ځانګړی رپوټ: اندونیزیا کې "هېر شوي" افغان کډوال ځانونه وژني

Mujtaba Qalandari holds a phone with a picture of Ali Joya
د عکس تشریح، مجتبی قلندري پخپل ټیلیفون کې د علي جویا عکس ګوري
    • Author, کاوون خموش
    • دنده, بي بي سي

دغو دوو افغانانو کلونه کلونه اندونیزیا کې دې ته انتظار کښلی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره ورته کوم درېیم هېواد کې د مېشتېدو لاره چاره ومومي.

مجتبی قلندري د علي په اړه وايي چې "هغه ډېر روڼ اندی کس و. تل یې دا هیله درلوده چې یوه ورځ بهر مېشت شي او په افغانستان کې له خپلې مور سره مرسته وکړای شي. تل به یې ویل، 'غواړم خپله راتلونکې جوړه کړم - ښځه او ماشومان ولرم'."

خو د علي لپاره دا انتظار ډېر اوږد شو. هغه تېر کال ځان وواژه. لا یې د ژوند دوېیمه لسیزه وه. اته کاله یې د اسنادو لپاره انتظار ایستلی و.

دې ضربې مجتبی قلندري ته ټکان ورکړی.

د اندونیزیا په تانګېرانګ ښار کې د مېشتو افغان کډوالو ځايي استازی محمد یاسین عالمي وايي پر علي سربېره دولسو نورو افغانانو هم تېرو ۳ کلونو کې اندونیزیا کې ځانونه وژلي دي.

دوی ټولو دې ته له شپږ تر لس کاله انتظار ایستلی و چې که د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مرسته ورته کوم بل ځای د مېشتېدو زمینه برابره شي.

له دوی ډېر تنکي ځوانان وو چې ګومان کېږي لا به ۳۰ کلنۍ ته نه و رسېدلي.

'برزخ'

Mujtaba Qalandari and his family
د عکس تشریح، مجتبی قلندري او کورنۍ یې اندونیزیا کې کلونه د مېتشېدو انتظار کړی

د نړۍ په کچه ۲ اعشاریه ۷ میلیون افغانان له ملګرو ملتونو سره د کډوالو په توګه راجستر دي. دغه سازمان سازمان سره تر افغانستان یوازې د دوو نورو هېوادونو ډېر کډوال ثبت دي. په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته ناامنۍ او سیاسي، اقتصادي بې ثباتۍ د دې لامل شوي چې لا ډېر افغانان کډوال شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو این ایچ سي ار) د ۲۰۲۰ کال تر پایه اندونیز ۸ زره افغان کډوال او پناه غوښتونکي ثبت او راجستر کړي دي. دغه هېواد کې د ټولو مېشتو افغانانو شمېر د دې نږدې دوه برابره ده. ستونزه دا ده چې اندونیزیا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کنوانسیون نه دی لاسلیک کړی او دا کار دغه هېواد کې د افغانانو د دایمي مېشتېدا مخه نیسي.

اندونیزیا کې د افغان کډوالو کار منع دی او له همدې کبله دوی روغتیايي خدماتو او زدکړو ته لاسرسی هم نشي موندی.

له دوی ډېر کډوال پنډغالو کې مېشت دي او ځینې یې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې دې ته انتظار باسي چې که د 'یو این ایچ سي ار' په همکارۍ یې کوم درېیم هېواد منلو ته غېږ پرانځي.

۴۲ کلن مجتبی قلندري دا وضعیت 'برزخ' ته ورته ګڼي. هغه په ۲۰۱۵ کال له خپلې ښځې او زوی سره د افغانستان له جګړې را تښتېدلی او د ښې راتلونکې په لټه کې دی. ښځې یې ګلثوم اندونېزیا کې یوه بل زوی او لور راوړي دي. هغه وايي دغه اوږد انتظار دا او خاوند له ژور خپګان سره مخامخ کړي.

ګلثوم ۳۴ کلنه ده.

