له امریکا تر استرالیا: افغان کډوال د نړۍ په کومو هېوادونو کې مېشت دي؟

د ویډیو تشریح،
    • Author, د بي بي سي حقیقت موندنې څانګه

د کډوالو نړیوالې ورځې سره هم مهاله بي بي سي یوې څېړنه کې موندلې چې افغان کډوال د نړۍ له سلو ډېرو هېوادونو کې مېشت دي. دې څېړنه کې معلومه شوې چې د افغان کډوالو لوی شمېر په ایران، پاکستان او جرمني کې دی.

د بي بي سي حقیقت موندنې څانګې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د ځینو هېوادونو ټولیزه سرشمېرنه را خیستي چې ښيي په ټوله نړۍ کې له شپږو میلیونو ډېر افغانان خوارواره دي. دې کې هغه کډوال نه دي شمېرل شوي چې بې اسنادو او له ادارو سره ثبت نه دي. ایراني چارواکي خپل هېواد کې د مېشتو افغانانو شمېر د ملګرو ملتونو له شمېرو لوړ ښيي.

د دسمبر ۱۸مه چې د کډوالو نړیواله ورځ ده، ملګري ملتونه وايي دا مهال نړۍ کې له ۳۰۰ میلیونو ډېر کډوال له خپل ټاټوبي لرې هغو ټولنو کې اوسي چې دوی په کې نه دي زېږېدلي.

له امریکا تر کاناډا، اروپا او ان تر افریقا د افغانانو د کډوالۍ سر رسېدلی. ښايي ډېر لږ داسې افغانې کورنۍ وي چې بهر نړۍ کې دې څوک ونه لري. شمېرې ښيي چې دا مهال شاوخوا شپږ میلیونه افغانان بهرنیو هېواد کې مېشت دي.

په ۲۰۲۳ کال کې په کور او بهر د جبري بې‌ځایه شویو او کډوالو افغانانو شمېر له ۱۰،۳ میلیونو ډېرو کسانو ته رسېدو سره خپلې لوړې څوکې ته ورسېد، خو دا شمېره له تېرو دوو کلونو په کم وخت کې له ایران او پاکستانه له پنځه میلیونو د زیاتو افغانانو ستنېدلو سره ټیټه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان چې له دوو نړیوالو جګړو خوندي پاتې و، په ۱۹۸۰ کال پر دغه هېواد د پخواني شوروي یرغل پسې یې د کډوالو بهیر لوړ کړ او د ۱۷ کلونو لپاره افغانان د نړۍ د کډوالو ترټولو لوی شمېر و.

ایران د افغانانو لپاره تر ټولو لوی کوربه هېواد دی

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او د وروستي جمهوريت له پرځېدو وروسته له ۶.۴ میلیونو ډېر افغانان له خپل ټاټوبي کډه شول.

له دې مخکې لږ شمېر پوه کسان د زدکړې یا کار لپاره بهر ته تللي وو، ډېری یې هلته نه پاتې کېدل، بیرته ستنېدل او دا چې اروپایي هېوادونو او متحده ایالتونو هم افغانانو ته په اسانۍ وېزې ورکولې.

ایران لاهم د افغان کډوالو ترټولو لوی کوربه دی، چې شمېر یې نژدې دوه نیم میلیونو ته رسېږي.

ورپسې پاکستان کې یو میلیون ۷ سوه زره کډوال دي. دغو دواړو هېوادونو په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا پنځه میلیونه افغانان ایستلي یا ستنېدو ته اړ کړي دي، چې د افغانستان وګړي یې شاوخوا لس سلنه زیات کړي دي.

.

اوس له کاناډا نیولې تر نیوزیلنډه نژدې دوه میلیونه افغانان په لوېدیځو هېوادونو کې ژوند کوي، چې له دوه پر درېیمې برخې ډېر یې په تېره لسیزه کې او په تېره بیا د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

امریکا کې د افغانانو نیم میلیوني ټولنه جوړه نه شوه

که هرڅه له پلان سره سم پرمخ تللي وی او د ټرمپ ادارې د دوی د غوښتنلیکونو د ځنډولو اعلان نه وی کړی، نو په متحده ایالتونو کې به د افغانانو شمیر نژدې شپږ سوو زرو ته رسېدلی وای.

امریکا ته د افغانانو کډوالي په ۱۹۸۰ کال کې پیل شوه.

