د افغانستان ۲۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت وايي د روان ۲۰۲۴ کال لپاره د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ په دې دویم فرعي کمپاین کې چې په ۲۱ ولایتونو کې له پرون راهیسې پیل شوی اوه اعشاریه شپږ میلیونه هغه ماشومان واکسین کړای شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي.
چارواکي وايي د ماشومانو د ګوزڼ پرضد دا څلور ورځنی کمپاین به په کابل، کاپیسا، پروان، لغمان ، نورستان، ننګرهار، کونړ، بغلان، کندوز، تخار، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، نیمروز، غزنی، خوست، پکتیا، پکتیکا، فراه او هرات ولایتونو کې د فبرورۍ میاشتې تر ۲۹ نېټې پورې دوام وکړي.
د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د دغه کمپاین په مناسبت ویلي چې له نړیوالو ادارو سره په ګډه ژمن دی چې په ټول هېواد کې د پولیو ناروغي له منځه یوسي.
نوموړي دغه راز د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره له میندو او پلرونو، دیني علماوو او قومي مخورو په ګډون له ټولو خلکو غوښتنه کړې چې د پولیو ضد دې کمپاین سره همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو له دې مخکې هم څو ځله ویلي دي چې د پولیو پرضد کمپاینونه به تر هغه دوام وکړي چې افغانستان له پولیو نه پاک اعلان شوی نه وي.
افغانستان او پاکستان اوس مهال په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو وېروس په کې شته.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه د پولیو کومه پېښه په افغانستان کې رپوټ شوې نه ده خو په تېر ۲۰۲۳کال کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټول یې په ختیځ ننګرهار ولایت کې وې.
چارواکي د پولیو پرضد کمپاینونو سره د ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د والدینو، ټولنې د مشرانو، قومي مخورو او ملا امامانو ملاتړ او همکاري اړینه بولي.
پولیو یوه وېروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین کولای شي چې مخه یې ونیسي او ماشومان د ټول عمر لپاره له معلوملیت نه وژغوري.
کار پوهان وايي که خلک د پولیو د واکسین په اړه د ناوړه تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي او خپل ماشومان د پولیو پرضد واکسین کولو هر پړاو کې واکسین کړي نو لرې نه ده چې افغانستان هم له پولیو وېروس نه پاک اعلان شي.











