که ايران هرمز تنګی وتړي نو څه به وشي؟

نن سبا د نړۍ ۲۰ ٪ تېل او ګاز د دې تنګي له لارې تېرېږي چې بندول به یې د نړۍ پر اقتصاد ژور اغېز ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نن سبا د نړۍ ۲۰ ٪ تېل او ګاز د دې تنګي له لارې تېرېږي چې بندول به یې د نړۍ پر اقتصاد ژور اغېز ولري.

اټکل دا دی چې کېدی شي ايران پر خپلو اټومي تاسیساتو د امريکا بريدونو ته ځواب ورکړي او د نړۍ د تېلو د لېږد تر ټولو بوخته لار، هرمز تنګی وتړي.

نن سبا د نړۍ ۲۰ ٪ تېل او ګاز د دې تنګي له لارې تېرېږي چې بندول به یې د نړۍ پر اقتصاد ژور اغېز ولري.

که دا لار وتړل شي نو له امله به یې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو او نورو توکو بیې لوړې شي او انفلېشن یا د پیسو پړسوب به رامنځته شي. دا به د نړۍ ځینې تر ټولو غټ اقتصادونه، چين، هند او جاپان چې د تېلو عمده واردونکي دي، ډېر اغېزمن کړي.

هرمز تنګی څه دی او چېرې دی؟

هرمز تنګی د نړۍ یو له خورا مهمو بار تېرېدونکو لارو یوه ده او د تېلو د لېږدولو ترټولو مهمه او حیاتي لار بلل کېږي.

شمال ته یې ایران، جنوب ته یې عمان او عربي متحده امارات پراته دي. د هرمز تنګي د ننوتلو او وتلو دواړه لوريو پراخوالی ۵۰-۵۰ کیلومتره او په ځینو ځایونو کې یې منځنۍ برخه یوازې ۳۳ کیلو متره ده. دا تنګی خلیج له عربي سمندرګي سره نښلوي.

دا د تېلو د لیږد لپاره د نړۍ تر ټولو ژور تنګی هم بلل کېږي. دغه لویه لار په منځني ختیځ کې د تېلو او ګازو سترو سوداګریزو شرکتونو له خوا کارېږي.

د ۲۰۲۳ کال په نیمايي کې د امریکا د انرژۍ وزرات له مالوماتو له مخې دغه هېواد په ۲۴ ساعتونو کې له دې لارې ۲۰ میلیون بېرل تېل وارد کړي دي چې په یوه کال کې د نږدې ۶۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت سوداګري سره برابره ده.

له دغې لارې د تېلو سوداګري یوازې له ایران نه بلکې له خلیج هېوادونو، عراق، کوېټ، قطر، سعودي او متحده عربي اماراتو هم کېږي.

د هرمز تنګي بندیدو اغېز به څه وي؟

د بریتانیا د استخباراتو ادارې (MI6) پخوانی مشر الېکس یانګر بي بي سي ته وايي، "د ایران-اسرائیل په جګړه کې تر ټولو بده به د هرمز سوداګرېزې لارې تړل وي."

دی وايي، ښکاره ده چې دا به اقتصادي ستونزې ډېرې کړي ځکه د تېلو بیې ورسره تړلې دي.

د کوېټ د یوه پوهنتون استاد او د عرب جزېرې د جغرافیایي سیاست متخصص بدر السیف وايي، دا به "د نړۍ یوه بې برخلیکه سیمه شي."

"دا به پر نړیوالو بازارونو مستقیم اغېز ولري ځکه د تېلو بیې به لوړې شي او دا هم وګورئ چې د ونډو بازارونه به څومره عصباني غبرګونه وښيي."

د ده په خبره، خلیج هېوادونه به ځکه ډېر زیانمن شي چې اقتصادي تکیه یې د انرژۍ پر صادرولو ده.

د انالېټکس ورټېکسا شرکت له مالوماتو له مخې سعودي د ورځې تر شپږ میلیونو بېرلو تېلو د صادرولو لپاره له همدې تنګي ګټه اخلي چې په دې کچه صادرات یې له ګاونډیو هېوادونو زیاتوالی ښيي.

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره (IAEA) بیا وايي، ایران له دې لارې د ورځې ۱.۷ میلیونه بېرله تېل صادروي. د انرژۍ همدې نړیوالې ادراې له قوله، ایران له همدې لارې د ۲۰۲۵ کال تر مارچه د ۶۷ میلیاردو امریکايي ډالرو سوداګري کړې ده.

د ایران د مرکزي بانک په خبره، دا په تېره لسیزه کې د ایران لپاره د تېلو تر ټولو زیاته ګټه ده.

د ای‌اې‌يي‌اې د وړاندوینو پر بنسټ، اسیا هم تاواني کېدلی شي. د دوی مالومات ښیي چې په ۲۰۲۲ کال کې د اسیايي هېوادونو ۸۲سلنه خام تېل او ګاز د هرمز تنګي له لارې صادر شوي دي. د همدې ادراې د مالوماتو له مخې چین هم په نړیوال بازار کې ۹۰ سلنه ایراني تېل پېري.

په دې برخه کې هر ډول ګډوډي کولی شي چې د سونګ توکو او تولید لګښتونه لوړ کړي. د تولید لګښتونو زیاتوالی کولی شي چې پر مصرف کوونکو بار شي او دا به په ټوله نړۍ کې انفلاسیون رامنځته کړي.ښايي پر هغو نورو مهمو اسیایي اقتصادونو هم اغېز ولري چې له چین وروسته زیات واردونکي دي.

