اندونیزیا کې یوه ښځه او سړی د جنسي اړیکې لرلو په تور نیول شوي

Health workers examine a woman during the legal process of flogging a violator of Islamic law with a sentence of 140 lashes in Aceh, Indonesia.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اچې کې یوه ښځه په عام محضر کې د وهل کېدو پر مهال ژاړي
    • Author, هدایت‌الله
    • دنده, بي‌بي‌سي اندونیزیا
    • Author, کوه ایو

د اندونیزیا په اچې ولایت کې یوه ښځه او سړی د جنسي اړیکې او شراب څښلو له کبله ۱۴۰ درې وهل شوي دي.

یاد سړی او ښځه یو بل ته په نکاح شوي نه وو.

چارواکي وایي، دا لومړی ځل دی چې په عام محضر کې د دومره لوړ شمېر درو سزا پلې کېږي او دا چې دغه ۲۱ کلنه ښځه د وهل کېدو پر مهال بې‌‌ حاله شوه.

دا ښځه په داسې حال کې د درېیو ښځینه افسرانو لخوا په نوبت د باڼس په لکړې ووهل شوه، چې په زوره زوره یې ژړل.

د درو وهلو په وخت دغه ښځه له ډېره درده بې حاله شوه او ښځینه افسرانو له سټېج څخه امبولانس ته یوړه.

دې جوړې ته دغه سزا د تېرې پنجشنبې پر ورځ ورکړ شوې ده.

پر همدې ورځ د 'اسلامي پولیسو ځواک' د یوه افسر په ګډون څلور نور کسان هم له شرعي احکامو د سرغړونو په جرم په لښتو وهل شوي.

په اچې کې چې یوه محافظه‌کاره مذهبي سیمه ګڼل کېږي، له شرعي او اسلامي قانونه د سرغړونو له کبله د لښتو سزا عامه ده.

خو د بشري حقونو مدافع ډلې له اوږدې مودې راهیسې پر دا وړ سزا نیوکې کوي او بې‌رحمانه یې ګڼي.

په اچې کې د نافذ اسلامي قانون له مخې د زنا حد سل او د الکولي څښاکتوکو د څښلو ۴۰ لښتې یا دورې دی.

اچې ولایت لپاره د اندونیزیا د بشري حقونو ډلې 'کونټرس' همغږي کوونکی اظهر الحسنه وايي، د لښتو (درو) سزا سمه نه تنظیم کیږي.

دی زیاتوي چې د داسې سزاګانو په اړوندو قوانینو کې باید "ښه‌والی" راشي چې له خلکو سره تر وهلو کېدو وروسته ملاتړ وشي.

د اسلامي پولیسو ځواک افسر او ښځینه ملګرې یې په یوه شخصي ځای کې یو بل ته تر حد زیات نږدې کېدو له کبله ۲۳-۲۳ لکړې ووهل شول.

د اچې د اسلامي پولیسو ځواک مشر محمد ریزال د بي‌بي‌سي اندونیزیایۍ څانګې ته ویلي، چې د دوی دغه افسر له دې ښځې سره یو په یو د هغې کور کې نیول شوی و.

نوموړي زیاته کړه چې دغه افسر به له دندې هم وشړل شي.

اچې د اکثریت مسلمانې اندونیزیا یوازینی ولایت دی چې "شرعي قوانین" پکې نافذ او د ډېرو سرغړونو سزاګانې پکې په عام محضر کې په لښتو وهل کېدو سره ورکول کېږي.