که جګړه هرمز تنګي ته وغځېږي ولې لویدیځ زیان ویني او روسیه څنګه ګټه کوي؟

د تېلو یوې زېرمې سره اور بلېږي

د عکس سرچینه، Reuters

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

له ایران سره د اسرائیلو او امریکا جګړه تر یوې اوږدې مودې د هرمز تنګي د تړل کېدو لامل ګرځېدای شي. دا تنګی د اقتصاد هغه حیاتي لاره چې د نړۍ شل سلنه مایع ګاز او نفت ورڅخه تېرېږي.

په دې لار هر ډول خنډ او ځنډ د اروپا، امریکا او په ځانګړي ډول ډونلډ ټرمپ لپاره ستونزې ولاړولی شي خو په ورته وخت کې د روسیې په ګټه تمامېږي.

د هرمز تنګي تړل کرېملین ته دا امکان ورکوي چې د خپلو نفتو او سون توکو صادارت ډېر او د اوکرایین پر وړاندې جګړې ته نور میلیاردونه ډالر لاس ته راوړي.

د دغې تنګي شمالي غاړه له ایران سره ده، هغه هېواد چې بیا بیا یې د امریکا او اسرائیلو بریدونو له کبله د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی.

خو د خپل مذهبي مشر له وژل کېدو او سختو بمباریو سره سره یې دا لار لا په بشپړ ډول نه ده بنده کړې خو ګڼ شمېر کښتۍ ولاړې دي ځکه د اور په لمبو او سختو نښتو منځ کې څوک نه دي حاضر چې خطر ومني او عملا لکه د پخوا سوداګري وکړي.

د سمندري معلوماتو ادارې "کپلر" چارواکو ویلي " د هرمز تنګی په تخنیکي ډ‌ول خلاص دی خو په عمل کې د کښتیو د تګ راتګ پر مخ تړل شوی دی."

د هرمز تنګي تړل کېدل څنګه له کرېملین سره مرسته کوي؟

ولادمیر پوتین او مودي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، امریکا د جمعې پر ورځ هند ته له روسیې د تېلو اخېستلو یو میاشتنی معافیت اعلان کړ

د 'کپلر' شرکت کارپوهان په دې باور دي چې " دا جګړه به د نفتو له درکه په نړیوال بازار کې د ډېرو پام روسیې ته واړوي، په منځني ختیځ کې د نفتو په کاروبار کې هر ډول خنډ به هند او چین روسیې ته لا نږدې کړي تر څو له هغه هېواده د اړتیا وړ تېل او نفت تر لاسه کړي."

په دې وروستیو میاشتو کې د روسیې د تېلو او نفتو دغه دوه اصلي پېریدونکي د لویدیځ تر سخت فشار لاندې و.

دې چارې روسیه اړه کړې چې د نفتي موادو بیې ټیټې او صادارت یې کم کړي. خو د سختو بندیزونو له کبله دا ګامونه هم ډېر اغېزمن نه دي ثابت شوي ځکه د بندیزونو له کبله د روسیې میلیونه بېلره تېل نه دي وتلي.

که د هرمز تنګی وتړل شي نړۍ به نه یوازې د منځني ختیځ لکه سعودي عرب، اماراتو، کوېټ او عراق نفت او تېل له لاسه ورکړي بلکې د ایران هغه تېل چې له بندیزونو سره سره روان و هم نور له کاره ووځي.

د امریکا له خوا د وېنزویلا له کلابندۍ سره به روسیه یوازینۍ هغه هېواد شي چې که څوک وغواړي ارزانه تېل تر لاسه کړي ترې یې اخیستی شي خو که بندیزونه ترې لېرې شي.

په همدې مهال د مسکو او هند لپاره به د خوښۍ خبر دا هم وي چې تازه د امریکا خزانې وزارت هند ته له روسیې د تېلو او نفتو د اخیستو یو میاشتنۍ معافیت اعلان کړ، امریکا ویلي دا چاره یې د نفتو اړتیا او د هرمز تنګي بندیدو له کبله کړې ده. له دې مخکې امریکا له هنده غوښتي و چې له روسیې د نفتو اخېستل ودروي.

