دوه کاله وروسته، غزه کې یو ځل بیا د ماشومانو د زدکړو غږ اورېدل کېږي

- Author, شیما خلیل
- دنده, بيبيسي نيوز، بیتالمقدس
په غزه ښار کې یو ځل بیا د ماشومانو د زدکړو غږ اورېدل کېږي.
هغه خېمې چې اوس د ټولګیو په توګه کارول کېږي، لږې ګډوډې او له شور ډکې دي، خو ژوندۍ فضا لري. ځینې ښوونکي هغو تورو تختو ته اشاره کوي چې انګلیسي توري پرې لیکل شوي او نور بیا زدکوونکي رابولي چې مخې ته راشي او د عربي ژبې ساده کلمې ولیکي.
دا له عادي ښوونیزې ورځې سره هېڅ ورته والی نه لري، خو په اکتوبر میاشت کې د اسرائیل او حماس تر اوربند وروسته، دا یو پیل بلل کېږي.
له دوې کلنې جګړې وروسته، د درسونو ورو غږ او د ټولګیوالو خبرې د هغه څه په کنډوالو کې انګازې کوي چې یو وخت د تلالهوا په سیمه کې د لُلوه عبدالوهّاب القتامي ښوونځی و. دا ښوونځی د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې ویشتل شوی و او تر میاشتو پورې یې انګړ د بېځایه شویو کورنیو پناځای و. نن له دې ځایه زدکوونګي ګټه اخلي، خو ډېر په ساده بڼه.
ماشومانو په منظم ډول، په سیخه کرښه کې، د یو بل پر اوږو لاسونه اېښي، موسکا پر شونډو، د موقتي ټولګیو پر لور روان دي.
د ډېرو لپاره، دا د جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل دی چې عادي ژوند او زدکړو ته ستنېږي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، په غزه کې تر ۹۷ سلنې ډېر ښوونځي د جګړې پر مهال زیانمن شوي یا بشپړ ویجاړ شوي دي. اسرائیلي پوځ بیا بیا دا ادعا کوي چې حماس د ښوونځیو په ګډون له ملکي بنسټونو د خپلو عملیاتو لپاره کار اخلي، خو ډېر کم یې کره شواهد وړاندې کړي دي.
د غزې د ۶۵۸ زره د ښوونځي د عمر ماشومانو له ډلې، ډېری یې له نژدې دوو کلونو راهیسې له رسمي زدکړو بېبرخې پاتې دي. په دې موده کې، ډېرو یې په خپلو سترګو ولیدل چې لوږه، بېځایه کېدل او مرګ څنګه د هغوی د ژوند پر بڼه اغېز کوي. اوس یو نادر حالت راڅرګندېږي: د هغه ماشومتوب یو نازک او کمزوری انځور چې دوی یو وخت پېژانده.

څوارلس کلن نعیم الاسمار تر دې مخکې، چې دا ښوونځی ویجاړ شي، دلته زدکړې کولې. هغه د جګړې پر مهال د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې خپله مور له لاسه ورکړه.
هغه په ټيټ غږ وایي: "دا تر ټولو سخته تجربه وه چې زه په خپل ژوند کې ورسره مخامخ شوم."
که څه هم نعیم څو میاشتې بېځایه شوی و، خو د غزې ښار کې یې کور خوندي پاتې شو. له اوربند وروسته، هغه له خپلې کورنۍ سره بېرته خپل کور ته ستون شو.
نعیم وایي: "ښوونځي ته مې تګ-راتګ زښت ډېر یادېده،" او زیاتوي چې توپیر ډېر څرګند دی.
"له جګړې مخکې، ښوونځی په رښتینو ټولګیو کې و.
اوس خېمې دي. موږ یوازې څلور مضمونونه لولو. کافي ځای نشته. زدکړه د پخوا په شان نه ده، خو دلته اوسېدل مهم دي. ښوونځی زما ټول وخت ډکوي او زه دې ته ډېر اړ وم".
ریتال علاء حرب، چې د نهم ټولګي زدکوونکې ده او پخوا یې هم دلته زدکړې کولې، غواړي په راتلونکي کې د غاښونو ډاکټره شي.
هغې وویل: "بېځایه کېدو زما پر زدکړو بشپړ اغېز وکړ. د لوست لپاره وخت نه و. ښوونځي نه وو. خپل ملګري مې ډېر یادېدل او خپل پخوانی ښوونځی هم راته ډېر یادېږي".
د دې موقتي ښوونځی چارې یونیسف پرمخ وړي او هغه ماشومان سره راټولوي چې یا د لُلوه ښوونځي اصلي زدکوونکي وو او یا د جګړې له امله بېځایه شوي دي.
دلته د فلسطین بشپړ درسي نصاب نه تدریسېږي، بلکې یوازې بنسټیز مضمونونه: عربي، انګلیسي، ریاضي او ساینس.
د ښوونځي مدیر ډاکټر محمد سعید شخیبر، چې ۲۴ کاله د زدکړو په برخه کې تجربه لري، د نومبر په نیمايي کې د دې ځای مسوولیت پر غاړه واخیست.
هغه وویل: "موږ په ټینګه اراده پیل وکړ،" "چې د زدکوونکو له لاسه ورکړي څیزونه جبران کړو".