هغه وايي: "په ۲۰۱۵ کال مو ځانونه یو این ایچ سي ار سره راجستر کړل. خو له هغې راهیسې راسره اړیکه نه ده شوې. له یاده ایستل شوي یو."

دا کورنۍ د همدې لپاره تر اوسه پر دې هم نه پوهېږي چې ایا دوی کډوال که پناه غوښتونکي ګڼل کېږي؟

ښاغلی عالمي وايي دی ګوري چې د ځانوژنې شمېر ډېرېږي: "عمده لامل د 'یو این ایچ سي ار' له لارې د مېشتېدو اوږده پروسه ده. د انتظار تر ټولو کمه موده لږترلږه شپږ کاله ده. مالي ستونزې، د راتلونکې په اړه وېره او اضطراب نور عوامل دي چې دوی ځانوژلو ته هڅوي."

نړیواله مسله

Abdul, 34. Mujtaba's friend
د عکس تشریح، ۳۴ کلن عبدل اندونیزیا کې اوه کاله په دې تمه تېر کړل چې له خپلې ښځې او کورنۍ سره به یوځای کېږي.

نورو ځایونو کې هم هغه خلک چې ځای پر ځای کېدو ته انتظار باسي، له ورته ستونزو او کړاونو سره لاس ګریوان دي.

د یو این ایچ سي ار په وینا دمګړۍ د نړۍ په کچه ۱ اعشاریه ۴ میلیون کډوال له خپلو اصلي ټاټوبو بهر داسې هېوادونو کې مېشت دي، چې بل درېیم هېواد کې ځای پر ځای کېدو ته اړتیا لري.

د دوی شخصي اړتیاوې، امنیت او د نړیوالو تړونونو نشتوالی د دغه کار اصلي لامل دی. په ۲۰۱۹ کال د کورونا د نړیوالې وبا تر پیل وړاندې د نړۍ په کچه ۲۶ میلیونه کډوال او ۴ میلیونه پناه غوښتونکي وو.

۲۲ کلن مجتبی حسین یو بل افغان دی چې نږدې ملګری یې له لاسه ورکړی. ۳۶کلن عبدال چې له هغه سره یوه خونه کې اوسېده اندونیزیا کې اووه کاله تېر کړي وو او تر هغه یو کال وړاندې راغلی و.

عبدل په دغو ټولو کلونو کې دې ته انتظار کړی و چې ترې پاتې ښځه او ماشومان یې ورسره یو ځای شي.

خو مجتبی وايي بالاخره ډسمبر کې د هغه دا هیله خاورې شوه "ځان یې وواژه."

د عبدال ځانوژنې پر مجتبی خورا ناوړه اغیزه وکړه ځکه دوی اندونیزیا کې د یو بل یوازني نږدې ملګري وو.

دی وايي: "ډېر با انرژي شخص و. تل یې ټوکي ټکالې کولې. جیم ته تګ یې ساتیري وه. ژمنه مو سره کړې وه چې که ژوند هم هر ځای بیايي، بیا به سره ګورو. خو زه یې په دې سفر کې یوازې یې پرېښودم."

مجتبی اوس هم تانګېرنګ کې همغې کوچنۍ خونه کې اوسي، چې له عبدل سره یې شریکه وه. هغه وايي د ژوند درېیمه برخه یې دلته په همدې خونه کې د برخلیک د مالومېدو په انتظار "ضایع" شوې ده.

Refugees at a protest in Jakarta, Indonesia, carry coffins

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح، جاکارتا کې کډوالو لاریون کړی او په سمبولیک ډول یې د هغو جنازې لېږدولې چې خپل ځانونه یې وژلي

اندونیزیا کې د یو این ایچ سي ار استازې 'ان میمن' بي بي سي ته وویل دا ځانوژنې زړه ماتوونکې دي خو "حکومت، ځايي خلک او د نړیوالو مرستندویانو لخوا دې برخه کې کمه مرسته ممکنه ده."