د رسمي شمېرو له مخې په ۱۹۸۰ کال کې په متحده ایالتونو کې یوازې څلور زره کسان وو او د شلمې پېړۍ تر پایه دا شمېر ۴۵ زرو ته ورسېد.

دا شمیر د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو مخکې یو لک ۳۵ زرو ته رسېدلی و.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ کاله له یو لک ۹۰ زرو ډېر افغانان امریکا ته تللي، چې پکې د بشرپالې او د ځانګړي مهاجرت وېزې یا اېس ای وي کسان شامل دي.

د افغان ایواک په نوم رضاکاره ډله له افغانانو سره متحده ایالتونو ته په لېږد کې مرسته کوي او مشر یې شان وانډیور وايي، له دوو لکو ۶۵ زرو ډېر افغانان د امریکا وېزو ته انتظار باسي، چې په کې یو لک اتیا زره د اېس ای وي دي.

هغه کسان چې په متحده ایالتونو کې په بشرپاله وېزه اوسېږي، سملاسي د اېس ای وي لرونکو په څېر د (ګرین کارډ) وړ نه دي او یوازې د استوګنې لنډمهاله جواز ور کړل شوی چې باید نوی شي.

متحده ایالتونو په ۲۰۰۶ کال په افغانستان او عراق کې د خپلو ځواکونو د افغان او عراقي ژباړنو لپاره امریکا ته د تګ ځانګړې وېزې یا اېس ای وي چاره پیل کړه. په لومړیو کې یې باید هر کال ۵۰ وېزې ورکړې وې، خو ور پسې کلونو کې دا شمېر زیات او په افغانستان کې هر هغه ځایي همکار پکې شامل شو چې د متحده ایالتونو له حکومتي ادارو او قراردادونو سره یې کار کړی و.

خو له دې سره په متحده ایالتونو کې د افغانانو د مهاجرت ټولنه لاهم په دغه هېواد کې د ۴۵ میلیون کډوالو ټولنې له ۰.۴ سلنې کمه ده.

د امریکا د کډوالۍ سیاست انسټیټیوټ د څېړنې له مخې، افغان کډوال د متحده ایالتونو تر منځني عاید او په دغه هېواد کې تر نورو کډوالو خورا ټیټ عاید لري. په ۲۰۲۲ کال کې د افغان کورنیو منځنی عاید نژدې ۴۸ زره ډالره و، خو د امریکا د ځايي خلکو او نورو کډوالو کورنیو عاید ۷۵ زره ډالره و.

کاناډا له ژمنې ډېر افغانان ومنل

کاناډا چې له ۱۹۸۵ کال مخکې له سلو کم افغانان پکې وو، تر ۲۰۰۱ کاله دا شمېر پکې له څلور زرو زیات شو او له هغه وروسته هر کال په دغه هېواد کې په منځني ډول۱۴۰۰ افغان کډوال ‌ډېر شوي دي.

د کاناډا د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښیي چې د تېر جمهوریت له پرځېدو مخکې، د افغانانو شمېر په دغه هېواد کې ۹۸ زره ۸۱۰ کسان وو.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، کاناډا وویل چې څلوېښت زره افغانان مني. دا بهیر له هغه وروسته هم روان و، تر دې چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې یې وویل، ۵۵ زره ۱۹۵ افغانان یې لېږدولي او دا بهیر لاهم روان دی.

په کاناډا کې اوس د افغانانو یو لک ۵۴ زره کسیزه کډواله ټولنه جوړه شوې ده.

.

جرمني کې د افغانانو تر ټولو لویه ټولنه

په اروپا کې د افغانانو د کډوالۍ تر ټولو لویه ټولنه په جرمني کې ده چې تر ۲۰۲۴ ډیسمبره یې شمېر څلور لکه ۶۱ زره کسانو ته رسېده، ورپسې بریتانیا او فرانسه دي چې شاوخوا دوه سوه زره افغانان لري.

د رسمي معلوماتو له مخې، په جرمني کې افغانان تر ډېره ځوانان دي، یوازې ۳۵ سلنه یې ښځې دي او منځنی عمر یې ۲۷ کاله دی.

په ټوله کې درې هېوادونوـ جرمني، فرانسې او اسپانیاـ په وروستیو څو کلونو کې د ټولو افغان کډوالو له ۶۰ سلنې ډېر منلي دي.

.

