طالبان وايي، د ګوزڼ ضد واکسین کارکوونکي وژنې په تور یې یو کس نیولی

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو یوه کارکوونکي وژنې په تور یو کس نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي بي سي ته وویل، دا پېښه له یوې لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
ښاغلي قانع زیاته کړه: '' په یوه ناسته کې لفظي شخړه شوې، له هغه وروسته څلور کسان تښتېدلي او یو کس په مرموز ډول وژل شوی دی.''
د نوموړي په خبره په دې قضیه کې یو کس د پولیسو لخوا نیول شوی او پلټنې روانې دي. په ټول افغانستان کې پرون دوشنبه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شو.
د یادونې ده، چې په ورته مهال د افغانستان په ګاونډي پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو. په افغانستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو دا دویم او پاکستان کې درېیم سراسري کمپاین دی.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه پکې ماشومان په ګوزڼ اخته کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
وزیرستان کې د واکسین کارکوونکو تښتول کېدل
د خیبر پښتونخوا ټانک سیمې چارواکو پرون دوشنبه وویل، د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کوونکي ټیم دوه غړي تښتول شوي دي. د ځايي پولیسو یوه افسر دا پېښه تائید کړي دي.
پېښور کې د بي بي سي خبریال عزیزالله خان د ځايي چارواکو له قوله وايي، د پېښې په هکله پلټنې پیل شوې دي. ډېورنډ کرښې ته نژدې ټانک سیمه کې دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې په افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو کې په ورته مهال د پولیو مخنیوي واکسین کمپاینونه پیل شوي دي.
له خیبر پښتونخوا د بي بي سي خبریال په خپل رپوټ کې زیاتوي، د ټانک په ګډون په ټول خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیو ضد واکسین له پیله مخکې د واکسیناسیون کارکوونکو د خونديتوب لپاره تدبیرونه شوي وو.
د یادونې ده، چې په ټانک سیمه کې له څه مودې راهیسې د سړي تښتونې پېښې ډېرې شوې دي او د یوه ځايي قومي مشر پتو خان په خبره تر ډېره پکې د پولیسو او ملېشه ځواکونو کسان تښتول کېږي.
پتو خان د بي بي سي له خبریال ته ویلي، ځايي مخور د جرګو، مرکو له لارې د تښتول شویو کسانو د خوشي کېدو هڅې کوي او په تېره یوه اونۍ کې یو شمېر تښتول شوي کسان راخوشي شوي هم دي.
پاکستان کې له دې مخکې هم د پولیو واکسین پر کارکوونکو وسله وال بریدونه شوي، خو د واکسناسیون کارکوونکو تښتولو تازه پېښه کمسارې ده.
له دې مخکې پاکستان کې د پولیو د مخنیوي سراسري کمپاین ګوزڼ ضد هڅو لپاره د دغه هېواد د لومړي وزیر د استازې عایشې رضا فاروق لخوا په اسلام اباد کې ماشومانو ته د واکسین او ویټامین اې د اضافي خوراک په ورکولو سره پیل شو.
پاکستان کې به دا کمپاین یوه اوونۍ دوام کوي او په لړ کې به یې ۴۵ میلیونو هغو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
'افغانستان کې ۱۱ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي'
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا کمپاین د څلورو ورځو لپاره "په ټولو حوزو کې" پلی کېږي.
د مسوولینو په وینا دې کمپاین کې به شاوخوا ۱۱ اعشاریه ۸ میلیونه افغان ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، واکسین شي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دغه کمپاین د پیل په مناسبت ویلي چې دوی "له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه" ژمن دي چې په ټول افغانستان کې د پولیو ویروس مخه ونیسي.
هغه زیاته کړې: "موږ هڅه کوو چې د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړو، چې په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ ختمولو موخې ته ورسېږو."
د عامې روغتیا وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دې کمپاین پر مهال له ۲۴ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته 'البنډازول ګولۍ' هم ورکولی شي چې د چنجیو اړوند ناروغیو د درملنې لپاره دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې روان کال تر اوسه پورې په افغانستان کې د ګوزڼ دوې او پاکستان کې ۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پولیو ویروس د ماشومانو د دایمي فلج (ګوزڼ) او ان ځینې وختونه د مرینې لامل کېدای شي. دا یوه داسې ویروسي ناروغي ده چې مخنیوی یې یوازې د واکسین په وسیله ممکن دی او چې یو ځل څوک پرې اخته شي بیا هېڅ درملنه نه لري.
د تېرو څو لسیزو جګړې او ناامنۍ د دې لامل شوې چې په افغانستان او تر ډېورنډ کرښې هاخوا ګڼو سیمو کې د پولیو ضد واکسیناسیون په سمه توګه ترسره نه شي.
د عامه پوهاوي کمښت او د ګوزڼ ضد واکسین خلاف ناسم تبلیغات هم د دې لامل شوي، چې ځینې کورنۍ خپل ماشومان واکسین نه کړي.
په دې لړ کې وخت ناوخت د واکسیناسیون پر ټیمونو مرګوني بریدونه هم کېږي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د ټولنې د ټولو وګړو ملاتړ مهم دی.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي والدین کولای شي "د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره هغوی له دایمي فلج څخه خوندي کړي."
دغه وزارت له دیني عالمانو او قومي مخور هم غوښتي چې د خپلو سیمو خلک وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین او د واکسیناسیون له ټیمونو سره مرسته وکړي.