د بلومبرګ انرژي یو کارپوه خاویر بلاس وايي " ولادمیر پوتین به له دې جګړې او وضعیته ډېره ګټه واخلي، ځکه چې د نفتو بیې لوړیږي او د روسیې هغو تېلو ته تقاضا په ډېریدو ده چې له بندیزونو سره مخ و."

ښاغلی بلاس وايي ' دا حالت ښايي هغو خلکو ته چې غواړي د پوتین له تهاجمي سیاست سره مقابله وکړي مناسبه نه وي خو کولی شي د هرمز له تنګي د نفتو کمبښت تر یوې کچې جبران کړي.'

په همدې مهال چین په دې وروستیو میاشتو کې په پرلپسې د تېلو زېرمه کولو هڅه کړې، کارپوهان وايي که د هرمز تنګی وتړل شي بیجېنګ هم دې ته چمتو دی چې له روسیې د نفتو او تېلو وادرول ډېر کړي.

لوېدیځ څنګه زیان ویني؟

هرمز تنګي کې یوه بیړۍ

د عکس سرچینه، Atta Kenare / Getty Images

د عکس تشریح، د اروپا د تېلو ټولیزه برخه چې د هرمز تنګي له لارې لېږدول کېږي، په ورځ کې د یو میلیون بېرلو شاوخوا ده.

ډونلډ ټرمپ امریکایانو ته ژمنه ورکړې وه چې نرخونه به ټیټوي او نفتي توکي به ارزانوي خو د نفتو له درکه داسې نړیوال کړکېچ له دغې ژمنې سره برابر نه دی.

خپله د امریکا متحد ایالتونه د نړۍ تر ټولو ډېر نفت او ګاز تولیدوي نو ځکه له دې درکه له کمبود سره نه مخ کېږي، له دې ور ها خوا دا هېواد د نفتو او تېلو داسې زېرمې لري چې کولی شي ان د نرخونو کنترولولو په موخه یې بازار ته عرضه کړي.

خو د اروپا شرايط څه بل ډول دي، له روسیې سره د اوکرایین پر سر له اړیکو خرابېدو او د نل لیکې له لارې د ګازو لېږد قراردادونو له پای ته رسولو وروسته اروپايي ټولنه اوس له ازاد بازاره خپلې اړتیاوې پوره کوي چې د بازار په نرخونو پورې تړلي دي.

د اروپا د تېلو ټولیزه برخه چې د دې تنګي له لارې لېږدول کېږي، په ورځ کې د یو میلیون بېرلو شاوخوا ده.

د اروپا اقتصاد لکه د امریکا هومره وده نه ده کړې او هر تازه کړکېچ په ځانګړي ډول د انرژۍ په سکتور کې بې ثباتي دلته اقتصادي او سیاسي بې ثباتی پیدا کولی شي.

د اسرائیلو او ایران جګړه چې د شنبې پر ورځ پیل شوه د دوشنبې پر ورځ یې له کبله اروپايي بازراونو کې د ګازو نرخ د جمعې ورځې پرتله شل سلنه لوړ و.

تحلیل دا دی هر څومره چې دا وضعیت همداسې دوام کوي اروپا کې به نرخونه همداسې په لوړیدو وي خو پوښتنه دا ده چې تر کومې کچې؟

امریکا کې د ګلدمن ساکس بانک څيړونکي د ۱۳۰ سلنه لوړوالي وړاندوینه کوي. د دغې بانک په یوه بل تحلیل کې چې بلومبرګ هم ورڅخه استفاده کړې راغلي ' که د هرمز تنګي اوسنی وضعیت تر دوه میاشتو ډېر دوام وکړي ښايي اروپا کې به د ګازو نرخ درې چنده لوړ شي.'

د قطر مایع ګاز یې د اروپا لپاره یو بدیل بلل کېږي خو دا کار هم اسانه نه دی او نه هم هومره چټکه دا تشه ډکولی شي. امریکا چې د تېلو او نفتو بډایه هېواد بلل کېږي هم د صادراتو زیاتولو ګنجایش نه لري ځکه همدا اوس له خپل وروستي ظرفیته ګټه پورته کوي.

له دې ور ها خوا تحلیل دا دی چې که د هرمز تنګی وتړل شي امریکا به یې هم ژر او اسانه د خلاصولو او بېرته فعالولو وړتیا ونلري.