د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې چې جرمني کډوالو ته خپله دروازه پرانیسته، افغانان تر سوریایانو وروسته دویم لوی شمېر و چې تر ډېره په ناقانونه لارو اروپا ته ننوتل.

خو په اروپايي هېوادونو کې د افغانانو د پناغوښتنې د منلو کچه په ۲۰۲۵ کې ۴۳ سلنه کمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا، په ایټالیا کې د راجسټر افغانانو شمېر ۱۹ زره پنځه سوه اټکل شوی او له هغه وخت راهیسې، په تېره وروستیو موده کې، د نارسمي اټکلونو له مخې، دا شمېره نژدې څلوېښت زرو ته پورته شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا ای سي ار سي په یوه راپور کې ویلي چې ډېر افغانان په درېیو کلونوـ ۲۰۲۲-۲۰۲۴- کې د بالکان له لارې له ټریسټ ښاره تېر او نورو اروپایي هېوادونو ته تللي دي.

په بالکان هېوادونو -بوسنیا، صربیا او کوسوو، مونټینیګرو، البانیا او شمالي مقدونیا کې په ټولیزه توګه ۴۳۵ افغان کډوال ژوند کوي.

په البانیا کې له درې زرو دوو سوو ډېر افغانان چې ډېری یې د ځانګړي مهاجرت وېزې لري، له څلورو کلونو ډېر وخت متحده ایالتونو ته د تلو لپاره په تمه دي، خو د ټرمپ ادارې چې د افغانانو د غوښتنلیکونو د ځنډولو اعلان کړی، دوی هم له نامالوم برخلیک سره مخامخ دي.

برازیل هغه ځمکه چې افغانان پکې ډېر پاتې نه شول

له ۲۰۲۱ کال مخکې په برازیل کې د افغان کډوالو پام وړ شمېر نه دی ثبت شوی.

طالبانو چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان واګې ترلاسه کړې، برازیل افغانانو ته له ۱۳ زرو زیاتو بشري وېزو ورکول پیل کړل، چې له امله یې پام وړ افغانان دغه هېواد ته لاړل. ډېر افغانان چې په برازیل کې ژوند کوي وېزې یا د استوګنې اړوند جواز لري.

ډېر هغه کسان چې په دې ډول وېزو برازیل ته تللي وو، وروسته د متحده ایالتونو او کاناډا په ګډون نورو هېوادونو ته لاړل. له همدې امله په برازیل کې د افغانانو اصلي نفوس د ور کړل شویو وېزو له شمېر کم دی.

لږ شمېر افغان کډوال هم د سوېلي امریکا په نورو هېوادونو کې خواره شوي دي، چې ځینې یې دغو هېوادونو کې بریالی ژوند لري.

د ویډیو تشریح،

افغانان بریتانیا ته کښتیو کې د ورغلو کډوالو په سر کې دي

له ۲۰۱۸ کال راهیسې د بل هر هېواد تر وګړو ډېر افغانان د انګریز تنګي له لارې بریتانیا ته په ربړي کښتیو کې اوښتي دي.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت په وینا، یوازې په تېر کال کې - د ۲۰۲۴ له اکټوبر د ۲۰۲۵ تر سپتمبره- د هغو افغانانو شمېر پنځه زره ۷۸۸ تنه دی چې په کښتیو کې دغه هېواد ته اوښتي دي او دا د نورو هېوادونو د دې بڼې کډوالو په منځ کې دویم ځای دی.

بریتانیا په افغانستان کې د جمهوريت له پرځېدو راهیسې د بیا مېشتېدنې درېیو پروګرامونو په اډانه کې ۳۵ زره ۷ سوه افغانان منلي دي. وروستی یې هم هغه پروګرام و چې د ۲۰۲۳ کال په ډیسمبر کې د بریتانیا د زرګونو افغان همکارانو د نومونو له افشا کېدو وروسته پلی شو. له هغه وروسته بریتانیا د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د افغانانو د بیا مېشتېدنې پروګرامونه نويو غوښتونکو ته بند کړل.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت مالومات ښیي چې افغان پناغوښتونکي اوس خورا کم منل کېږي، په ۲۰۲۴ کال کې ۹۷ سلنه غوښتونکي منل شوي، خو په ۲۰۲۵ کال کې یوازې ۳۳ سلنه منل شوي دي.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د پناغوښتنې تر ټولو سخت قانون اعلان کړ او له مخې یې هغه کسان چې په قانوني توګه په دغه هېواد کې دي ممکن د نامحدودې مودې استوګنې د ترلاسولو لپاره تر ۲۰ کلونو انتظار وکړي.

