په بلوچستان کې د " سخت دریځو ډلو" اړوند د " لسګونو" کسانو د وژل کېدو ادعا

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

بلوچستان کې د پاکستان حکومت امنیتي چارواکي وايي، د تېر کال په اوږدو کې یې داسې "۹۰ زره" عملیات کړي، چې د څارګرو ادارو د رپوټونو پر بنسټ شوي.

د بلوچستان کورنیو چارو وزارت مرستیال سکرتر حمزه شفقات د پولیسو له یوه افسر (ډي ای جي) اعتزار ګورایه سره یوې ګډې خبري غونډې ته وینا کې ادعا وکړه، په دې عملیاتو کې د سخت دریځو تنظیمونو اړوند نژدې "۷۰۰ کسان وژل" شوي دي.

کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم په خپل رپوټ کې وايي، که څه هم دا خبري غونډه پر چهارشنبه د پولیسو د مشر په دفتر کې شوې، خو پر پنجشنبه کوټې ته د لومړي وزیر شهباز شریف له سفر سره هممهاله پر پاکستاني رسنیو خپره شوه.

د خبري غونډې د ګډونوالو خبریالانو په خبره د شخصي رسنیو عکاسانو ته د دې غونډې د بهیر د ثبت کولو اجازه نه ورکول کېده.

د رسمي شمېرو له مخې بلوچستان کې د مخکیني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته د استخباراتي عملیاتو دا تر ټولو ګڼ شمېر دی، چې په یوه ورځ کې یې تعداد" ۲۴۶ عملیاتو" ته رسېږي.

د بلوچستان کورنیو چارو سکرتر وايي، د تېر کال په اوږدو کې د تاوتریخوالي له کبله د وژل شویو امنیتي ځواکونو او ملکيانو شمېر نژدې ۴۰۰ تنو ته رسېږي. د نوموړي په خبره د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د سخت دریځو بریدونو شمېر لږ شوی و.

شهباز شریف: سخت دریځي د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ له ځان سره لري

شهباز شریف په یوه ورځني سفر د بلوچستان مرکز کوټې ته تللی و.

د عکس سرچینه، GOP

د عکس تشریح، شهباز شریف په یوه ورځني سفر د بلوچستان مرکز کوټې ته تللی و.

بل لور د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وسله وال بیا راپورته شوي دي.

نوموړی زیاتوي خوارج (پاکستاني طالبان او ځینې نورې وسله والې ډلې پاکستان کې په دې نامه یادېږي) د دې سخت دریځۍ تر شا دي، چې د ادعا له مخې یې د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ هم ورسره دی.

د بلوچستان مرکز کوټې ته په خپل سفر کې ښاغلي شریف وویل، د سخت دریځۍ ختمولو تر مهاله به ارام و نه کړي او په وینا یې ''د ترهګرۍ پر ضد جګړه اوس هم روانه ده.''

د یادونې ده، چې ښاغلی شریف پرون پنجشنبه په یوه ورځني رسمي سفر بلوچستان ته تللی و او له والي جعفر مندوخېل او اعلی وزیر سرفراز بګټي سره یې لیدنه درلوده.

د هغه په خبره فدرالي حکومت به د بلوچستان مسائلو حل او پرمختیايي پروژو بشپړولو لپاره ټول شته وسائل وکاروي.