپریدي پلرنی ټاټوبی دی او هغه په وار وار ویلي چې پوځي عملیات د سیمې د ستونزو د حل لاره نه ده او دی په دې سیمه کې د پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.

تېره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند، لېفټننټ جنرال احمد شریف د امنیت په اړه یوې خبري ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل "د وسلوالو پر ضد د عملیاتو لپاره د اجازې اخیستو اړتیا نشته."

تیرا کې د پوځي عملیاتو د پیل له امله، د پښتونخوا سیاسي مخالفان پر واکمن ګوند سختې نیوکې کوي.

تېره ورځ د خیبر پښتونخوا حکومت د ضلع خیبر د بې‌ کوره شویو (ټډڅس) د مرستو لپاره د څلورو اربه روپیو بودیجه اعلان کړه، چې د مالي کال ۲۰۲۵–۲۶ له خزانی ځانګړې شوې ده.

دا بودیجه به د طبیعي افتونو د بیا رغونې ادارې له لارې د اغېزمنو کورنیو د خوړو، لنډ مهالې استوګنې او ټرانسپورټ پر اسانتیاوو ولګول شي.

له تیرا دویم ځل بې‌ کوره کېدل

د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د راپورونو له مخې په سیمه کې د وسلوالو ډلو، چې په کې تحریک طالبان پاکستان، لشکر اسلام، د حافظ ګل بهادر ډله او جماعت الاحرار یاد شوي وو، فعالیتونه یو څه پراخه شول.

که څه هم د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره د ځايي خلکو او قومي مشرانو له لوري له امنیتي ځواکونو او لوړپوړو چارواکو سره څو ناستې وشوې، خو کومه څرګنده پایله یې ور نه کړه.

د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ د نښتو له امله، ځایي خلک له درنې مرګ ژوبلې سره مخامخ شول او حکومت هغوی ته وویل چې د وسلوالو پر ضد د پوځي عملیاتو له امله باید خپلی سیمې پرېږدي.

قومي مشرانو او ځايي خلکو له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ، خو وروسته په سیمه کې د امنیت وضعیت لا خراب شو.

د سیمې قومي مشرانو ۲۴ کسیزې کمېټې د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې له حکومت سره د بې‌ کوره کېدو په اړه یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې خلک د جنورۍ له پنځمې تر پنځه ویشتمې نېټې پورې له سیمې وځي.

د تړون له مخې، بې‌ کوره شویو کورنیو ته به په لومړي پړاو کې د ګاډي کرایه، ورپسې دوه نیم لکه روپۍ او بیا هره میاشت پنځوس زره روپۍ ورکول کېږي۔ همدارنګه، د بې‌ کوره شویو کورنیو د بېرته ستنېدو بهیر به د اپرېل له پنځمې نېټې پیل شي.

په پیل کې په سیمه کې د انصار الاسلام او لشکر اسلام ترمنځ وسله‌ والې نښتې پیل شوې، خو وروسته نورو وسلوالو ډلو هم خپل فعالیتونه پراخ کړل.

په سیمه کې د وسلوالو ډلو پر ضد په لومړي پړاو کې پوځي عملیات ترسره شول.

د کډوالو د نړیوالې ادارې د یو راپور له مخې، په ۲۰۱۳ کال کې له تیرا شاوخوا ۱۱ زره او ۴۰۰ کورنۍ بې‌ کوره شوې وې.

یو کال وروسته، د بې‌ کوره شویو خلکو د بېرته ستنېدو لړۍ پیل شوه، خو په همدې موده کې د پاکستان پوځ په سیمه کې په پراخه کچه پوځي پوستې او مرکزونه جوړ کړل او دا چې د ټیکاو هیله پوره نه شوه.

تیرا د خیبر یوه لېرې پرته غرنی سیمه ده، چې د طبیعي ښکلاوو له پلوه ځانګړې کیسې لري.

دا سیمه له پېښوره شاوخوا ۱۴۰ کیلومتره په سوېل لوېدیځ لور کې پرته ده.

په سوېل لوېدیځ کې له ډیورنډ کرښې ختیځ ته له کرمې او شمال ته له اورکزو سره پوله لري.

په دې سیمه کې د اپریدي قبیلې بېلابېل ښاخونه مېشت دي.

د ځایي خلکو د عاید تر ټولو مهمه سرچینه د بنګو کرنه بلل کېږي، چې د چرسو د جوړولو لپاره کارول کېږي.

بې کوري او د پوځي عملیاتو دا څپه له کروندګرو نیولې تر هرې کچې د سیمې اوسېدونکي زیانمنولی شي.