په چمن کې د بېړنیز حالت اعلان

د عکس سرچینه، Getty Images
د سپین بولدک او چمن تر منځ سیمه کې تېره شپه د افغانستان او پاکستان تر منځ له یوې خونړۍ نښتې وروسته د چمن سیمې مرستیال کمشنر حبیب احمد بنګلزي د ښار او سیمې په روغتونونو کې د بېړني حالت امر کړی.
د بي بي سي اردو څانګې په رپوټ کې ویل شوي، له تېرې شپې راهیسې د چمن په ټولو روغتونونو کې د تیارسئ حالت اعلان شوی او له صوبايي مرکز کوټې هم دغې سیمې ته ډاکتران، روغتیاپالان او اړین دارو، درمل لېږدول شوي دي.
په داسې حال کې چې د رپوټونو له مخې همدا اوسمهال د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د کومې نښتې یا ډزو رپوټ نه دی ورکړل شوی، د چمن مرستیال کمشنر له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي: په روغتونونو کې ټولو کارکوونکو ته د هر ډول وضعیت سمبالولو امر شوی، بېړنیزې اسانتیاوې چمتو شوې او د ښار امنیت لپاره ټول لازم اقدامات شوي دي.
له دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي و، چې د سپین بولدک - چمن ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تېره شپه د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو نښته کې تر کرښې هاخوا د چمن په ګلدار باغچه کلي کې د یوې کورنۍ ۳غړي ټپيان شوي دي.
د دې کورنۍ یوه غړي محمد یونس اڅکزي بيبيسي اردو سره تلېفوني خبرو کې ویلي، د دواړو غاړو ترمنځ د درنو ډزو تبادلې پر مهال د دوی کور کې یوه مرمۍ لګېدلې چې ورور، ورېندار او ورېره یې پکې ټپي شوي دي.









