په یوه زېږنتون کې په لور د زوی د بدلولو قضیه څنګه افشا شوه؟

د روغتون په یوه کوټه کې په انکیوبیٹر ماشین کې یو ماشوم پروت برېښي.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو، کوټه

" د زېږنتون کارکوونکو زموږ د لومړي اولاد د زېږېدو خوښي په اندېښنو او شکنجې رابدله کړه"

دا د بلوچستان د کوټې یوه اوسېدونکي نظام الدین خبرې دي چې تازه د لومړي اولاد څښتن شوی دی.

هغه بي‌بي‌سي اردو ته ویلي، "زما زوی شوی و خو د ماشومانو د پاملرنې یوه خصوصي مرکز یا د زېږنتون والاو هڅه کوله چې زما ماشوم ورک کړي او په بدل کې یې ماشومه راکړي."

د بلوچستان د روغتیا وزارت د دې پېښې جاج اخیستی او د روغتیا ساتنې کمیسون ته یې د قضیې د پلټلو امر کړی دی.‌

همداراز ځايي‌ پولیسو د دغه نوي زېږېدلي ماشوم د بدلولو ادعا په تور د زېږنتون پر ضد قضیه ثبت کړې او په تړاو یې هلته دوه کارکوونکي نیولي دي.

"د نارینه پر ځای د ښځينه ماشوم د ورکولو هڅه"

د دغه ماشوم پلار نظام الدین وايي چې تېره شنبه (مرغومی ۱۳ / جنوري ۳) یې د کوچني تر زېږېدو مخکې خپله میندواره ښځه د کوټې ملکي روغتون ته بوتله.

په وینا یې، "کله چې ماشوم وزېږېد نو د ډاکټرانو مشوره دا وه چې هغه کمزوری دی او باید [د څه مودې لپاره] په انکیوبېټر ماشین کې کېښودل شي."

خو نظام الدین وايي چې د کوټې په ملکي روغتون کې د ماشومانو د ځانګړې پاملرنې مرکز کې ځای نه و او دی اړ شو چې خپل نوزېږدی بچی "جناح سړک ته څېرمه د ماشومانو د پاملرنې یوه خصوصي مرکز یا زېږنتون ته یوسي."

دی زیاتوي چې ماشوم یې هلته داخل کړ او د زېږنتون کارکوونکو یې درملنه پیل کړه چې له کبله یې د ماشوم وضعیت د پام‌وړ ښه شو. خو په خبره یې، "کله چې د دغه مرکز کارکوونکو د ماشوم د ترلاسه کولو لپاره زنګ راته وکړ نو زه له خپلې مور سره ورغلم. خو هلته مې ټکان وخوړ چې دوی ما ته د خپل زوی پر ځای د بل چا د لور د راکولو هڅه وکړه."

"په اسنادو کې د ماشوم جنسیت هم بدل شوی و"

نظام الدین همداراز ادعا کړې چې که یو خوا د هغه مرکز کارکوونکو ده ته د هلک پر ځای د نجلۍ د ورکولو هڅه وکړه نو بلخوا یې "د هغوی ریکارډ [نوملیکنه] کې هم ګوتې وهلې او بدل کړی یې و."

دی وايي چې د دغه خصوصي زېږنتون له لوري چې کوم اسناد ورکړل شول، په هغوی کې په څرګند ډول ښکارېدل چې د ماشوم جنسیت یې د نر پر ځای ښځه کړی دی.‌

د یوه نوزېږدي ماشوم پښې برېښي چې په ټوکر کې پوښل شوی او کنول ورته لګېدلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نظام الدین مشر ورور هم ادعا کړې چې "په دغه مرکز کې د سیندي ژبې ویونکو ځینو کسانو ورته وویل چې د دغه زېږنتون کارکوونکو څو ورځې مخکې موږ ته مړ ماشوم راکړ. هغوی هم ادعا کوله چې هغه ماشوم د دوی نه و."

نظام الدین د ماشومانو د پاملرنې پر دغه مرکز تور پورې کړی چې ګواکې "کارکوونکو یې د امنیتي کامرو ویډيو پټه کړې" ځکه چې د ده له ټينګار سره سره هغوی د امنیتي کامرو د اخیستل شوي فلم له ورښودلو ډډه کوله.

د ده مشر ورور اصل الدین هم ادعا کړې چې "په دغه مرکز کې د سیندي ژبې ویونکو ځینو کسانو ورته وویل چې د دغه زېږنتون کارکوونکو څو ورځې مخکې موږ ته مړ ماشوم راکړ چې بیا مو په سریاب کې خاورو ته وسپاره."

د اصل الدین په وینا، "هغوی هم ادعا کوله چې هغه مړ ماشوم د دوی نه و."

بي‌بي‌سي د ماشومانو د پاملرنې دغه مرکز سره په دې اړه د خبرو هڅه وکړه خو د زېږنتون د ادارې له لوري ورته وویل شول چې په دې تړاو یې یوازې مسؤل کس خبرې کولی شي چې هغه اوس د پولیسو په تاڼه کې دی.

نظام الدین وايي چې "حکومتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ هغوی ته د ډي‌اېن‌اې ‌معاینې کولو سپارښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړی چې انصاف به ورکول کېږي."

د ځايي پولیسو ادارې یوه چارواکي انور علي ویلي چې د دې قضیې په تړاو یې د ماشومانو د پاملرنې مرکز دوه کارکوونکي نیولي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

بلخوا د بلوچستان د روغتیا ایالتي وزیر بخت محمد کاکړ د روغتیا ساتنې کمیسون ته د پېښې د پلټنې امر کړی دی.

هغه ویلي چې د قضیې "هر اړخیز تحقیق" پیل شوی او طبي کمیسون ته سپارښتنه شوې چې په اړه یې رپوټ په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې چمتو کړي.

د ښاغلي کاکړ په وینا، د پلټنو په ترڅ کې چې هر چیرې ناقانونه کړنې په ډاګه شي، پکې د ښکېلو کسانو پر وړاندې به "سخت اقدام" وشي.