د هند نږدې نیمايي خام تېل او ۶۰ سلنه طبیعي ګاز د هرمز تنګي له لارې تېرېږي. راپورونه وايي، د جنوبي کوریا ۶۰ سلنه خام تېل له همدې لارې تېرېږي.

د چاپان هم نږدې درې پر څلورمه برخه خام تېل له همدې لارې ورځي.

څنګه ایران هرمز تړلی شي؟

د ملګرو ملتونو قانون له مخې هېوادونه، د خپل ساحل څخه تر ۲۲ کیلومترو پورې پر اوبو کنټرول درلودلی شي. دا په دې مانا چې د هرمز تنګي هغه تر ټولو تنګه برخه کې تګ راتګ د ایران او عمان پر خاوره راځي. هره میاشت له دې لارې تر ۳۰۰۰ بېړۍ تېرېږي.

کارپوهان وايي، که ایران وغواړي دا لار وتړي نو دوی به د چټکو بریدګرو کښتیو او بتلونو پر مټ سمندري ماینونه ځای پر ځای کړي.

د ایران رسمي سمندري ځواک او اسلامي انقلابي ګارد هم دا وړتیا لري چې پر بهرنیو جنګي او سوداګري بېړیو بریدونه وکړي. بل پلو دا لویې بېړۍ د امریکا له لورې په اسانۍ سره په نښه کېدلی شي.

د ایران چټکې کښتۍ ډېری وخت د بېړۍ ضد توغندیو سره سمبال وي او د سطحي، نیمچه اوبتل ترڅنګ د بشپړو اوبتلونو مختلف ډولونه هم لري.

د کارپوهانو په باور، ایران کولی شي چې هرمز سمندري لار لنډ مهال لپاره بنده کړي خو وايي، ډاډه دي چې امریکا او ملګري به یې د نظامي زور له لارې بېرته خلاصه کړي. امریکا دا کار پخوا هم کړی دی.

د ۱۹۸۰ مو کالونو په وروستیو کې د ایران-عراق د اته کلنې جګړې پرمهال د تېلو پر تاسیساتو بریدونه د "ټانکر جګړې" لامل شول چې په کې دواړو خواوو بې‌طرفه بېړۍ په نښه کولې، تر څو له دې لارې پر یو او بل فشارونه راوړي.

هغه وخت کویټي ټانکرونه چې د عراق تېل یې لېږدول، اسانه په نښه کېدل او بلاخر امریکايي جنګي بېړۍ مجبورې شوې چې امنیت لپاره یې بدرګه کړي. همدا د دوهمې نړېوالې جګړې را وروسته تر ټولو لوی سمندري کارواني عملیات وو.

ایا ایران به هرمز تنګی وتړي؟

ایران د هرمز د تړلو ګواښ کړی خو تر اوسه یې عملي قدم نه دی اخیستی. په ۱۹۸۰مه لسیزه کې یې هم د بندولو ګواښ کړی و.

د امریکا د بهرینو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د هرمز تنګي بندول به (اقتصادي ځان وژنه) وي. نوموړي له چین غوښتنه کړې چې له تهران سره خبرې وکړي او د لارې له بندولو یې را وګرځوي.

روبیو فاکس خبري رسنۍ ته وویل، "موږ د هرمز بدیلې لارې هم لرو خو نور هېوادونه دې یې هم په اړه فکر وکړي، ځکه د هغوی اقتصاد له موږه ډېر ځپلی شي."

که څه هم چین لا تر اوسه امریکا ته ځواب نه دی ورکړی، خو پر بېجېنګ د تېلو د نرخونو زیاتېدو یا د کښتیو لارو ګډوډېدل ښه نه لګېږي او دا چاره به پر ایران د بندیزونو د ډېرولو لپاره هم وکارول شي.

د انرژۍ یوه کارپوه وندانا هاري وايي، ایران د هرمز له بندولو سره "ډېر څه له لاسه ورکوي او کم څه لاس ته راوړي."

هاري بي بي سي ته وايي، له دې سره به ایران په خلیج کې ګاز تولیدونکي ګاونډیان خپل دوښمانان کړي او د خپل مارکیټ لوی مشتري چین به هم غوسه کړي.

ایا بدیلې لارې د بندیزونو ځای نیولی شي؟

د هرمز تنګي د بندولو ګواښونه له پخوا شته، نو د همدې لارې د تېلو صادرونکو هېوادونو یې بر بدیلو لارو هم فکر کړی دی.

سعودي د تېلو ختیځ-لودیځه نل‌لیکه فعاله کړې ده چې ۱۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د ورځې پنځه میلیونه بېرله خام تېل لېږدولی شي. سعودي په ۲۰۱۹ کال کې په موقتي ډول د طبیعي ګاز پایپ‌لاین د خامو تېلو د انتقال لپاره بیا ځلې وکاروله.

عربي متحده ایالاتونو د خامو تېلو نل‌لیکه د عمان له فجر بندر سره وتړله چې په یوه ورځ کې ۳۵۰۰۰۰ بیرله خام تېل لېږدوي.

ایران په ۲۰۲۱ کال کې د "ګوري جاسک" په نوم یوه نل‌لیکه د عمان خلیج ته وغځوله. د تېلو اړوند ادارو راپورنه ښيي چې د تېلو د ټولو بدیلو له لارو د ورځې ۳.۵ بېرله تېل لېږدول کېدلی شي.

د اوس لپاره شاوخوا ۱۵سلنه خام تېل د هرمز تنګي له لارې تېرېږي.