میمن وایي 'یو این ایچ سي ار' به کډوالو ته مشورو او د دوی د ځايي ادغام د ښه کېدو په څېر د رواني روغتیا خدمات ډېر کړي، خو په دې اړه یې جزیات ورنه کړل چې دا کار به څنګه وشي او له څورمه کسانو سره به مرسته وکړي.

اغلې میمن کډوالو ته په هغو ځایونو کې د ادغام وړاندیز کوي چې ژوند پکې کوي، خو دا چې اندونیزیا د ملګرو ملتونو د کډوالو کنوانیسیون رسمآ نه دی منلی، نو دغه ادغام به هم یوازې غیررسمي بڼه ولري.

اندونیزیا کې ګڼ مېشت افغانان هیله من چې په یوه درېیم هېواد په ځانګړې توګه استرالیا کې به ځای په ځای شي.

خو کوربه هېوادونه تر هغو ډېر کم نوي کډوال مني چې دا غوښتنه لري. دغو هېوادونو کې د نویو کډوالو د منلو پر وړاندې عام چلن مخ په سختېدو ښکاري.

Mujtaba Hossain playing a traditional instrument
د عکس تشریح، مجتبی حسین وايي، د ژوند درېیمه برخه وخت یې د مېشتېدو په انتظار کې تېر کړی.

د اندونیزیا بهرنیو چارو وزارت وايي همدا لامل دی چې کډوال دې د دوی هېواد کې منتظر پاتې شي. شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۶ کال نورو هېوادونو په اندونیزیا کې ۱۲۷۱ مېشت کډوال منلي دي. خو دا شمېر راتلونکی کال یعنې په ۲۰۱۷ کې نیم او په ۲۰۱۸ کال کې ۵۰۹ تنو ته راټیټ شو.

له افغانستانه ۴۲ تلویزیوني خبریال موسی سزاوار هم دغو ارقامو سوړ حقیقت درک کړی دی. هغه چې کله د افغانستان په غزني ولایت کې د خپلې مېنداورې مېرمن د پرېښودلو کیسه کوي نو سترګې یې له اوښکو ډنډېږي.

"زوی مې اته کلن شوی، خو تر اوسه مې له نږدې نه دی لیدلی. تر اوسه مې نه دی لمس کړی. ان غېږ کې مې هم نه دی اخیستی."

هغه د خپلې کورنۍ په ټینګار د دې لپاره هېواد پرېښود چې یوې ځايي وسله والې ډلې ورته د کار له کبله ګواښونه وکړل.

دی وايي: "ښځې مې راته وویل چې په ماشومانو به مې پام ساتي. دا به غوره چې رالوی شي او په دې وپوهېږي چې پلار یې لېرې خو ژوندی دی. نه غواړم چې ته مړ شې او دوی یتیمان رالوی شي."

Musa speaks to his son by video call
د عکس تشریح، موسی له خپل زوی سره ویډیويي خبرې کوي- دوی زندان کې له یو بل سره هېڅ لیدلي نه دي.

د ده تر وتلو یو کال وروسته ناټو افغانستان کې خپل جګړه ییز ماموریت پای ته ورساوه، امریکا خپل د ځواکونو شمېر د پام وړ راکم کړ او په افغانستان کې تاوتریخوالي لا پسې زور واخیست. پایله کې سلګونه زره نور افغانان هم له خپل هېواد تښتېدلو ته اړوتل.

موسی اوس له خپلې کورنۍ ۸۰۰۰ کیلومتره لرې دی او یوازې د تلیفون او انټرنېټ له لارې هغوی لیدای شي.

نوموړی وايي: "ډېره سخته ده. ان دا هم نشم ویلی چې زه یو پلار یم. خو حللار څه ده؟ د دغو ټولو ننګونو لامل کډوالي او د هېواد وضعیت دی چې موږ یې راوتلو ته اړ کړلو."

موسی خپلې کورنۍ ته د ښې راتلونکې برابرولو په نیت راوتلی، خو تر دې مه یې پایله یوازې ستړیا او خپګان دی.

دی وايي: "د ژوند ترخه کلونه مې همدا دي چې له خپلې کورنۍ لرې یم."