افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسی زی
- دنده, بی بي سي
- رپوټ له:, کابل
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
په افغانستان کې نن (دوشنبه د اپرېل ۱۳مه) د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین سراسري کمپاین پیل شو. دا په روان ۲۰۲۶ کال لومړی واکسین دی چې درې ورځې به نور هم دوام کوي.
د دې ملي کمپاین لړ کې چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په ملاتړ ترسره کیږي، شاوخوا ۱۲ میلیونه او شپږ سوه زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسینیږي.
د پخوا په څېر ماشومان کور په کور نه واکسین کیږي بلکې په جوماتونو، ښوونځیو، وړکتونونو او نورو عامه ځایونو کې دوی ته واکسین ورکول کېږي.
دا کمپاین له بامیانو، غور او دایکندي پرته ټول افغانستان کې پیل شوی. دغه راز د نورستان ولایت له دوو لویو ولسوالیو کامدیش او برګمټال کې هم د ګوزن ضد دا کمپاین د لارې بندیدو له امله نه ترسره کیږي.
د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزارت وايي "په بامیان او دایکندي ولایتونو کې د سړې هوا له امله دا کمپاین ځنډیدلی او غور ولایت کې به یوه اونۍ وروسته پيلیږي".
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازني دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشوم ګوزڼ مثبتې پېښې په کې ثبتیږي.
افغانستان کې تېر کال د ماشومانو ګوزڼ ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې چې اکثره یې په سویلي ولایتونو کې دي.
په پاکستان کې بیا دا شمېر ۳۱ ښودل شوی، خو د دواړو هېوادونو د وګړو د شمېر په تناسب افغانستان کې د ګوزڼ مثبتو پېښو فیصدي لوړه ده.
له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدو له امله د ماشومانو ګوزڼ ضد واکسین چاره هم اغیزمنه شوې ده.
په سویلي ولایتونو کې د دې برخې فعالانو ویلي چې د مرستو کمېدو له امله د هغو کسانو شمېر کم شوی چې د عامه پوهاوي برخه کې یې کار کاوه.
دوی زیاتوي "ځینو سیمو کې د عامه پوهاوی کارکوونکو شمېر په نشت حساب دي".
په افغانستان او پاکستان کې سږکال تر دې دمه د پولیو یوازې یوه - یوه پېښه ثبت شوې ده، خو د ګوزڼ ډېرې مثبتې پېښې د هوا په تودیدو سره رامنځته کېږي.
له ګوزڼ پاک افغانستان بنسټ وايي، په دغه کمپاين کې ماشومانو ته ويټامين A هم ورکول کېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ډاکتران وايي په لېرې پرتو سیمو کې په سمه توګه د واکسیناسیون نه پلي کېدو له کبله په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې دا ویروس لا هم شته چې ماشومان د ټول عمر لپاره معلولوی شي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له خلکو غوښتي چې د دغه کمپاین په بریالي کولو کې ورسره مرسته وکړي.
دا سږ کال په افغانستان کې د پولیو ضد دویم واکسین دی. د ۲۰۲۶ کال لومړۍ کمپاین په فبرورۍ میاشت کې وشو چې نږدې څلور میلیونه ماشومانو ته پکې واکسین ورکړل شوی و.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د کور په کور واکسین کول بند کړل.
یو شمېر افغانان د واکسیناسیون د ټاکلو مرکزونو د لريوالي له کبله په دې اند دي چې د دې پرېکړې له امله له پنځو کلونو د کم عمره ټولو ماشومانو واکسینېدل یو ننګونه ده.





