دا ښوونځی دا مهال ۱۱۰۰ هلکانو او نجونو ته زدکړې برابروي او هره ورځ په درېیو نوبتونو کې فعالیت کوي؛ هلکان او نجونې په بېلو، نوبتي ورځو کې ښوونځي ته راځي. ټول ټال یوازې ۲۴ ښوونکي لري.
ډاکټر شخیبر وایي: "له جګړې مخکې، زموږ زدکوونکو په بشپړ سمبالو شویو ښوونځیو کې زدکړې کولې؛ د ساینس لابراتوارونه، د کمپیوټر خونې، انټرنېټ ته لاسرسی او ښوونیز وسایل موجود وو. دا ټول اوس له منځه تللي دي".
دلته برېښنا نشته، انټرنېټ نشته او ډېر ماشومان له رواني ټکانونو سره مخ دي.
د دې ښوونځي تر سلو زیات زدکوونکي داسې دي چې یا یې یو یا دواړه مور او پلار له لاسه ورکړي، یا یې کورونه ویجاړ شوي او یا یې د جګړې پر مهال وژنې په خپلو سترګو لیدلې دي. د ډاکټر شخیبر په وینا، په حقیقت کې هر زدکوونکی- مستقیما یا غیر مستقیم ډول اغېزمن شوی دی.
اوس یو سلاکار د رواني ملاتړ ناستې پر مخ وړي، څو ماشومانو سره مرسته وکړي هغه څه چې عادي حالت ته راستانه شي.
پر دې هڅو سربېره، اړتیا تر شته امکاناتو ډېره زیاته ده.
ډاکټر شخیبر وایي: "موږ له زرو ډېر زدکوونکي لرو، خو په هر نوبت کې یوازې شپږ ټولګي شته. د ښوونځي ترڅنګ د بېځایه شویو یو لوی کمپ دی؛ د غزې له شمالي او ختیځو سیمو راغلې کورنۍ پکې اوسي. ډېر ماشومان غواړي نوملیکنه وکړي، خو موږ په ساده ډول د هغوی د منلو توان نه لرو".

د مور و پلار لپاره، ښوونځي ته د ماشومانو بېرته تګ هم د ارامۍ او هم د اندېښنې احساس راولي.
هدا بسام الدسوقي، چې د پنځو ماشومانو مور ده او د رِمال له جنوبي برخې بېځایه شوې، وایي زدکړه اوس په یوه ستره ستونزه بدله شوې ده.
هغې وویل: "دا خبره نه ده چې زدکړه نه شته، ستونزه دا ده چې دا ډېره سخته شوې ده".
د هغې په وینا، ان له جګړې مخکې هم ښوونځي د کمښتونو له ستونزې سره مخ وو، خو اوس بنسټیز ښوونیز توکي یا ډېر ګران شوي او یا هېڅ نه موندل کېږي.
هغې وویل: "یو کتابچه چې د جګړې مخکې یې بیه یو شیکل وه، اوس پنځه شیکله ده. زه پنځه ماشومان لرم".
د هغې په خبره، ځینې ماشومان تر څلورو کلونو پورې شاته پاتې شوي دي، چې پکې د کورونا وبا پر مهال له لاسه وتلی وخت هم شامل دی.
هغې وویل: "زما زوی لوستل نه شي کولای، لیکل نه شي کولای او نه پوهېږي چې له تختې څنګه املا کاپي کړي".

یونیسف وایي، د غزې وضعیت هغه مهال لا خرابېږي چې د مرستو پر داخلېدو محدودیتونه لګېدلي دي.
د ښوونځي د یوې خېمې مخې ته ولاړ د یونیسف ویاند جوناتن کرېکس هغه څه ته اشاره کوي چې نشته.
هغه وایي: "کاغذ، کتابچې، قلمونه، پنسلپاکونه، خطکشونه… موږ له ډېر وخت راهیسې غوښتنه کوو چې دا توکي د غزې تړانګې ته دننه پرېښودل شي، خو اجازه نه ورکول کېږي. همدا حالت د رواني روغتیا او ټولنیز ـ رواني تفریحي بستو لپاره هم دی؛ هغه د لوبو بستې چې له ماشومانو سره د رواني ملاتړ او تفریحي فعالیتونو لپاره کارېږي."
د اسرائیلو یو امنیتي چارواکي موږ د لومړي وزیر دفتر ته راجع کړو، خو هغه دفتر د بيبيسي پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
اسرائیل وایي چې له حماس سره د اوربند د هوکړې له مخې خپل مکلفیتونه پوره کوي او د مرستو د لېږد د زیاتوالي اسانتیا برابروي. خو ملګري ملتونه او ګڼې مرستندویې ادارې دا خبره ردوي او اسرائیل تورنوي چې لا هم د اړینو توکو پر داخلېدو محدودیتونه لګوي.
سره له اوربند، د غزې پر وړاندې د اسرائیلو بمبارۍ دوام لري او نژدې هره ورځ بریدونه کېږي، چې د اسرائیلو په وینا د حماس له خوا د هوکړې د سرغړونو په ځواب کې ترسره کېږي. سره له دې، ماشومان لا هم ښوونځي ته راځي.
د دې ښوونځي یوې ښوونکې خُلود حبیب لپاره دا ټینګه اراده ډېر څه وایي.
هغې وویل: "زدکړه زموږ بنسټ دی. د فلسطینیانو لپاره دا زموږ پانګه ده".
هغې زیاته کړه: "موږ کورونه له لاسه ورکوو، پیسې له لاسه ورکوو، هر څه له لاسه ورکوو. خو پوهه، پوهه هغه یوازېنۍ پانګونه ده چې لا هم خپلو ماشومانو ته یې ورکولی شو".











