په بلوچستان کې ځینو افغانانو ته مرګژوبله اوښتې

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د بلوچستان ايالت په چاغي سيمه کې د ترافیکې پېښه له کبله لږترلږه نهه تنه افغانان مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان دي.
سيمه ييز چارواکي وايي، دغو افغانانو هڅه کوله چې په غيرقانوني توګه له پاکستان څخه ايران ته واوړي چې د نوکنډي په سيمه کې له ترافيکې پېښې سره مخامخ شول.
د چاغي سيمې د پوليسو يوه مشر محمد شريف کلهوړو ويلي، ۲۱ تنه افغانان په پېک اپ يا ډاډسون ډوله ګاډي کې سپاره وو چې نوکنډي ته څېرمه د تېلو له ټانکر سره ټکر شول.
نوموړي په پېښه کې د لږترلږه نهو افغانانو د وژل کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
دی وايي، ټپيان د روغتیايي درملنې لپاره سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي او د مړو جسدونه افغانستان ته سپارل کېږي.
د افغانستان په جنوب کې د طالبانو حکومت يوې سرچينې هم بي بي سي ته ويلي چې د پاکستاني چارواکو له خوا ورته احوال ورکړل شوی چې د مړو جسدونه او ټپيان به دوی ور وسپاري.
د پوليسو په وینا لومړنيو پلټنو څرګنده کړې چې قربانيان په غيرقانوني توکه پاکستان ته ننوتلي وو او غوښتل یې چې د ايران له لارې اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.
ښاغلی کلهوړو وايي، د انساني قاچاق وړونکو يوه منظمه ډله د دې خلکو په غيرقانوني ډول لېږد کې لاس لري چې په وينا یې د دوې د موندلو او پر وړاندې د ګام پورته کولو هڅې پیل شوې دي.
د يادولو وړ ده چې ګڼ شمېر افغانان هر کال په ناقانونه لارو او خطرناکو لارو ايران ته او له هغه ځايه ترکیې او بيا اروپايي هېوادونو ته سفر کوي.
د يادولو وړ ده چې دری ورځې وړاندې دری افغانان چې له هراته په قاچاقي ډول ايران ته تلل، په کهسان ولسوالۍ کې پولې ته څېرمه د ډېرې واورې اويخنۍ له کبله مړه شوي وو.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس احمدالله متقي وايي، دغه کسان د ایران له پولې سره نژدې د افغانستان په خاوره کې مړه شوي، خو دوی تر پولې هاخوا له ایرانه معلومات نه لري چې هلته به وضعیت څنګه وي.
د ښاغلي متقي په وینا "دری لسیزې کېږي چې افغانان په قاچاقي ډول بهرنیو هېوادونو ته ځي، چې یو پکې ایران دی. "
نوموړي وویل امنیتي او د بهرنیړ اړیکو مسؤلان له ایراني چارواکو سره په اړیکه کې دي.
ښاغلي متقي زیاته کړه، په دغو شپو او ورځو کې چې دغه افغانان هلته ایران ته روان وو، ډېره واوره او ګردله ده او موسم ډېر سوړ دی.
د بي بي سي یوې څېړنې موندلې چې افغان کډوال د نړۍ له سلو ډېرو هېوادونو کې مېشت دي. په دې څېړنه کې معلومه شوې چې د افغان کډوالو لوی شمېر په ایران، پاکستان او جرمني کې دی.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او د وروستي جمهوريت له پرځېدو وروسته له ۶ اعشاریه ۴ میلیونو ډېر افغانان له خپل ټاټوبي کډه شول.