اسټرالیا او نیوزیلنډ د افغانانو د خوښې ځایونه چې لږ پکې منل کېږي

د اسټرالیا د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د سرشمېرنې له مخې په دغه هېواد کې د هغو افغانانو شمېر ۸۸ زره ۷۳۰ و چې په افغانستان کې زیږېدلي وو.

یوازې له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، نژدې ۲۵ زره افغانان اسټرالیا ته تللي دي.

د اسټرالیا د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښیي چې په دغه هېواد کې مېشت ۷۱ سلنه افغانانو تر دې مخکې هېڅ رسمي زدکړې نه وې کړې، یوازې نژدې ۵ سلنه یې لوړې یا پوهنتوني او شاوخوا ۷ سلنه یې منځنۍ زدکړې درلودې.

تر ۲۰۰۱ کال په نیوزیلنډ کې د افغانانو شمېر ۱۳۱ کسانو ته رسېده.

د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته نیوزیلنډ افغانانو ته ۱۲۵۳ وېزې ورکړې دي او اوس په دغه هېواد کې د افغانانو شمېر نژدې پنځه زره دی.

منځنۍ اسیا د افغانانو لویه سرپنا نه شوه

د طالبانو بیا واکمنېدو پسې تاجکستان هم د افغانانو لپاره د سرپنا یو مهم ځای و. دغه هېواد په منځنۍ اسیا کې د افغانستان د کډوالو ترټولو لوی کوربه دی.

ازبکستان د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون غړی نه دی او د پناغوښتنې ملي پروسه نه لري؛ له همدې امله په دغه هېواد کې ډېر افغانان یوازې "لنډمهاله اوسېدونکي" یا بې‌سنده کسان ګڼل کېږي.

د تمې برعکس منځنۍ اسیا افغان کډوالو ته په لویه سرپنا بدله نه شوه؛ اصلي دلیل یې هم د افغان- تاجک پولې په اوږدو کې د روسي سرتېرو له لوري پوځي شوې پولې او په کوربه هېوادونو کې ډېر محدودیتونه دي.

په روسیه کې د افغانانو شمېر تر یو لک ۵۰ زرو اټکل شوی دی.

اروپا ته پر لار پرته ترکیه د افغان کډوالو درېیم کوربه هېواد

د ویډیو تشریح، .

د بې‌سنده کډوالۍ د ډېرې اندازې له امله، په ترکیه کې د افغانانو شمېر سم اټکلول ګران دي او د بېلابېلو سرچینو شمېرې سره توپیر لري.

ترکیه د نژدې ۳.۲ میلیونه ثبت شويو سوريايي کډوالو کوربنه ده او د مهاجرت د مدیریت لوی ریاست یې وايي، د ۲۰۲۴ کال تر ډیسمبر په دغه هېواد کې شاوخوا یو سل څلور زره ثبت شوي افغان کډوالو او پناغو ښتونکو ژوند کاوه.

د ترکیې حکومت په ګډون مختلفې سرچینې اټکل کوي چې په دغه هېواد کې د بې‌سنده کډوالو په ګډون د افغانانو ټول نفوس د درې لکه او څلور لکه شل زرو ترمنځ دی. د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي چې په ترکیه کې د افغانانو ټول شمېر ښايي په روان ۲۰۲۵ کال کې تر دې ډېر شي.

اندونیزیا کې د افغانانو یوه لسیزه انتظار

اندونیزیا اسټرالیا ته د کډوالو پر لار پرته ده او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په وینا، د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر پنځه زره ۹۸۰ و.

ځینې یې له یوې لسیزې ډېر وخت راهیسې په درېیم هېواد کې د منلو په تمه اندونیزیا کې مېشت دي.

په ختیځه او سوېلي اسیا کې لږ شمېر افغانان ژوند کوي. په جاپان کې د دوی شمېر تر ۲۰۲۴ کال پورې شپږ زره ۶۳ تنو ته ورسېد، چې ډېر یې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته له کابل ایستل شوي وو.

په سوېلي کوریا کې د افغانانو شمېر څو سوه دی او په مالیزیا کې، تر ۲۰۲۵ پورې دوه زره ۷۷۰ ته رسېده.

