غزه تړانګه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلو برید ۱۵ تنه وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
چارواکي وايي، د غزې په مرکزي برخه کې د بېځایه شویو فلسطینیانو د سرپنا لپاره پر یوه ښوونځي د اسرائیلو په برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.
د غزې حماس تر واک لاندې د ملکي دفاع ادارې ویلي چې د یکشنبې په ورځ د نصیرات په کمپ سیمه د توپونو ډزې وشوې چې د څړ کورنیو ټول غړي یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. د اسرایلو دفاعي ځواکونو (IDF) ویلي دي چې دا رپوټونه څېړي.
تر دې مخکې د غزې په شمال کې د کوڅې په یوه کونج کې د لوبې پر مهال د بې پېلوټه الوتکې په برید کې پنځه ماشومان وژل شوي وو.
د ملکي دفاع یوه ویاند ویلي، پر المفتي ښوونځي برید کې- چې د غزې له شاوخوا سیمو سلګونه بې ځایه شویو کسانو هلته پناه وړې وه-لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپیان او له لسو ډېر وژل شوي دي.
د بیت حانون، جبالیا او بیت لاهیا اوسېدونکو د غزې له نژدې ښاره د اړیکې پرې کېدو خبر ورکړی دی، په داسې حال کې چې د اسرائیلو ټانکونه د سیمې د لوی ښار په څنډه کې لیدل شوي دي.
په سیمه کې روغتونونه د اکمالاتو له کمښت سره مخ دي، که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان وویل، له سره صلیب سره یو ګډ عملیات له نهو ورځو هڅو وروسته دوه یې بیا چمتو کړي.
د رپوټونو له مخې دغه پنځه ماشومان د غزې په شمال کې د الشاطئ په کمپ کې د کوڅې څنډه کې د لوبو پر مهال د اسرائیلو په هوايي برید کې وژل شوي دي.
د پېښې له ځایه د بي بي سي خبریال ته د یوه راپور له مخې، بې پیلوټه الوتکې په کوڅه کې پر یوه تن روان و، چې له امله یې ماشومان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
وروسته عکسونو وښودله چې د پنځو هلکانو جسدونه په سپینو کفنونو پوښل شوي او په فرش کې څنګ په څنګ اېښودل شوي.
د حماس د روغتیا وزارت د تېر کال په جګړو کې له ۴۲۰۰۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د غزې له ۲،۴ میلیون خلکو شاوخوا ۱،۹ میلیونه د جګړې له امله بې ځایه شوي - چې ډېری یې د تېښتې لپاره څو ځله کډه کولو ته اړ شوي دي.
دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس د تېر کال د اکټوبر په اومه نېټه پر شمالي اسرائیلو بې ساری برید وکړ - په شمالي اسرائیلو کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او په غزه کې یې تر ۲۰۰ ډېر یرغمل کړل.