.

خلیج د کار او پانګونې سیمه

د سعودي عربستان د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې له یو لک ۳۲ زرو ډېر افغانان په دغه هېواد کې مېشت وو، چې دوه پر درېیمه برخه یې نارینه دي. ډېر دا افغانان کارګر یا اوږدمهاله اوسېدونکي دي.

په سعودي عربستان کې د افغان سوداګرو ټولنې په ګډون نارسمي سرچینې په دغه هېواد کې د افغانانو شمېر نژدې درې لکه بولي.

د افغان سوداګرو شورا په ۲۰۲۳ کال په متحده عربي اماراتو کې د افغانانو شمېر له درې سوه زرو زیات اټکل کړی و. د افغانستان د وروستي جمهوریت له پرځېدو وروسته، له ۱۷ زرو ډېر افغانان درېیمو هېوادونو ته د تلو لپاره په متحده عربي اماراتو کې په لنډمهالو پنډغالو کې اوسېدل.

قطر چې له یوې لسیزې ډېر وخت د طالبانو د رسمي دفتر کوربه دی، د افغانانو ټولنه پکې له پنځو تر اوو زرو اټکل کېږي. په قطر کې د رسمي کډوالو یا پناغوښتونکو شمېر لږ دی.

قطر هم د کار تړونونو له مخې یو شمېر افغان کارګران منلي او د طالبانو حکومت ځینې کسان د کار لپاره ثبت کړي دي.

د راپورونو له مخې په کویټ کې نژدې ۱۵ زره افغانان ژوند کوي.

په بحرین او عمان کې د افغانانو شمېر لږ دی.

افریقا افغانانو ته ناشنا لویه وچه

په افریقایي هېوادونو کې د افغانانو شمېر د نړۍ تر نورو برخو خورا کم دی. که څه هم په افریقایي هېوادونو کې د دوی د نفوس په اړه کره شمېرې نشته، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې راپورونه ښیې چې په ډېر دغو هېوادونو کې له سلو کم افغانان ژوند کوي.

خو له دې سره کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واکمن شول، نو متحده ایالتونو له څو افریقایي هېوادونو وغوښتل چې د افغان کډوالو لنډمهالی کوربتوب وکړي. یوګانډا ومنله چې شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان د لنډ مهال لپاره ومني، چې درېیم هېواد ته د لېږد لار ورته برابره شي. روانډا هم یو شمېر افغان کډوال ومنل. په دوی کې ۲۵۰ د ښځینه ښوونځیو زدکوونکې وې، چې لومړی له کابله دوحې او بیا کیګالي ته لېږدول شوې وې.

مصر د افغان زدکوونکو لپاره په شمالي افریقا کې د زدکړو یو خورا مهم مرکز دی. په وروستیو کلونو کې نژدې زرو افغان محصلانو د دغه هېواد په پوهنتونونو کې زدکړې کوي.

افریقا ته به مو دا تېرې لسیزې د افغانانو د کډوالۍ کوم نکل نه وي اورېدلی، خو یو کم شمېر یې هلته هم رسېدلي خوار هم نه دي ځینې په کې ان خپلو لوړو هېلو ته رسېدلي.

د ویډیو تشریح،

په میلیونونو افغانان د جګړې او ناامنۍ له امله کډوال او بې‌ځایه شوي دي، ځینې یې په لوېدیځو هېوادونو کې مېشت شوي چې ډېرو یې د دغو هېوادونو تابعیت اخیستی، نور یې د کډوالو په توګه منل شوي دي او پاتې یې لا هم د پناغوښتنه کوي او د خوندي هېواد په لټه ګرځي.

مهاجر، کډوال او پناغوښتونکی یوازې کلمې نه دي، دا په نړیوال قانون کې ځانګړې معناوې لري او له افغانانو سره د چلن په برخه کې د هېوادونو تګلارې هم هرې ډلبندۍ ته په پام توپیر لري، چې له نړیوالو کنوانسیونونو او کورنيو قوانینو سره تړلي دي.

خو د افغانانو د کډوالۍ داستان لا وروستی شوی نه دی، شاوخوا ۳۰۰ زره یې امریکا او اروپا کې د منل کېدو لپاره په تمه دي، په کور دننه ښايي له ډېرو سره د وطن پرېښود سوچ وي.